الکترونیکي چیپونه د چین او امریکا ترمنځ د جګړې محور دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو د الکترونیکي چیپونو برخه کې د چین د هڅو مخنیوي لړ کې ګامونو ګړندي کړي. الکترونیکي چیپونه له ځیرکو ټیلفونونو نیولې له وسلې نیولې تر پوځي وسایلو جوړولو کې مهم عنصر بلل کیږي.
امریکا وايي نه غواړي چین هغه ټکنالوژي تر لاسه کړي چې امریکا يې د چیپونو جوړولو کې کار کوي ځکه دا ددوی ملي امنیت ته ګواښ پيښوي.
دوه میاشتې وړاندې واشنګټن د صاداراتو برخه کې تر ټولو پراخ بندیزونه اعلان کړل، چې له مخې یې چین ته د چیپونو صادروونکې کمپنۍ باید ځانګړې اجازه تر لاسه کړي.
دې بندیز کې هغه چیپونه هم شامل دي چې د امریکايی کمپیوټرونو او یا سافټویرونو په کارولو جوړ شوي وي، آن که له امریکا د باندې هم جوړ وي.
دې لړ کې پر امریکايي اتباعو یا هغوی چې د امریکا ګرین کارډ لري د چین ځینو چیپ تولیدوونکو کمپنیو کې پر کار کولو هم بندیز ولګول شو.
په دې بندیزونو سره چین نه شي کولی هغو امکاناتو ته لاسرسی ومومي چې امریکا یې لرې، پایله کې د پرمختللو سیمې کنډکټورونو semiconductors جوړولو کې د چین وړتیا کمیږي.
پرمختللي چیپونه په سوپر کمپیوټرونو، مصنوعي ذکا او پوځي تجهیزاتو کې کارول کیږي. امریکا وايي د چین له خوا د دې ټکنالوژۍ کارول د دوی ملي امنیت ته خطر دی.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي نوي بندیزونه د دې لپاره دي چې د چین لاس له هغې حساسې ټکنالوژۍ لنډ کړي چې پوځي موخو لپاره کارول کیږي.
خو چین د امریکا دا ګامونه ټکنالوژي ترهګري بللې. تایوان، سینګاپور او سوېلي کوریا هم د دې بندیزونو په اړه اندېښنې ښودلې دي.
د جو یایډن ادارې د وای ایم ټي سي په ګډون ۳۶ هغه چینايي شرکتونو د بندیزونو لړ کې شامل کړي چې چیپونه جوړوي. امریکايي کمپنۍ نه شي کولی د حکومت له اجازې پرته پر دې کمپینو چیپونه وپلوري،خو اجازه هم په اسانه نه ورکول کیږي.

د عکس سرچینه، EMMANUEL DUNAND
د امریکا دا بندیزونه پراخ اغیز لري، اې ار ایم شرکت چې مرکز یې امریکا کې دی او د کمپیوټر چیپ بورډونه جوړوي تېره اونۍ اعلان وکړ چې نور د علي بابا په ګډون پر چینايي شرکتونو تر ټولو پرمختللي ډیزاینونه نه پلوري.
د امریکا د دې ګام په بدل کې چین د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته شکایت کړی، چین ویلي امریکا د صاداراتو له اصولو ناوړه ګټه پورته کوي او غواړي د ټکنالوژۍ، انجینرۍ او صنعت برخه کې لاس برې اوسي. او د امریکا دا کړنه د نړیوال صنعت بهیر ګواښي.
خو امریکا ځواب کې ویلي یاد سازمان د ملي امنیت اړوند اندېښنو ځوابولو لپاره مناسبه مرجع نه ده. د امریکا د سوداګرۍ وزارت مرستیالې ټينګار کړی چې ملي امنیت کوټلي ګامونه ایجابوي چې پرمختللي ټکنالوژۍ ته د لاس رسي مخه ونیول شي.
له بلې خوا تمه کیږي چې جاپان او هالنډ هم چین ته د پرمختللو وسایلو صادراتو برخه کې نوي محدودیتونه وضع کړي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان څو ورځې وړاندې وویل د چیپونو له دوه یادو لویو تولیدوونکو هېوادونو سره خبرې شوي چې دوی هم چین ته د چیپونو پر صادراتو محدودیتونه ولګوي.
که د امریکا دا غوښتنه ومنل شي نو د جاپان او هالنډ لوی شرکتونه به د چین په څېر لوی مارکیټ او ډېره ګټه وټه له لاسه ورکړي.
خو امریکا آن هغه کمپنۍ دې محدودیتونو کې شاملې کړي چې د چیپونو د جوړلو ماشینونه تولیدوي.
د چین او امریکا ترمنځ دا سیالي د هغو چیپونو جوړوونکې کمپنۍ له ډېر فشار سره مخ کوي چې نویو ټکنالوژي وسایلو ته اړین دي. د بېلګې په توګه د اپل کمپنۍ نوی کمپیوټر د یوې تایوانۍ کمپنۍ له خوا جوړ شویو چیپونو ته اړتیا لري چې درې نانو متره ډبل والی لري.
د ټکنالوژۍ برخې شنونکي وايي چې د امریکا نوي محدودیتونه به د چیپونو تولید کې د چین وړتیا ډېره کمه کړي. چین هوډ څرګند کړی چې د سیمې کنډکټورونو semiconductors تولید ته لومړیتوب ورکوي او غواړي دې برخه کې تر ټولو ډېر پرمختګ وکړي.











