فرانسه دولتي ښوونځيو کې د حجاب پر اغوستلو بندیز لګوي

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې پوهنې وزیر ویلي چې په دولتي ښوونځيو کې د عبایه یا حجاب پر اغوستلو بندیز لګوي.
عبایه پراخې او اوږدې جامې دي چې مسلمانې ښځې یې اغوندي.
د فرانسې پوهنې وزیر ګابرېیل اتال ویلي، دغه قاعده به د سپتمبر پر ۴مه د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره سم پلې شي.
فرانسه په عامه ښوونځيو او دولتي ودانیو کې د مذهبي سمبولونو پر اغوستلو د سخت بندیز اوږده مخینه لري او استدلال یې دا دی چې مذهبي نښې د دغه هېواد له سیکولارو قوانینو سره اړخ نه لګوي.
دغه هېواد له ۲۰۰۴ کال راهیسې په عامه ښوونځيو کې د پړوني پر سرولو هم بندیز لګولی دی.
ښاغلي اتال د فرانسې 'ټياېف۱' تلویزیون سره خبرو کې ویلي "چې کله ټولګي ته ننوځئ، نو باید ونشئ کړای چې زدکوونکې تشخیص کړئ... ما پرېکړه کړې چې نور په ښوونځیو کې عبایه نشي اغوستل کېدای."
او دا پرېکړه له څو میاشتو بحثونو وروسته شوې.
اوسمهال د فرانسې په ښوونځيو کې دغه جامه ډېره اغوستل کېږي او دې په سیاسي پاړکي کې اختلاف را ولاړ کړی دی.
ښی اړخي ګوندونه پر دې ټینکار کوي چې په ښوونځیو کې باید عبایه بنده شي، خو کیڼ اړخو بیا د مسلمانو ښځو او نجونو د حقونو په تړاو د اندېښنې غږ پورته کړی.
ګابرېیل اتال ویلي، چې د دوبنیو رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به د ښوونځیو له بېرته پرانیستل کېدو وړاندې په دې تړاو په ملي کچه اصول روښانه کړي.
فرانسې ۲۰۱۰ کال په عام محضر کې د بشپړ مخ د پټولو پر حجاب هم بندیز ولګاوه او دا اقدام د دغه هېواد د پنځه میلیوني مسلمانې ټولنې له غوسې سره مخامخ شو.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
فرانسې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې په ښوونځیو کې د سترو صلیبو په څېر د عیسوي سمبولونو په ګډون پر مذهبي نښانونو شدید بندیز پلی کړی او په دې توګه غواړي د عامه زدکړو پر سکتور د هر ډول کاتولیکې اغېزې مخه ونیسي.
دغه هېواد د کلونو په اوږدو کې د خپلې ټولنې او وګړو له بدلېدو سره په دې تړاو نافذ قوانین هم بدل کړي چې اوس د مسلمانانو پړونی او د یهودانو کیپه هم پکې رانغښتل شوي.
خو عبایه تر دې دمه له دغه محدودیته بهر پاتې ده.
فرانسه کې د اسلامي سمبولونو په اړه بحثونه تر هغې راوروسته ډېر شوي چې یوه چیچنیايي کډوال په ۲۰۲۰ کال د پاریس په یوه څنډې کې ښوونځي ته څېرمه له یوه ښوونکي 'سامېول پتي' سر پرې کړ.
دغه ښوونکي خپلو زدکوونکو ته حضرت محمد ته یو منسوب کاریکاتور ښودلی و.
ګابرېیل اتال ۳۴ کلن دی او روان اوړی د ولسمشر ایمانیول مکرون لخوا د پوهنې وزیر وټاکل شو.
دا د هغه لخوا د پالیسو په تړاو لومړنۍ ستره پرېکړه ده.
'سياېفسياېم' چې فرانسه کې په ملي کچه د ګڼو مسلمانو ټولنو استازی بنسټ دی، ویلي، جامې یوازې 'دیني نښه' او سمبول نه دی.











