پاکستانۍ ښځې پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېږي

ښځې
د عکس تشریح، ډېری پاکستانۍ ښځې پر ټولنیزو رسنیو خپله څېره نه ښکاره کوي
    • Author, کوثر اعوان وحید
    • دنده, بي بي سي پېښور

یو وخت داسې وو چې د پاکستان په څېر معاشرو یا ټولنو کې د جینکو او ښځو لپاره دودیزو تعلیم، لکه له سکول یا ښوونځي نه فارغېدل یا اعلی تعلیم حاصلول لویه خبره وه.

خو اوس د معاشرې معیارونه او ضرورتونه بدل شوي دي. ښایي یو لوی بدلون د سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو رواجېدل او پر معاشرې یې اثر وي.

خو پاکستانۍ ښځې مخکې له دې چې د سوشل میډیا نړۍ ته راشي، لومړی باید له یوې بلې سختې مرحلې نه تېرې شي.

مطلب مې د سمارټ فون یا د موبایل استعمال دی. لا هم په پاکستانۍ معاشره کې د ښځو موبایل ساتلو یا استعمال ته په ښه سترګه نه کتل کېږي

خو که یوه پاکستانۍ ښځه د موبایل ساتلو او استعمال اجازت هم ولري، پر سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو یې اوس هم پر وړاندې برتاو یا چلن او ذهنیتونه تر ډېره هماغسې دي لکه په عادي ژوند کې.

ښځې
د عکس تشریح، پاکستانۍ ښځې وایي پر ټولنیزو رسنیو د نارینه و لخوا ځورول کېږي

پر ټولنیزو رسنیو د پاکستانیو ښځو پر وړاندې یو تر ټولو لوی چلنج یا ننګونه ښایي دا وي چې پر خپل اصل نوم اکاونټ جوړولو یا فعالیت کولو ته زړه نه ښه کوي.

دلایل یې په ویلو کې ساده، خو په اصل کې پېچیده او ګڼ دي. اکثره پاکستانۍ مېرمنې وایي، که خپله اصله څېره، نوم او جنسیت ښکاره کړي نو د نارینه و لخوا تنګول کېږي.

تنګول یوازې په دې مانا نه دي چې سپکې سپورې ورته ویل کېږي. ډېری مېرمنې وایي، د نارینه و لخوا د ملګرتیا بلنې او بې وخته او بې دلیله پيغامونه هم یو ډول مزاحمت دی.

ګڼ شمېر ښځې د هغې ژبې، کلماتو او برتاو یا چلن سره راحته نه دي چې پر سوشل میډیا د دوی په باره کې کارول کېږي.

دا ډول سرخوږی یا فشار یوازې د نا اشنا کسانو لخوا نه وي. پاکستانۍ ښځې چې د ټولنیزو رسنیو په ډګر کې ګام ږدي نو له ډېرو سره یې دا فکر هم وي چې د کورنۍ، پلار او وروڼو د خپګان یا بدنامۍ سبب نه شي.

ښځې
د عکس تشریح، ګڼ شمېر ښځې د هغې ژبې، سره راحته نه دي چې پر سوشل میډیا د دوی په باره کې کارول کېږي.

له یوې استادې نایاب (مستعار نوم) نه مې تپوس وکړو چې پر ټولنیزو رسنیو کې له څه ډول چلن سره مخامخ کېږي. خپله کیسه یې راته وکړه:

"زما سروکار له تعلیم سره دی. فېملي مې د انټرنټ له کارولو منع کړې نه یم. خو مزاحمتونه راته ډېر دي. زما په خیال زما پر وړاندې هر هغه عمل، یا زما په باره کې هره هغه خبره چې زما رضا پکې نه وي، یو ډول تنګول دي. مثلاً که یو څوک ما مجبوره کوي چې پر فېسبوک ورسره ملګرتیا وکړم، یا که یو کس مې له اجازت نه بغیر تصویر ډاونلوډ کړي او واپس یې ما ته را ولېږي. پر تصویرونو مې خلکو داسې کامنټونه لیکل چې مجبوره شوم ټول ډیلیټ کړم. دا کار مې ځکه وکړ چې د فېملي کسان مې هم راسره اډ وو. بلکې دا وېره راسره وه چې څوک به مې بربنډ تصویرونه جوړ کړي"

د ځینو نورو جینکو اندېښنه تر تصویرونو هم ور هاخوا ده. تحریم (مستعار نوم) راته د doxing یا د شخصي مالوماتو د غلا په باره کې وویل:

"زما ځیني شخصي مالومات پر انټرنټ خپاره شول. د مالوماتو سره مې د یوې ملګرې په واده کې د ډانس ویډیو هم خپره شوه. لوی تکلیف یې راته جوړ کړ"

انا (مستعار نوم) راته خپله کیسه کړه چې څه ډول پر سوشل میډیا د یو درواغجن کس په جال کې راګېره شوه.

"په چټ کې مې له یوه هلک سره ملګرتیا شوه. تعلقات مو سره نږدې کېدل او څو کاله سره ملګري وو. مخامخ مو هم یو بل ولیدل. خو زه ډېره وروسته خبره شوم چې ده واده کړی. د راز له مالومېدو وروسته یې پرېښودم. بیا مې په سترګو ونه لید خو زما ژوند یې را خراب کړ"

د یوې سروې له مخې، په پاکستان کې ۴۰ فیصده هغه ښځې چې سوشل میډیا یا ټولنیزې رسنۍ کاروي، په یو نه یو ډول ځورول شوې دي. په همدې سروې کې راغلي چې د دې ښځو په ډله کې ۷۲ فیصده یې د cyber crime یا انټرنېټي جرایمو په باره کې مالومات نه لري. یعنې پر دې هم نه دي خبرې چې پر انټرنېټ د دوی ځورونه پخپله یو جرم دی.

خبره یوازې د ناپوهۍ نه ده. یو شمېر پاکستانۍ مېرمنې، سره له دې چې پر دې مسلو پوهېږي، یوازې د دې لپاره غږ نه پورته کوي چې د خپل شخصي ژوند او کورنۍ غم ورسره وي.