د کیم کارداشیان خور له ټویټ وروسته؛ سنپ چټ ۱٫۳ میلیارد ډالر زیان وکړ

کایلي جنر

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح، د سنپ چټ په هکله د مېرمن جنر دې برید پانګوال په انديښنه کړي دي.

د امریکا ریلټي تلوېزیون ستورې کایلي جینر سنپ شرکت ته ډېر لوی مالي زیان اړولی. هغه د خواله رسنیو سنپ چټ کاریال کې ونډه واله هم ده.

د کایلي یو ټویټ د ونډو بازار کې د سنپ شرکت د ۱٫۳ میلیارد ډالرو تاوان لامل شو. کایلي د کیم کارداشیان ناسکه خور هم ده.

کایلي جینر دا خبره خپلو ۲۴،۵ میلیون مینه والو ته پر خپله ټويټر پاڼه کړې او د سنپ چټ پر نوو تغییراتو یې نیوکه کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دغې ممثلې پر خپل ټویټر لیکلي: "ایا بل څوک هم شته چې سنپ چټ نه کاروي؟ او که یوازې زه یم چې له کارولو مې یې لاس واخیست.. دا ډېره خپه کوونکې خبره ده."

کایلي پر ټویټر ۲۴٫۵ میلیون مینه وال او تعقیبوونکي لري.

کایلي جینر د سنپ چټ پر ظاهري جوړښت او د ځانګړتیاوو په بدلولو نیوکه کړې، همدا ده چې یو میلیون کسانو سنپ چټ کې د بدلون راوستلو په مخالفت لاسلیکونه کړي.

سنپ چټ د انسټاګرام او فیسبوک په څېر د خواله مشهورو رسنیو یو سیال کاریال ګڼل کېږي.

سنپ چټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سنپ چټ

پر خواله رسنیو د دې مسلې تر افشا کېدا وروسته کایلي جینر ولیکل: "لاهم له سنپ چټ سره مینه لرم. زما لومړۍ مینه".

سنپ چټ په تېره نومبر میاشت کې د دغه کارل جوړښت کې د بدلون پرضد غوښتنې رد کړې. د سنپ چټ اجرایوي مشر ایوان شپیګل وویل، کارن یوڅه وخت ته اړتیا لري چې له بدلونونو سره اشنا شي.

د ریپوټونو له مخې تیر کال ښاغلی شپیګل ۶۳۷،۸ میلیون ډالره ګټه کړې. او د ډېر ګټه کوونکو کسانو په نوملړ کې یې دریم ځای خپل کړی و.