ټولنیزې رسنۍ 'اړتیا ده، نه ساتېری'

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ (نی) ادارې ټولنیزو شبکو ته د لاسرسي محدودول او د وینا د ازادۍ محدودولو په اړه اندېښنه ښوولې ده.
ددغه بنست چارواکو په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو د اونۍ د لمانځنې په پلمه په یوه غونډه کې ټولنیزو شبکو ته د لاسرسي پر ډېرولو ټینګار وکړ.
په افغانستان کې ټولنیزې شبکې د پراختیا په حال کې دي. سږکال په افغانستان کې د <documentLink href="" document-type=""> ټولنیزو شبکو</documentLink> اونۍ د (سږکال ټولنیزې بشبکې، بیوه اړتیا ده نه ساتېری) په نامه ولمانځل شوه.
د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي، دا ځل د ټولنیزو رسنیو اونۍ له اندېښنو سره لمانځي.
خو په افغانستان کې پر ټولنیزو رسنیو، په تېره بیا فیسبوک، چې افغانستان کې یې کارول ډېر دود شوي، د محدودیت لګولو موضوع د ټاکنو پرمهال ان د ملي امنیت تر شورا پورې ورسېده.
د نی مشر مجیب خلوتګر وايي ''ټولنیزوې رسنۍ افغانان د نړۍ له نورو سیمو او خلکو سره نژدې کوي، او د افغانستان یو بېل ډول انځور ورته وړاندې کوي ''.
دی وايي، ټولنیزو رسنیو له تېروټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه او افشا یې کړې.
افغان چارواکي وايي، خلک باید له <documentLink href="" document-type=""> فیسبوک او ټویټر</documentLink> او نورو ټولنیزو شبکو نه سمه ګټه واخلي، او د دغو شبکو د محدودېدو او یا بندېدو زمینې ته لاره هواره نه شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته داسې شکایتونه شوي، چې ګني ددغو شبکو له خیر نه شر ډېر شوی، د ځینو قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ چارې ته پکې لمن وهل کېږي او ځینو وتلو شخصیتونو او لوړپوړو حکومتي چارواکو ته پکې سپکاوی کېږي.
ښاغلی خلوتګر وايي، په تېرو درو کلونو یې له خپلو همکارانو سره هڅه کړې چې د ټولنیزو رسنیو اونۍ په حکومتي جنترۍ کې درج شي او د ملګرو ملتونو سازمان دغه اونۍ د افغانستان په نامه وپېژني.
خو وايي چې دغو هڅو یې کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.
د نۍ دفتر وايي، د افغانستان د عالمانو په شورا کې ځینې کسان، د دلت هغه وسله وال مخالفان چې په وینا یې د افغانستان په کابینه کې یې نفوذ کړی، او یا هم د اداري فساد عامل کسان هڅه کوي چې ټولنیزو رسنیو ته <documentLink href="" document-type=""> لاسرسی محدود</documentLink> شي.
که څه هم د دغې ادعا د ثبوت لپاره کوم څرګند دلایل نه شته، خو حکومت تر اوسه افغانانو ته له ټولنیزو رسنیو په ازادانه توګه د ګټې اخیستو اجازه ورکړې ده.








