افغانستان کې د فيسبوک بندولو وړانديز رد شوی

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې، چې افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو پایلو اعلان ته انتظار کېږي، د دغه هېواد حکومت د ټولیزو رسنیو د کارېدو د څرنګوالي پر سر له اندېښنو وروسته د فېسبوک بندولو وړاندیز رد کړی دی.
د ولسمشرۍ د يوې وياندې په وینا ولسمشر حامد کرزي په ځانګړې توګه له ځوانانو غوښتي، چې په مسوولانه ډول فېسبوک وکاروي.
د دواړو ولسمشریزو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ د جون ۱۴ مې ټاکنو کې د ادعا شویو درغلیو پر سر ناندرۍ د دواړو کاندیدانو د پلویانو تر منځ پر انټرنېټ د ترخو خبرو تبادلې لامل شوې.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازیتوب یو خبرداری خپور کړی و، چې پر ځینو ټولیزو رسنیو ترخه لهجه کارول کېدای شي د ناکراريو لامل شي.
فيسبوک د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم ډېر کارکوونکي لري او ډېر کله په کې داسې توکي خپرېږي چې په غږيزو، چاپي او تصويرونو رسنيو کې د خپرېدو وړ نه وي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر يوه ويانده عادله راز وايي: ''پرېکړه پر دې وشوه، چې فيسبوک بند نه شي، خو له افغانانو په ځانګړي ډول له ځوانانو غوښتنه دا وشوه چې فيسبوک د ملي وحدت او ثبات د ويجاړولو لامل نه شي''.
افغانستان د فيسبوک د کارولو د څرنګوالي په اړه مشخص قانون نه لري او دا نه دي تعريف شوي چې تر کومه بريده خلک کولای شي له دغو شبکو کار واخلي.
د ازادو رسنيو د څار ادارې هم په يوه خبري غونډه کې وويل چې د فيسبوک ټولنيزې شبکې تړل د افغانستان له قوانينو سره په ټکر کې دي.








