فرانسوۍ محکمې پر حجاب بندیز سم کار بللی

په اروپا کې د بشري حقونو یوې محکمې په فرانسه کې د مسلمانو مېرمنو له خوا د نقاپ پر کارولو بندیز پر ځای بللی.
محکمې په یوه بیان کې ویلې دي چې پر نقاب بندیز ، مذهبې اړخ نه لري بلکې د دې لپاره وضع شوی دې چې استعمال سره یې مخ پټیږي، او په ټولنیزه راشه درشه کې مخ ښکاره کول یو مهم رول لوبوي .
محکمې ته دغه قضیه په ۲۰۱۱ کال کې د یوې ۲۴ کلنې فرانسوۍ مېرمنې له خوا وړاندې شوي وه .
نوموړې ادعا کوي چې په عامه ځایونو کې پر نقاب بندیز یې د مذهب او بیان ازادي تر پښو لاندې کړې ده .
نوموړې ویلي چې د کورنۍ له خوا دې ته نه ده اړ شوې ، بلکې په خپله خوښه یې د یوې پرهېزګاره مسلمانې په توګه د نقاب استعمال غوره کړی .
دغه قانون په ۲۰۱۰ کال کې د ولسمشر نیکولس سارکوزې د حکومت په مهال پلې شوی و، او له مخې یې هیڅ څوک نه شي کولای چې په عامه ځایونو کې داسې څه واغوندي ، چې مخ یې پټ کړي .
که څوک داسې وکړي نو ۲۰۵ ډالره به جریمه کېـږي .
فرانسه کې کابو پنځه میلیونه مسلمانان اوسیږي او داسې ګڼل کیږي چې شاوخوا ۲۰۰۰ ښځې نقاب استعمالوي .
فرانسه لومړی اروپایي هیواد و چې په عامه ځایونو کې یې پر نقاب او د مخ په پټولو بندیز ولګاوه.
وروسته بیا په ۲۰۱۱ کال کې بلجیم هم ورته بندیز پلې کړ .
د هسپانیې او ایتالیا په ځینو ښارونو کې هم دغه بندیز پلې شوی دی .
په انګلستان کې داسې کوم قانون نه شته، خو ځینې اداري بیا خپل ځانګړي کالي لري .
د فرانسې حکومت وایي چې دغه بندیز پراخ عامه ملاتړ لري.
د چارواکو په وینا د نقاب استعمال او د مخ پټول د فرانسې (پر مذهب نه ولاړ ارزښتونو) ته سپکاوی دی.
دوی وایي دا چاره د هیواد د امنیت لپاره هم یو ممکنه خطر کېدلای شي ، ځکه چې له دې سره د یو کس پېـژندګلوي نه شي کېدلای .
اروپایي محکمې پخوا هم د فرانسې د حکومت د هغه بندیز ملاتړ کړ و چې په ښوونځیو کې یې د ټیکریو پر استعمال بندیز لګول و.








