هند؛ د حجاب پر سر له راپورته شویو ناندریو وروسته تړل شوي ښوونځي پرانیستل شوي

هند

د عکس سرچینه، UMESH MARPALLY

د هند کرناټک ایالت کې وروسته له هغه ښوونځي بېرته پرانیستل شوي پر 'حجاب' تر ناندریو وروسته تړل شوي وو. خبره وروسته له هغې جنجالي شوه چې مسلمانو نجونو زدکوونکو غوښتل له حجاب سره په ټولګي کې د کېناستو اجازه ورکړل شي.

د هند کرناټک ایالت محصلینو د څو اوونیو لپاره په خپل پوهنځي کې پر حجاب د بندیز پر ضد احتجاج وکړ.

له دې سره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بشري حقونو فعالینو غبرګونونه وښود چې په دوی کې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم وه. هغې دا بندیز 'بوږنوونکی ' بللی و.

د دې بندیز له کبله په کرناټک ایالت کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پېښو رپوټونه ورکړل شول او له همدې کبله د ایالت ښوونځي وتړل شول.

په هند کې د دې موضوع پر سر ناندرۍ راپورته شوې او د کرناټک ایالت تر اعلی محکمې پورې ورسېدلې.

یوې محصلې اعلی محکمې ته عریضه کې ویلي ول چې د هند اساسي قانون له مخې یې د مذهبي ازادۍ لړ کې حجاب کول حق دی.

نجونې وايي، دوی ته ټولګي کې د کېناستو اجازه نه ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Umesh Marpally

د عکس تشریح، تر دې وړاندې نجونې ویل چې دوی ته ټولګي کې د کېناستو اجازه نه ورکول کېږي.

دې هندیو پېغلو له هغه وروسته احتجاج پیل کړ، چې د پوهنځي انتظامیې په ټولګي کې د حجاب له کاروولو منع کړې.

دا ناندرۍ د ایالت نورو سیمو ته هم وغځېدې او په یوه ویډیويي کليپ کې د حجابي ښځو پر وړاندې د یوه بل پوهنځي تړل شوې دروازې هم ولیدل شوې، چې له کبله یې احتجاجونه هم شوي.

بل لور ته هندو سخت دریځې ډلې بیا د دې بندیز ملاتړ لپاره راوتلې وې.

ځايي رسنیو د دواړو لوریو تر منځ د اخ و ډب د پېښېدو رپوټونه هم ورکړي ول چې ځینې کسان پکې ټپیان شوي ول.