د میندوارۍ پرمهال د ماغزو بدلونونه تفصیلي سکنونو کې څرګند شول

د عکس سرچینه، Daniela Cossio
- Author, فیلیپا راکسبي
- دنده, د بي بي سي روغتیايي خبریاله
یوه څېړنه چې له میندوارۍ مخکې، پر مهال یې او ترې وروسته د انسان د ماغزو تفصیلي او کره نقشه وړاندې کوي ښيي، د مېندراوۍ پر مهال ماغزو کې بدلونونه راځي.
د یوې ۳۸ کلنې ښځې د مغز ۲۶ سکنونو پر بنسټ، ساینسپوهانو "د پام وړ شیان" موندلي. دو موندلې چې د ماغزو هغو برخو کې چې له ټولنیزو اړیکو او د احساساتو ښوولو سره تړاو لري بدلونونه راځي چې ځینې یې تر زېږون دوه کاله وروسته هم پايي.
دوی وایي، د دغو مغزي بدلونونو د احتمالي اغېزو د معلومولو لپاره پر ډېرو نورو ښځو لا زیاتې څېړنې ته اړتیا ده.
او دا موندنې له زېږون وروسته د خپګان او له وخت مخکې زېږون سره د تړلو روغتیایي ستونزو د لومړنیو نښو پوهېدلو کې مرسته کولی شي.
اېميلي جېکوبز، چې د څېړنې لیکواله او د کالیفورنیا د سانټا باربارا پوهنتون کې د اعصابو متخصصه/ اعصاب پېژندونکې ده، وایي: "دا د میندوارۍ پر مهال د انسان د مغز لومړنۍ تفصیلي نقشه ده."
"موږ هېڅکله د مغز د بدلونونو دا ډول بهیر نه دی لیدلی. "
"موږ بالاخره کولی شو په ژوندۍ بڼه د مغز بدلونونه وګورو."

د عکس سرچینه، Elizabeth Chrastil
د میندوارۍ پر مهال د بدن لوی فزیکي بدلونونه ښه پېژندل شوي، خو دا چې مغز څنګه او ولې بدلون مومي، له اړه یې لږه پوهه شته.
ډېرې ښځې وايي د میندوارۍ پر مهال هېروونکې او ګیچې شي داسې چې ځیني کارونه او خبرې یې له یاده وځي او تمرکز نه شي کولی.
پخوانیو څېړنو د میندوارۍ مهال پرتله ترې مخکې او ژر وروسته د ماغزو پر سکنونو تکیه کوله.
په دې څېړنه کې چې نېچر نیوروساینس مجله کې خپره شوې، د کالیفورنیا پوهنتون د د ساینسپوهې الیزابېت کراسټل مغز څېړل شوی.
د څېړنې پیل پر مهال هغې غوښتل د مصنوعي القاح (IVF) له لارې میندواره شي. اوس څلور کلن زوی لري.
ډاکټره کراسټل وایي، په تفصیل سره د خپل مغز څېړل او له نورو هغو ښځو سره یې پرتله کول چې میندواره نه وې ورته په "په زړه پورې" وه.
هغې وویل، "بې له شکله دا غجبیه ده چې ګورې ماغزه دې داسې بدلېږي، خو پوهېږم چې دا ډول یوې څېړنې د اعصابو متخصصې/اعصاب پېژندونکې ته اړتیا درلوده چې ترسره یې کړي."

د عکس سرچینه، Laura Pritschet
د ډاکټرې کراسټل د مغز شاوخوا ۸۰٪ برخو کې د خړ رنګه موادو یا هغه نسج کچه چې خوځښت، احساسات او حافظه کنټرولوي، نژدې ۴٪ کمه شوې او له میندوارۍ ورسته بېرته لږ څه رغېدلې.
خو د میندوارۍ لومړیو شپږو میاشتو کې د سپینو موادو کچه چې دمغزو د سلامتیا او د بېلابېلو برخو ترمنځ یې د اړیکو د کیفیت ښکارندويي کوي، زیاته شوې او له زېږون وروسته ژر عادي حالت ته ستنه شوې.
څېړونکي وایي، دا بدلونونه د بلوغ د وخت بدلونونو ته ورته دي.
پر موږکانو ترسره شوې څېړنې ښيي، دا بدلونونه کولی شي میندوارې ښځې د بوی پر وړاندې ډېرې حساسې او د پاکولو، د کور نظم او د ماشوم لپاره د ځای جوړولو په څېر فعالیتونو ته یې لېواله کړي.
خو ډاکټره کراسټل وایي، "انسانان ډېر پېچلي دي."
هغې ویل، د میندوارۍ پر مهال یې حافظه او تمرکز نه وو بدل شوي، خو وروستیو درېیو میاشتو کې به ډېره ستړې او احساساتي وه.
بل ګام دا دی چې له ۱۰ تر ۲۰ ښځو د ماغزو تفصیلي انځورونه واخیستل شي او په ټاکلو وختونو د ښځو د یوې لویې ډلې معلومات راټول شي چې د بېلابېلو تجربو لړۍ وڅېړل شي.
ډاکټره کراسټل وایي، "په دې توګه موږ پوهېدی شو چې ایا دا بدلونونه له زېږون وروسته د خپګان په څېر ستونزو وړاندوینه کې مرسته کولی شي او یا دا چې له وخته مخکې زیږون مغز څنګه اغېزمنوي."











