له میندوارۍ وروسته ښځې څه ډول رواني حالت سره مخ کېږي او درملنه یې څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
"په ماشوم ناروغه شوم، سخت دردونه راباندې راغلل او روغتون ته یې بوتلم، روغتون کې مې چې د نورو میندوارو ښځو زږېروي او چیغې واورېدې ډېره وډاره شوم. له وارخطايۍ مې دردونه ورک شول او خولې راباندې راماتې شوې."
دا د ۲۶ کلنې مروې خبرې دي، چې څلور میاشتې وړاندې یې لومړی نارینه ماشوم زېږېدلی دی.
نوموړې کابل کې یوه دولتي روغتون ته تللې وه، چېرې چې په ورځ کې په لسګونه میندواره ښځې د زېږون لپاره ورځي.
مروې چې هم یې د روغتون له زېږون خونې ترخې تجربې ځان سره راوړي، کور کې د خسرګنۍ او مېړه نامهربانه چلن هم نهیلي کړې ده.
هغه وايي "لومړی ځل میندواره شوې وم، په هېڅ نه پوهېدم. ان په دې نه پوهېدم چې څه ډول د ولادت کټ ته پورته شم، پر ما سخت دردونه وو ډاکټرانو چیغې راباندې وهلې، هېڅ یې په ارامۍ لارښوونه نه راته کوله. زه له یخنۍ، ډار او درده ټوله رېږدېدم، ټول کټ راسره ښورېده. ډاکټرې په ډېره تنده لحجه راته ویل چې کټ مه ښوروه پرېوځه."
افغانستان چې لا له وړاندې هم له طبي او روغتیايي پلوه پر بهرنیو مرستو تکیه و، د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له سخت حالت سره مخ دی.
رپوټونه وايي، دولتي روغتونونو کې ناروغان ډېر او د ښځینه ډاکټرانو او قابله ګانو شمېر کم دی.
دا کمښت بیا د دې لامل کېږي چې، پر ښځينه ډاکټرانو او قابله ګانو فشار زیات شي او ناروغ ته سمه رسیدګي و نه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
مروه د کابل اوسېدونکې ده او کابو دوه نیم کاله وړاندې واده شوې. هغې یوازې تر دولسم ټولګي درس ویلی او لوړې زدکړې یې نه دي کړي.
نوموړې وايي، د ماشوم زېږون پر مهال دردونو، روغتون کې د قابله ګانو او ډاکټرانو بد چلن او په کور کې د کورنۍ غړو او په ځانګړې ډول د مېړه نه ملاتړ یې پر رواني حالت منفي اغېز کړی او ورځنۍ چارې یې ورته ستونزمنې کړي دي.
"د ماشوم له پیدا کېدو وروسته ذهني فشار سره مخ یم، زړه تنګي لرم. بې حوصلې شوې یم، چپ لاس مې کله شخ پاتې کېږي، ښايي د اعصابو تاثیر وي. په ما چې دا حالت راشي ماشوم ته مې سمه پاملرنه نه شم کولی او دا راته لا نور هم بد حس راکوي."
روغتیا نړیوال سازمان وايي، له زېږون وروسته چې میندې کومې رواني صدمې سره مخ کېږي، هم یې پر ماشوم او هم یې د کورنۍ پر نورو غړو اغېز لرلی شي.
څېړنې ښيي، د ماشوم له زېږون وروسته د روان له پلوه د یوې مور بېرته عادي حالت ته راګرځېدل له دوو تر دولسو اوونیو دوام کولی شي او که درملنه یې و نه شي او د کورنۍ غړي یې د وضعیت په ښه کېدو کې ورسره مرسته و نه کړي، دا حالت له شپږو تر دولسو میاشتو او آن له دې هم ډېر دوام کولی شي.
"کاش بل ځل میندواره نه شم"

د عکس سرچینه، Getty Images
ښځې له سخت زېږون وروسته له رواني پلوه اغېزمنېږي، خو د کورنۍ په مرسته له څه مودې وروسته بېرته عادي حالت ته راګرځي.
ځینې میندواره ښځې بیا د خپلو کورنیو له خوا له پامه غورځول کېږي او څنګه چې اړتیا وي هغسې پاملرنه نه ورته کوي او له رواني پلوه کړاو سره مخ کېږي.
دا ښځې بیا تر ډېره بیاځلي میندواره کېدو ته زړه نه ښه کوي او زړه توري کېږي.
مروه وايي، تر اوسه یې د زېږون دردونه نه دي هېر او اغېز یې پر ورځني ژوند سیوری غوړولی دی.
" دا زوی مې دې خدای راته لوی کړي، خو زه به تل دا دعا کوم چې کاش بل ځل میندواره نه شم او دا مې وروستی ځل وي چې دا هر څه مې تېر کړل."
نوموړې وايي، که خاوند یې ورسره ښه چلن کولی، ډاډ یې ورکولی او مرسته یې ورسره کړی وای، ښايي هر څه یې ډېر ژر هېر شوي وای او بېرته عادي حالت ته راستنه شوې وای، خو د هغې په وینا "د کورنۍ نور غړي خو لا پرېږده خاوند مې ډېر زما پر وړاندې بې غوره دی او د دې پر ځای چې ما درک کړي برعکس له ما ډېره تمه لري. کور کې داسې څوک نشته چې زه ورته د زړه حال ووایم او هغه ډاډ راکړي."
"ولادت سخته تجربه ده خو، مور کېدل تر ټولو خوږ احساس دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۲۹ کلنې مرسل بیا برعکس د خپل مېړه او کورنۍ مهرباني او لاسنیوي د زیږون سخت دردونه هېر کړي دي.
هغه د یوې ۲ کلنې لور مور ده او اوس بیا د ۳ میاشتو میندواره ده.
مرسل وايي "د زېږون تجربه د هرې ښځې لپاره خورا سخته ده، خو مور کېدل تر ټولو خوږ احساس دی."
نوموړې وايي، له زېږون وروسته د پیل په لومړیو څو اوونیو کې له فزیکي او رواني پلوه ښه حالت کې نه وه، زړه تنګون او کم اشتهايي یې لرله، خو مېړه او د کورنۍ نورو غړو یې ورسره مرسته وکړه چې سخت حالت سره مبارزه وکړي او روغتیايي حالت یې په ښه کېدو شي.
هغه وايي، خاوند یې ورسره ان د کور په کارونو او د ماشوم په پاللو کې مرسته کړې. او تل یې هغه څه ورسره شریک کړي چې له زېږون وروسته یې احساسول.

د عکس سرچینه، Getty Images
"زما د ماشوم تړل، مړول او ویده کول نه و زده، خواښې به مې راوتاړه غېږ کې به یې راواچاو. دا یې هم را زده کول چې څه ډول یې باید موړ او ویده کړم."
مرسل وايي، د میندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته یو څه موده هره ښځه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري او باید روغتیا ته یې پام وشي.
مرسل د زېږون لپاره شخصي روغتون ته تللې وه، وايي ډاکټرانو ورسره ډېر ښه چلن کاوه، او دا یې هم ور زده کول چې څه ډول ماشوم ته شیدې ورکړي او سمبال یې کړي.
له زېږون وروسته څه ډول د میندو رواني درملنه وشي؟
زېږون هغه جسمي بدلون دی، چې له میندوارۍ نهه میاشتې وروسته ښځې ورسره مخ کېږي او ماشوم زېږوي.
د ماشوم زېږون سره د میندو خوشالي تړلې ده، خو دا خوشالي بیا هم له ذهني اغېزو او هورموني بدلونونو خالي نه ده.
ناروې کې افغانه روغتیاپاله ډیوه بیاباني وايي، له زېږون وروسته ښځو کې هورموني بدلونونه رامنځته کېږي، چې له امله یې ښځو ته زړه تنګون پیدا کېږي، ژر ژر ژړا ورځي او زړه یې راډکېږي.
آغلې بیاباني وايي، دا حالت د ماشوم له زېږون وروسته پېښېږي او تر لومړیو شپږ اوونیو دوام کوي.
"د ښځې په وجود کې د دې نښو راښکاره کېدل عادي خبره ده، خو د ښه کولو لپاره یې باید هڅه وشي. ښځه باید د خپل حالت په اړه خپل مېړه او د کورنۍ نورو غړو سره خبرې وکړي او په زړه کې یې و نه ساتي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړې په وینا، که ښځه له میندوارۍ وروسته د خپل رواني او فزیکي حالت په اړه د کورنۍ غړو سره خبرې و نه کړي او پر خپل ځان فشار راولي دا حالت یې په وجود کې د اوږد مهال لپاره پاتې کېږي.
له کابله د رواني روغتیا متخصصه غاټول غرڅنۍ وايي، له زېږون وروسته ښځو ته خورا د خوښۍ حس پیدا کېږي، خو که ښځې عملیات شي، د زېږون پر مهال ناسم چلن سره مخ شي او یا یې د ماشوم زېږون ځنډېدلی وي او سخت حالت یې تېر کړی وي، له رواني پلوه اغېزمنېږي.
هغه وايي، له ولادت وروسته ښځو سره باید د یو څه مودې لپاره د کور په کارونو او د ماشوم په سمبالولو کې مرسته وشي او د لازم استراحت لپاره وخت ورکړل شي.
ډاکټران وايي، ښځې باید له زېږون مخکې په دې اړه پوهاوی ولري او ذهنا چمتو وي، چې له زېږون وروسته یې وجود کې هورموني بدلونونه رامنځته کېږي او دا یوه عادي چاره ده.
دوی همدا راز وايي، ښځې باید د میندوارۍ پر مهال خپلو نږدې ملګرو او هغو کسانو سره خبرې وکړي چې په دې اړه مالومات لري او پوهېږي.
میندې باید څه وکړي؟
له زېږون وروسته د ښځو په بدن کې د هورموني بدلونونو د اغېز د کموالي لپاره باید ښځې خپل خوراکي رژیم ته پام وکړي.
ډاکټران وايي، د میوې او سبزیجاتو په ګډون هغه خواړه باید وخوري چې ویټامین ډي او وسپنه ولري. هغه خواړه کم کړي چې ډېر غوړ او خواږه لري.
د لمر رڼا او د تازه هوا تنفس کول ډېره ګټه لري. ډاکتران سپارښتنه کوي، هغه ښځې چې ماشوم یې زېږولی وي باید په ورځ کې یو ځل د لمر رڼا ته ووځي او تازه هوا تنفس کړي.
د دوی په وینا، یوګا ورزش هم له زېږون وروسته د ښځو د ذهني او رواني حالت په ښه کولو کې مرسته کولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
آغلې بیاباني همدا راز ټینګار کوي، چې د ماشوم له زېږون وروسته دې میندې باید خپل ماشوم د دې پر ځای چې کټ کې یې واچوي په ورځ کې څو ځله پر خپله سینه واچوي، ځکه چې دا کار د مور په وجود کې د اکسي توسین هورمون چې د خوشالۍ هورمون په نامه یادېږي رامنځته کوي او مور ته د ارامښت او خوشالۍ حس ورکوي.
"د ښځو په اړه قضاوت مه کوئ غوږ ورته کېږدئ"

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټران وايي، له زېږون وروسته ډېرې ښځې ځکه له رواني پلوه ډېرې اغېزمنېږي چې، د کورنۍ د غړو له خوا له پامه غورځول کېږي او دې پر ځای چې د رواني حالت په ښه کولو کې ورسره مرسته وکړي، په اړه یې قضاوت کېږي.
روغتیا پاله ډیوه بیاباني وايي: "که له زېږون وروسته ښځې د خپلې ناروغۍ په اړه شکایت وکړي کورنۍ یې د دې پر ځای چې مرسته ورسره وکړي او خبرې یې واوري پیغورونه ورکوي او ورته وايي، چې دا خو عادي خبره ده او هره ښځه ماشوم زېږوي. دا خبرې د ښځې پر رواني حالت لا منفي اغیز کوي."








