د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې له پلوه د افغانستان وضعيت "خرابېدونکی" بلل شوی

روغتون

د عکس سرچینه، Getty Images

په یوه تازه څېړنیز رپوټ کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د افغانستان وضعیت لا خرابېدونکی بلل شوی دی.

د فرانس-پرېس خبري اژانس دې راپور کې لوی لامل اړینو روغتیايي استانتیاو ته د لاسرسي نشتوالی ښودل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان وياند سټېفن ډوچارېک د روانې مياشتې په پیل کې وويل، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د زېږون پر مهال په کې د ميندو د مړينې کچه لوړه ده. د هغه په خبره په دغه هېواد کې د په هرو دوه ساعتونو کې يوه مور پر زېږون مړه کېږي.

په افغانستان کې د ناروې د غير انتفاعي کمېټې مشر تراجاواټر ډال ويلي وو، دوی د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې په هرو ۱۰۰ زرو زيږونونو کې د پنځه زره ميندو د مړينې شاهدان دي.

هغه زياته کړې وه، نران خپلې ميندوارې مېرمنې تر روغتيايي مرکزونو په اوږو ګرځوي چې ځينې وختونه يې مېرمنې د لارې په کږلېچونو کې ژوند له لاسه ورکوي.

پر افغانستان د طالبانو له بيا ځل واکمنۍ وړاندې ځينې وختونه ميندوارې مېرمنې اړ وې چې تر روغتيايي مرکزونو رسېدو پورې د جګړې له لومړيو کرښو تېرې شي خو دمګړۍ له هېواده د متخصصیو کدرونو د تېښتې په څېرېنوې ننګونې راپیدا شوې دي.

د زبيدې په نامه يوه مېرمن چې د خوست له يوې کليوالې سيمې د زېږون لپاره د دغه ولايت يوه زېږنتون ته تللې وايي، "وېرېده چې په کور کې زېږون به دې او يا يې ماشوم ته زيان ورسوي" خو ټولې ميندوارې مېرمنې روغتون ته د رسېدو چانس نه لري.

روغتون

په خوست ولايت کې د بې پولې ډاکترانو ادارې د قابلو برخې مشره وايي، ځينې وختونه داسې هم کېږي چې ميندو په کور کې زېږون کړی وي او د ځان ژغورلو لپاره دوی ته مراجعه کوي.

زېږنتون ته د راتلونکو مېرمنو په ډله کې داسې ميندې هم شته چې د ميندوارۍ پر مهال يې هېڅ ډول معاينه نه وي کړې چې له امله يې ځينې وختونه زېږون ډېر پېچلی او ګواښوونکی وي.

د فرانسې خبري اژانس په خبره له پرلپسې هڅو سربېره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکو په دې تړاو ورسره خبرې نه دي کړې.

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې چې په ۲۰۱۷ کال کې خپرې شوې، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زيږونونو پر مهال ۶۳۸ ميندې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې په امريکا کې د ورته شمېر زيږونونو کې ۱۹ ميندې مري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې ښځې له عام ژوند څخه محرومې شوې دي او زدکړو ته لاسرسی يې محدود شوی دی. دا چاره په داسې يوه ټولنه کې چې ډېری کورنۍ يې نارينه ډاکترانو له خوا د ښځينه وو له معاينه کولو ډډه کوي په طبي برخه کې د ښځو راتلونکی ګواښي.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو مديره وايي، د ميندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی د يوې مېرمنې لپاره له پخوا چې پېچلې چاره وه خو اوس وختونو کې نوره پېچلې ده.

په روغتيایي برخه کې د يوه نادولتي سازمان د همغږۍ برخې کارکوونکې نور خانم احمدزۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، هغه مېرمنې چې په دولتي زېږنتونونو کې زېږون کوي اړ دي چې د اړتيا وړ درمل له بازار وپېري چې له امله يې ډېري مېرمنې د پيسو نه لرلو له امله غوره ګڼي د زېږنتون پر ځای کور کې زېږون وکړي.

د اټکل له مخې ۴۰ سلنه افغان ميندې په کور کې زېږون کوي خو په کليوالو سيمو کې دا شمېر ۸۰ سلنې ته رسېږي.