ولې ځینو خوړو ته ډېر لېواله یوو؟

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خوړو ته سخته لېوالتیا، د ستړیا او فشار نښې په ګوته کوي

کله چې تاسو ځانګړي خواړه غواړئ، ښايي دا د دې نښه وي چې ستاسو بدن هڅه کوي ستاسو د روغتیايي حالت په اړه خبرداری درکړي.

هر ډول خوړو ته اشتها ښايي هر وخت او هر ځای تاسو ته پیدا شي. غرمه مهال د بیسکېټ خوړلو او یا ماښام مهال مو زړه ایسکریم خوړلو ته وشي. هېڅوک نه پوهېږي چې دا خواړه به کله ور ورسېږي.

بېلابېلو خوړو ته لیوالتیا ښايي زموږ د ژوند ځینې برخې بدلولو او ښه کولو اړتیا په ګوته کړي، د بېلګې په توګه د خوړو رژیم یا هم روغتیا ساتنې په وختونو کې، په دې اړه مو د خوړو کارپوه سېجال یاکوب خبرې را اخیستي.

خوړو ته سخته لېوالتیا، د ستړیا او فشار نښې په ګوته کوي

سېجال وايي '' کله چې کومو ځانګړو خوړو ته سخته لېوالتیا پیدا کوئ، که هغه خواږه وي یا چپس یا نور خواړه نو له خپله ځانه وپوښتئ چې لامل یې څه دی؟ خوړو ته لېوالتیا بېلابېل لاملونه لري، د بېلګې په توګه په وینه کې د شکرې اندازه، ستړیا او فشار، د خوب کموالی او یا په ښځو کې هورموني بدلونونه ''.

سېجال دغه راز وايي ''په یو شمېر کسانو کې بې خوبي هم ځینو خوړو ته د سختې لېوالتیا لامل کېږي، بې خوبي د لوږې هورمونو په فعالولو سره زموږ پر بدن اغېز کوي ''.

''کله چې کافي اندازه نه ویده کېږئ ستاسو بدن ډېر ګرلین هورمون تولیدوي، دغه هورمون په انسانانو کې د لوږې او اشتها احساس د زیاتېدو لامل کېږي. دغه راز د لپتین هورمون چې په بدن کې د مړښت احساس سبب کېږي راکمېږي. نو له دې کبله د لوږې احساس کوئ او د ورځې په اوږدو کې په چټکه توګه د انرژۍ جبران ته اړتیا وینئ، چې زیاتره وخت د تصفیه شویو کاربوهایدریتونو او خوږو په بڼه وي ''.

سېجاب همدا شان وايي زموږ بدن د ستړیا او وارخطایی پر مهال هم دغه شان خوړو ته سخته لېوالتیا پیدا کوي.

د نوموړي په وینا که سالم خوراکي رژيم موجود وي نو د دا شان خوړو هوس کوم ستونزه نه رامنځ ته کوي. ښايي تاسو ته معلومه نه شي خو کله کله دا تر ټولو ښه کار دی، د هغه څه هوس مو چې کړی نو نوش جان یې کړئ، پرته له دې چې د ګناه احساس وکړئ. کله چې ځینو ځانګړو خوړو ته اشتها پیدا او بیا وخوړل شي، نو لږ لیدل کېږي چې هغه خواړه زیات وخوړل شي.

''په یاد مو وي هر څه چې خورئ په پوره پام او هوښیارتیا سره یې وخورئ، له خوړولو یې خوند واخلئ. که د دغو کوچنیو غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړئ، نو هغه لا زیاتېږي او ښايي یو وخت یې ډېر وخورئ. هڅه وکړئ پر خپلو دغه شان هوسونو لنډمهاله سرپوښ کېنږدئ، که مو خوږو ته زړه وشو، ویې خورئ او له هرې زرې یې خوند واخلئ او هېڅ اندېښنه مه کوئ ''.

خو که دا شان هوسونو ژر ژر او ډېر تاسو ته پېښېږي، نو ښايي ستونزې رامنځ ته کړي.

ستاسو د خوړو رژیم د اشتها او لېوالتیا د ډېرېدو لامل کېږي

د ایټالیا د خوړو رژیم بنسټ ویاند وايي ''د اوږده مهال لپاره د یو ډول خوړو خوړل د دغه راز خوړو د غوره بلل کېدو لامل کېږي، هغه که خواږه یا چاکلېټ وي یا هم کېک او نور څه، نو ځکه له سالمو خوړو لږ خوند اخلئ ''.

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، داسې اټکل دی چې له ۵۰ تر ۹۰ سلنه مېرمنې د مېندوارۍ پر مهال ځینو ځانګړو خوړو ته سخته اشتها پیدا کوي.

دغه راز که د نورو ناسالمو خوراکونو د خوړلو عادت لرئ، نو د سختې اشتها او خوراکونو ته د هوس لامل کېږي. د دغې ټولنې د تغذیې برخې کارپوه وايي، ''که په دوامداره توګه له ځینو خوړو پرهېز وکړئ او یا هم یوازې تیار خواړه وخورئ، نو ستاسو په وجود کې ځینو خوراکونو ته ډېره لېوالتیا پیدا کېږي .''

دا چې ستاسو په د وینې شکرې اندازه ښکته پورته کېږي. نو په ناببره توګه د شکرې اندازې ښکته او پورته کېدلو پر مهال تاسو د خوږو خوړو ته شدیده اشتها پیدا کوئ. ځکه بدن غواړي د قند شکرې اندازه ثابته وساتي، په اصل کې تاسو خپل بدن د شکرې له لوړې اندازې سره عادت کوئ، نو ځکه وجود غواړي دغه اندازه تل لوړه وساتي.

د میندوارۍ پر مهال لاهم ځینې ناسم باورونه شته

داسې اټکل دی چې له ۵۰ تر ۹۰ سلنه مېرمنې د ميندوارۍ پر مهال ځینو ځانګړو خوړو ته سخته اشتها پیدا کوي. ولې داسې ده؟

سېجال وايي، ''اصلي خبر دا ده چې موږ دقیقأ نه پوهېږو چې د ميندوارۍ پر مهال ولې ځینې میندې ځانګړو خوړو خوراک ته لېوالتیا پیدا کوي. خو ډېر احتمال دا دی چې د ښځو د هورموني او فزیولوژیکي بدلونونو له امله ځینو خوړو ته لېوالتیا ډېرېږي، خو ښايي دا ځینو موادو د کمښت له امله هم وي، نو ځکه ميندوارې ښځې یې د خوراک هوس کوي ''.

ځینې وخت لېدل کېږي چې د ميندوارۍ په لومړیو دریو میاشتو کې مېرمنې ځینې غیرخوارکي شیانو خوړولو ته مخه کوي، د بېلګې په توګه خاوره یا ګچ او خټه. د دې خبرې لامل لا هم نه دی په ډاګه شوی، خو باور دا دی چې دا د ميندوارۍ پر مهال د اوسپنې کمښت له امله رامنځ ته کېږي. خو په دا شان حالت کې باید حتما له ډاکټر سره مشوره وشي.

سېجال وايي ''د تغذیې د یوه کارپوه په توګه که یو څوک چاکلېټو ته اشتها لري او زه ورته ووایم ''نه ښه به وي چې پر ځای یې مېوه وخورې '' دا کار کومه پایله نه لري، ځکه یو څوک چې څه ته یې زړه کېږي غواړي هماغه وخوري.

خو ښه خبر دا ده چې هر وخت دغه شان غوښتنو ته تسلیم نه شئ، ځکه ستاسو د وینې د شکرې پر اندازې بده اغېزه کوي.