چرګ او وریجې: د سنګاپور دا مشهور خواړه ولې ګرانېږي؟

A plate of chicken rice.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سنګاپور مشهور خوراک چرګ او وریجې
    • Author, انابیل لیانګ او ډیریک کای
    • دنده, بي بي سي

رېچل چونګ له چرګ او وریجو سره دومره مینه لري چې اوونۍ کې یې درې ځله خوري. نوموړې وايي: "دا زما د خوړو په لېست کې لومړي ځای کې دی. په اسانۍ موندل کېږي او خوند راکوي. "

اه کيټ خوړنځای کې چې دا تل ورځي یو خوراک چرګ او وریجې په څلور امریکايي ډالره دي.

د ډېرو سنګاپوریانو لپاره سپینې وريجې او د پاسه پرې تنور کې پوخ شوی چرګ د خوښې خواړه دي. دې خوړو ته ډېر کله د سنګاپور د ملي خوړو په سترګه کتل کېږي.

د سړک سر یو خوړنځي څښتن راته وویل: "زه سنګاپور پرته د چرګ او ورېجو له خوړو نه شم انځورولای، داسې ده لکه نیویارک چې پرته له پېزې وي." خو د ډېرو د خوښې دا خواړه ښايي ژر په بازار کې کم یافته او ګران بیه شي.

لامل یې دا دی چې د چرګ غوښې واردات له ځنډ سره مخ دي.

Rachel Chong
د عکس تشریح، رېچل چونګ وايي، له چرګ او وریجو سره مینه لري.

داسې حال کې چې په نړیواله کچه د خوړو بیې په لوړېدو دي ځینې اسیايي هېوادونو پر صادراتو محدودیتونه لګولي چې کوردننه خواړه کم نه شي. دا اوونۍ مالېزیا د چرګ غوښې پر صادراتو محدودیت ولګاوه.

له دې وړاندې هند د غنمو او بورې پر صادرولو بندیز لګولی و، اندونېزیا هم د نخل له ونې پر تولید شويو غوړو بندیز ولګاوه چې کور دننه د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.

دغو ګامونو هغو هېوادونو کې د خوړو بیو د زیاتېدو اندېښنې لا زیاتې کړي چې تر ډېره پر وارداتي توکو تکیه کوي. سنګاپور لپاره چې له ۹۰ سلنې زیات خوراکي توکي یې له بهره واردېږي دا تر نورو ډېر د اندېښنې وړ ده.

دغه هېواد د چرګ غوښې درېیمه برخه له مالېزیا واردوي.

د سنګاپور لومړي وزیر لي سېن لونګ په دې اړه وویل: "دا ځل د چرګ غوښه ده، ورپسې به کوم بل څه وي. موږ باید هر ډول حالت ته چمتو واوسو."

د چېکن رایس یا چرګ او وریجو غذا کې کارېدونکي چرګان ژوندي له مالېزیا سنګاپور ته واردېږي چې هلته بیا حلالېږي. اوس مالېزیا ویلي چې د چرګ پر صادراتو به بندیز تر هغه وخته وي چې کوردننه بیې کنترول او ثابتې شي.

لېم وې کېټ چې د آه کيټ چېکن رایس هټۍ څښتن دی وايي پلان نه لري چې د دې خوړو بیه لوړه کړي، سربېره پر دې چې ده ته اوس توکي ۲۰ سلنه لوړ پرېوځي.

دي وايي: "موږ نه غواړو چې بیې لوړې کړو ځکه چې کېدلی شي پېرېدونکي مو کم شي. تمه مو دا ده چې تر یوې میاشتې پرته د بیو له لوړولو فعالیت کولی شو، که بندیزونه بیا هم په خپل ځای وو نو بیا ښايي په یوه خوراک ۵۰ پنسه بیه لوړه کړو."

خو دی اندېښمن دی چې کېدای شي راتلونکو ورځو کې د چرګ غوښې له کمښت سره مخ شي.

کله چې هېوادونو د خوړو پر صادراتو یا وارداتو بندیزونه لګوي نو اغېز یې د خوړو د تولید او لېږد په ټولو شرکتونو پرېوځي. د اقتصاد پروفیسور پال ټېنګ وايي "ځینې تولیدوونکي شرکتونه د پایښت او د خپل کاروبار راتلونکي په اړه اندېښمن دي. "

حمید بن بوانګ وايي، د محدودیتونو لېرې کېدو تر مهاله به یې هټۍ تړلې وي.

دی زیاتوي: "که هټۍ چېرته د توکو بیې لوړې کړي نو کېدای شي له امله یې پېرېدونکي کم شي."

ښاغلی ټېنګ وايي انفلاسیون یا د پیسو پړسوب به په نړیواله کچه اوکرايين کې د جګړې له امله نور هم لوړ شي.

همدا هم یو لامل دی چې د سنګاپور او بریتانیا په څېر هېوادونو کې چې د چرګ غوښه په کې ډېره کارېږي - بیې یې خورا لوړې شوي. نورو اسیايو هېوادونو کې هند د غنمو توکو پر صادراتو بندیز لګولی او د بورې صادرات یې تر لس مېلیون ټنو محدود کړي.