الوتکو کې خواړه

د ویډیو تشریح، الوتکو کې خواړه

ساټس د خوړو چمتو کولو یو داسې شرکت دی چې هره ورځ د الوتکو ۲۵۰ زره مساپرو ته خواړه چمتو کوي.

دا خواړه بیا ۱۳ هېوادونو کې ۴۶ بېلا بېلو هوايي ډګرونو ته استول کېږي.

دغه شرکت اوس د اسیا ځینې وتلي او تکړه اشپزان په دندې ګومارلي چې مساپرو ته خوندور خواړه چمتو کړي.

د ساټس شرکت پلان لري چې هر کال ۹۰ میليونه ډالر په پر مختللې ټنکالوژۍ او روباټونو یې لګوي تر څو د دې شرکت کار لا نور ښه شي.