میندوارو ښځو ته سپارښتنه شوې چې په اړخ څملي

د عکس سرچینه، Getty Images
میندوارو ښځو ته سپارښتنه شوې چې د ماشوم د مړ پیدا کېدو (ضایع کېدو) د مخنیوي په خاطر د میندوارۍ په وروستیو درېوو میاشتو کې په یو او بل اړخ څملي.
دا سپارښتنه په برتانیا کې پر ۱۰۰۰ میندوارو ښځو له څېړنې وروسته شوې او ویل شوي چې د هغو میندو د ماشومانو د مړینې خطر دوه برابره ډېرېږي چې د میندوارۍ په وروستیو درېوو میاشتو کې ستوني ستغ څملي.
په څېړنه کې موندل شوې چې د ۲۹۱ میندوارو ښځو ماشومان مړه زېږیدلي او د ۷۳۵ هغو ښځو چې دې ټکې ته یې پام کړی دی ماشومان ژوندي زېږیدلي دي.
څېړونکي وايي دا مهمه ده چې میندوارې ښځې په کوم ډول ویده کېږي.
په برتانیا کې په هرو ۲۲۵ ماشومانو کې یو ماشوم مړ پیدا کېږي. څېړونکي وايي که میندوارې ښځې د میندوارۍ په وروستیو درېوو میاشتو کې په یوه یا بل اړخ خوب وکړي نو له دې سره به ۱۳۰ ماشومان چې اوس له دې امله مړه پیدا کېږي، ژوندي وزيږېږي.
آیا په ستوني ستغ له خوبه پاڅېدل کومه ستونزه رامنځ ته کوي؟
په مانچسټر کې د نویو زېږېدونکو ماشومانو په هکله د څېړنیز مرکز مشر او د سینټ میریز روغتون ډاکټر پروفیسور الکسنډر هیزل چې د ترسره شوې څېړنې مشري یې هم کړې ده سپارښتنه کوي چې مینداورې ښځې باید هر کله که د ورځې وي او یا د شپې د خوب کولو لپاره په یو یا بل اړخ څملي.

د عکس سرچینه، Getty Images
الکسنډر هيزل وايي"هغه څه چې زه نه غواړم چې میندوارې ښځې ورته پام وکړې دا دي چې باید له خوبه ستوني ستغ پا نه څي. موږ په څېړنه کې له میندوارو ښځو په ځانګړې توګه دا پوښتنه وکړه چې کله خوب کول غواړي په کوم ډول ویده کېږي؟ دا په دې خاطر مهمه ده چې د خوب پرمهال یو انسان د ویښې پرتله ډېر وخت په یو حالت کې تېروي."
په یو او بل اړخ د څملاستو لپاره لارښوونې:
- په یوه اړخ د څملاستو پرمهال خپل شاته یو یا څو بالښتونه کېږدئ چې په اړخ په ویده کېدو کې درسره مرسته وکړي.
- که د شپې خوب پرمهال ویښېږئ، دا باوري کړئ چې ستوني ستغ خو ویده نه یاست او بېرته ویده شئ.
- که د ورځې په اوږدو کې ویده کېږئ، دا باوري کړئ چې په یو یا بل اړخ ویده شئ.
- که د شپې خوب پرمهال ستوني ستغ له خوب راویښ شوئ، اندېښنه مه کوي بېرته په یو یا بل اړخ ویده شئ.
- که تاسو په ښي یا چپ اړخ ویده کېږئ، ماشوم مو له کوم خطر سره نه وي مخامخ.
په ترسره شوې څېړنه کې څېړونکو دا نه دي ویلي چې د مړه ماشومانو د پیدا کېدو ګراف لوړ شوی خو شمېرې ښيي چې کله یوه میندواره ښځه د میندوارۍ په وروستیو درېوو میاشتو کې ستوني ستغ څملي د ماشوم وزن د وینې پر رګونو فشار اچوي چې له دې سره کېدای شي ماشوم ته د وینې او اکسیجن جریان پرې شي او ماشوم د مور په نس کې ومري.










