نوی لارښود: میندوارو ښځو کې د پري اکلامپسیا خطرناکه ناروغي د ویني په معاینې تشخیصېدای شي

میندواره میرمن

په انګلستان کې یو نوی لارښود وايي میندوارۍ کې ښځو ته د یوې خطرناکې ناروغۍ چې Pre-eclamsia (پري اکلامپسیا) نومېږي مخنیوی د وینې یوه ساده معاینه کولی شي.

لارښود وايي د میندوارۍ په موده کې چې شپږ سلنه ښځې ترې اغېزمنې کېږي د دغې ناروغۍ وختي پېژندنه د ډېرو میندو ژوند ژغورلی شي.

د آزموینې له ترسره کولو سره د هغو برخو روغوالی کتل کېږي چې د مور په نس کې ماشوم ته ګټور مواد او آکسیجن رسوي.

ډاکټران وايي دا ناورغي په میندوارو میرمنو کې د میندوارۍ په دویمه نیمايي یا له شلمې اونۍ او یا هم د ماشوم له زېږېدو سمدستي وروسته پیدا کېږي.

د دې ناورغۍ لویې نښې نښانې د وینې لوړ فشار او په تشو میتیازو کې د پروتین شتوالی دی.

خو کله کله نورې نښانې نښانې هم لري لکه سخته سر دردي، د سترګو د لېد ستونزې، کانګې، د پښتیو لاندې درد او د مخ او لاسونو ناڅاپي پړسوب.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې که میندوارې میرمنې دغه نښې نښانې ولري باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا هغه میندوارې میرمنې چې د شکرې ناروغي ولري، عمر یې له ۴۰ کالو پورته وي یا هم د کورنۍ بل غړی پري اکلامپسیا ناروغي ولري کېدای شي چې پر دې ناروغۍ اخته شي.

د دې ناورغۍ اصلي لامل نه دی معلوم خو ویل کېږي چې د مور په رحم کې د پلاسنتا د کڅوړې کومه ستونزه وي.

پلاسنتا هغه کڅوړه ده چې د مور او ماشوم د وینې سیستم له یو بل سره نښلوي.

روغتیايي کارپوهان وايي میندوارې میرمنې باید هره میاشت د ډاکټر لخوا معاینه شي او که د دې ناروغۍ نښې نښانې ولري باید علاج یې وکړي.