استرالیایۍ ''لسو ورځو کې دوه ځلې میندواره شوې''

دا ډول پېښې ډېرې کمیابې وي، چې یوه مېرمن دې د حمل پرمهال بیا میندواره شي

د عکس سرچینه، SEVEN NETWORK

د عکس تشریح، دا ډول پېښې ډېرې کمیابې وي، چې یوه مېرمن دې د حمل پرمهال بیا میندواره شي

یوه استرالیایۍ مېرمن وايي، وروسته تر هغه د لسو ورځو په توپیر یې دوه بچیان زیږولي، چې ډاکټرانو ورته ویلي وو، نور به یې هېڅکله بچی ونه شي.

کیټ هیل د هرمون ستونزه درلوده، ځکه چې په رحم کې یې د یوې ستونزې خبر ورکړل شوی و، داسې ستونزه چې ګني نور دې میندوارۍ ته نه هیله منده کېږي.

دا په ډېرو کمیابو پېښو کې ګڼل کېږي چې یوه مېرمن دې د میندوارۍ پرمهال دویم ځل هم میندواره شي.

د 'سیون نیټورک' په نامه استرالیایۍ مجلې ویلي ''غبرګونې چارلوټ او اولیویا دواړې تېرو لسو میاشتو کې زیږېدلې دي.''

اټکل دی چې په ګرده نړۍ کې دا ډول ایله ۱۰ پېښې رامنځ ته شوې دي، چې په طبي اصطلاح ورته ''د حمل د پاسه میندواري'' ورته وايي.

کېټ او پیټر هیل

د عکس سرچینه، SEVEN NETWORK

د عکس تشریح، کېټ او پیټر هیل خپلو دغو دوو بچیانو ته ډېر خوشحاله دي

د هيل ددغه حالت څارونکي ډاکټر براډ ارمسټرانګ ویلي ''د هیل دا حالت ډېر کمیابه دی''، چې په وینا یې ''په دې اړه لانورو معلوماتو ته انټرنېټ کې لټون ته اړ شوم.''

براډ وايي، په متخصصو طبي وېبپاڼو کې د دا ډول حالت په اړه هېڅ معلومات نه شته.''