پاکستان د میندوارۍ د مخنیوي درملو اعلانونه بند کړي

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان حکومت پر تلوېزیون ټول هغه اعلانونه بند کړي چې پکې د اولاد نه پیدا کولو یا د میندوارۍ د مخنیوي درمل اعلانېږي.
د پاکستان الکترونیکي رسنیو د کنټرول اداره (پیمیرا) وايي د دغو اعلانونو په اړه خلکو دوی ته شکایتونه کړي دي.
پاکستان یو محافظه کاره هېواد دی چې ورته اعلانونه مخکې هم پکې ډېر کم وو.
د نړیوال روغتیايي سازمان د معلوماتو پربنسټ، پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ماشومانو د زیږون کنټرول پکې نه شته.
تېر کال، د "جوش کانډم" په نامه اعلان بندیز ولګول شو او دا یو "غیر اخلاقي" کار وګڼل شو.
د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، د پاکستاني مېرمنو درېیمه برخه یې د زیږون کنټرول ته لاسرسی نه لري او ددغه هېواد څه باندې ۲۰۰ میلیون وګړي په کال کې دوه سلنه ډېرېدونکي دي.
"جوش کانډم" پاکستان کې د "ډي کې ټي انټرنېشنل" له خوا یو سوداګریز اعلان دی. "جوش کانډم" په امریکا کې یو غیر انتفاعي سازمان دی، چې په مخ پر ودې هېوادونو کې د "کورنۍ پلان" او اېچ آی وي/اېډز د مخنیوي لپاره کار کوي.




