پولنډ د کډوالو د پناه غوښتنې حق وځنډاوه

پولېنډ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د پولنډ لومړي وزیر ډونالد توسک له بېلاروس سره د خپل هېواد له پولو لېدنه کړې.

پولنډ په لنډمهالي ډول د هغو کډوالو د پناه غوښتنې حق ځنډولی چې د بیلاروس له لارې دغه هېواد ته ورځي.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالد توسک، دا اعلان له هغې وروسته وکړ چې د دغه هېواد ولسمشر هغه لانجمن قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې پولنډي چارواکي کولای شي د چا د پناه غوښتنې حق تر ۶۰ ورځو وځنډوي.

د پولنډ لومړي وزیر توسک ویلي وو چې دا قانون باید "بې له ځنډه" عملي شي، په همدې حال ولسمشر دودا ویل، د هېواد پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره ځینې بدلونونه اړین دي.

خو دا قانون د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ په ګډون د ځينو بشري حقونو ډلو له مخالفت سره مخامخ شوی دی، د بشري حقونو څار بنسټ ویلي " که دا قانون پلي شي اروپايي ټولنه باید د پولنډ پر وړاندې قانوني ګام واخلي.

د بشري حقونو فعالانو تېره میاشت د پولنډ له پارلمانه غوښتنه کړې وه چې "دا قانون باید رد شي" ځکه د دوی په ټکو چې دا ' له نړۍ او اروپايي ټولنې سره د پولنډ له کړو ژمنو سره په ټکر کې دی". همدار از اندیښنې دي چې دا کار کولای شي "د پولنډ او بیلاروس تر منځ غځېدلې پوله عملا بنده کړي."

دلته وار له مخې شکایتونه شوي چې ځینې پولنډي چارواکي ناقانونه او سخت چلندونه کوي.

د پولنډ حکومت ویلي، دا بندیز به یوازې د لنډ مهال لپاره پر هغو کسانو عملي شي چې امنیت ته ګواښ پېښوي، دوی د بېلګې په ډول هغو لویو ډلو ته اشاره کړې چې کله نا کله په ښکاره ډول له قانونه سرغړونه کوي او له پولې په ناقانونه توګه تېرېږي.

د پولنډ حکومت ویلي یتیم ماشومان، مېندواره مېرمنې، زاړه یا ناروغ کسان، په همدې ډول هغه کسان چې بېرته استول یې ننګوونک وي له دې قانونه معاف او مستثنا بلل شوي دي.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک د بشري حقونو د ډلو انتقادونه رد کړي او په غبرګون کې یې ویلي، "هیڅوک د بشري حقونو یا د پناه اخیستنې له حقه د سرغړونې خبره نه کوي، موږ یوازې د هغو کسانو د پناه غوښتنو د نه منلو خبره کوو، چې په ناقانونه توګه، د لوکاشینکو په تنظیم شویو ډلو کې راځي."

اروپا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د بشري حقونو ادارې د پولنډ دغه نوي ګام اندیښمنې کړې دي.

له ۲۰۲۱م کال راهیسې، پولنډ، لېتوانیا، لاتویا او فنلنډ ته د بیلاروس او روسیې له لارې د ناقانونه کډوالو د تګ شمېر په بې ‌ساري ډول ډېر شوی دی.

په دې لړ کې پولنډ زرګونه امنیتي سرتیري او پوله ساتي ځواکونه د بېلاروس پولې ته استولي دي، او همدارنګه یې د ۱۸۶ کیلومتره په اوږدوالي، پنځه نیم متره لوړ فولادي دیوال جوړ کړی، له دې کبله وخت نا وخته زرګونه کډوال په دې دیوال کې بند پاتې شوي دي.

د بشري حقونو ډلې اټکل کوي چې له ۲۰۲۱ راهیسې د بیلاروس، پولنډ، لېتوانیا او لاتویا ترمنځ په غځیدلو پولو کې له سلو څخه زیات کسان مړه شوي دي.

د اروپايي ټولنو یو شمېر هېوادونه او د اروپايي کمېسیون چارواکي تور لګوي چې د بیلاروس او روسیې حکومتونه کډوال د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې د اروپايي ټولنې لپاره د کډوالو نوې لاره پرانېستي وساتي او د دوی اتحاد بې‌ ثباته کړي.