د ټرمپ کړنلار: د ناقانونه کډوالو پناه غوښتنه نه اورېدل کېږي او له امریکا به ایستل کېږي

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ پر دوشنبه د کډوالۍ بهیرونه لغوه کړل

د سپینې ماڼۍ د نوې ویاندې کارولین لیویت په وینا، د ټرمپ د ادارې په لومړیو ۳۳ ساعتونو کې نږدې ۵۰۰ بې اسنادو کډوال نیول شوي دي.

لیویت له محافظه کارې رسنۍ نیوز مکس سره په خبرو کې ویلي " پوله ساتي ځواکونه، د ګمرک او کډوالو ادارې سم لاسي لاس په کار شوي چې له هیواده مجرمان او ناقانونه کسان وباسي."

امریکا کې د کډوالۍ د بهیرونو لغوه کېدو په تړاو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې کړنلار امر کوي هغوی چې امریکا ته ناقانونه توګه ورځي د پناه غوښتنې حق به ونه لري او له دغه هیواده به په زوره ایستل کېږي.

د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي ایس ته دوه پوله ساتو افسرانو ویلي، د ولسمشر ټرمپ د نوي اجرایوي فرمان له مخې ناقانونه کډوال به د کډوالۍ لپاره قاضیانو او د پناه غوښتنې ادارو افسرانو ته لاس رسی ونه لري.

دا امر په کوردننه او نړیواله کچه د امریکا هغه ژمنې ننګوي، چې هغه وګړي چې له ربړونو او شکنجو تښتي باید خوندیتوب ورکړل شي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ ته له بیا ورتګ سره د خپلې کارې ورځ لومړیو شېبو کې د کډوالۍ اړوند یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ. د هغه د کار پر دویمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته داسې یو لارښود واستول شو چې امریکا ته د ټولو کډوالو ورتګ لغوه کوي.

ډونلډ ټرمپ د کډوالو د مخنیوي کړنلار د هغو قانوني تګلارو برخه ګڼي چې ولسمشرانو ته د دې واک په لاس ورکوي چې امریکا ته د هغو کسانو د ورتګ مخنیوی دې وکړي چې هیواد ته زیان اړوونکي وي. د هغه دلیل دا دی چې امریکا په دومره شمېر کې د کډوالو منلو ته تیاره نه ده.

د کډوالو د حقونو ادارې وايي، دې ګام سره امریکا له هغو ژمنو شا ته کېږي چې د خلکو د خوندبتول لپاره یې کړي.

کلیفورنیا کې مېشت د کډوالو د تګلارو د مرکز اجرایوي مشر مسیح فولادي بي بي سي ته وویل " دا د ټرمپ د زاړه کتاب لوبه ده او له هغو خلکو سره یو شیطاني عمل دی چې د خوندیتوب او پناه غوښتنې په لټه کې دي او موږ له هغوی سره د یوه هیواد په توګه ژمنه کړې."

ښاغلي فولادي وویل د هغو ۱۵۰۰۰ افغانانو الوتنې هم لغوه شوي چې امریکا ته د راتګ حق یې درلوده " دا هغه خلک دي کله چې موږ شل کاله وړاندې افغانستان ته لاړو، موږ ورسره ژمنه کړې وه چې امنیت به مو ساتو او که اړتیا شوه خوندي کور به درکوو."

هند وايي تیار دی په امریکا کې ناقانونه هندي کډوال بېرته خپل هیواد ته ستانه کړي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجرایوي فرمان وروسته چې له مخې به یې میلیونونه ناقانونه کډوال له امریکا وشړل شي هند ویلي د خپلو هغو وګړو بېرته ستنولو ته تیار دی چې امریکا کې له قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر چې د چهارشنبې پر ورځ یې له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره له لیدنې وروسته واشنګټن کې له خبریالانو سره غږېده وویل "ما ځینې شمېرې لیدلي، زه تاسو ته په زغره ده وایم چې دا شمېرې زموږ لپاره مهمې دي چې معلومه شي هندي وګړي دي." هغه وویل غواړي په نړیواله کچه د هنديانو وړتیاوې وګوري خو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي ملاتړ کوي.

امریکا هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره

د پيو په نوم یوه څېړنیزه اداره وايي، په امریکا کې د ناقانونه کډوالو یو پر دریمه برخه هندیان دي. هغوی چې د نوې کړنلارې له پلې کېدا سره هند ته ولېږل شي ارزونه یې روانه ده.

داسې رپوټونه دي چې د هند حکومت د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره په ګډه کار کوي چې هغه ۱۸۰۰۰ هندیان خپل هیواد ته ستانه کړي چې په امریکا کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.