بریتانیا کې نژدې ۴۲۰۰۰ پناه غوښتونکي د خپلو قضیو بیا کتنې ته په تمه دي

 دا انځور د جنورۍ پر ۱۷ اخیستل شوی چې ښيي کډوال په انګریز تنګي برتانیا ته په کښتۍ کې اوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا انځور د جنورۍ پر ۱۷ اخیستل شوی چې ښيي کډوال په انګریز تنګي برتانیا ته په کښتۍ کې اوړي.

په بریتانیا کې رسمي شمېرې ښيي، د هغو کسانو شمېر نژدې ۴۲ زرو ته رسېږي چې د کورنیو چارو وزارت یې د پناه غوښتنې رد کړي او دوی د خپلو قضیو بیا کتنې ته په تمه دي.

د کډوالو شورا وايي، دا شمېر په تېرو دوو کلونو کې پنځه وارې لوړ شوی او حکومت د دغو کسانو له یوه ځایه بل ته په لېږد کې له یوه ناوریني حالت سره مخ دی.

شاوخوا ۴۰ زره کډوال دا مهال په هوټلونو کې ځای پرځای شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په لومړي ګام کې د پرېکړو ترلاسه کونکو شمېر یې د پخوا پرتله دوه ځل لوړ کړی او د محکمو بهیر لپاره یې هم بودیجه زیاته کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، حکومت په پام کې لري چې ورو ورو په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو د مېشتېدو چاره پای ته ورسوي، او د هغوی د اوسېدو لپاره به " له اړتیا پرته لوړ لګښتونه" هم نور نه وي.

پخوا، هغه کډوال چې له غیر قانوني لارو بریتانیا ته رسېدلي وو، باید لس کاله انتظار وکړي چې د تابعیت غوښتنه یې وڅېړل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پخوا، هغه کډوال چې له غیر قانوني لارو بریتانیا ته رسېدلي وو، باید لس کاله انتظار وکړي چې د تابعیت غوښتنه یې وڅېړل شي.

د کډوالو شورا وايي، د محافظه کارو د تېرو حکومت پر مهال د قانوني تګلارو سختېدو له امله اوس مهال د ډېرو پناه غوښتونکو قضيې ردیږي، څه چې یې ژوند نور هم له سختیو سره مخامخوي.

د تېر یوه نیم کال راهیسې چې د طابیعت او پولو قانون تصویب شوی چې په هرو لسو افغانانو کې یوازې څلورو ته د پاتې کېدو فرصت ورکول کېږي. په تېر کې د نژدې ټولو افغانانو د پناه غوښتنې منل کېدلې.

هغوی چې قضيې یې رد شوي اوس به د بیا کتنې یا استناف غوښتنه کوي.

په هوټلونو کې د مېشتو پناه غوښتونکو لوی شمېر یې افغانان دي چې پر ناقانونه لارو وړو کښتیو کې تېرو دوو کلونو کې بریتانیا ته رسېدلي.

د کډوالو شورا اجرایوي مشر اینور سلمن وايي په پرېکړو کې باید انصاف وشي. " په لومړۍ پرېکړه کې دې دا تضمین شي چې کډوال په ټولنه کې خوندي چاپېریال سره د هېواد لر او بر یو ځای کېږي او هغوی چې بریتانیا کې د پاتې کېدو حق نه لري په درناوي دې واېستل شي."

دغه خیریه بنسټ وايي، هغوی چې قضیو ته یې د بیا کتنې غوښتنه کړې لا هم د اوسېدو لګښتونه به یې پرې کېږي او دا کال دا لګښت یو نیم میلیاردو پونډو ته رسېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي " د پناه غوښتنې هغه اډانه چې موږ ته په میراث پاتې ده، مناسبه او هدف لرونکې نه وه، همدا ده چې موږ په بېړه د پناه غوښتنې بهیر بېرته پیل کړ او قضيې یو لوري ته شي، څه چې راتلونکو دوو کلونو کې زموږ مالیه ورکونکو ۴ میلیارده پونډه سپما کېږي."

هغه زیاتوي" د زرګونو نورو پناه غوښتونکو د قضیو بشپړولو او یوې خوا ته کولو لپاره یې بودیجه ځانګړې کړې، چې دا بهیر نور هم ښه شي."

د بریتانیا عدلیې وزارت شمېرې ښیې چې د ۲۰۲۴ تر پایه محکمو ته د پناه غوښتنې ۴۱,۹۸۷ غوښتنلیکونه ورغلي او د خپلو قضیو د بیا غور غوښتنه یې کړې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۷۱۷۳ وو.

تېر کال د کډوالۍ پر قضیو د بیا کتنې غوښتنې یا (اپيل) کچه ۷۱ سلنه لوړه شوې ده.