بريتانيا ته د کډوالو اوښتو مرګونې پېښه؛ مړو کې يو دوه کلن ماشوم هم دی

د عکس سرچینه، PA Media
فرانسوي چارواکی وايي د يوه دوه کلن ماشوم په ګډون څلور کډوال بريتانيا د اوښتو پر مهال انګرېز تنګي کې مړه شوي دي.
چارواکو وویل چې دوی "بېهوښه" موندل شوي او احتمال لري چې په دوو جلا کښتیو کې چې ماشینونو یې کار پرېښی "دوی تر پښو لاندې شوي او مړه شوي وي".
په مړو شویو کې یو ماشوم هم دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو رټایو دا يوه "وحشتناکه تراژيدي" بللې او علت يې "انساني قاچاقبران" ياد کړي دي.
د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې د ناقانونه کډوالو دوو کښتيو چې د بريتانيا پر لور حرکت کړی و د مرستې غوښتنه کړې وه چې ژغورونکو له يوې کښتۍ د همغه ماشوم په ګډون ۱۵ تنه ايستلي وو.
يو ټپي کډوال بيا د چورلکۍ په واسطه فرانسه کې روغتون ته وړل شوی او پاتې کسانو په کښتۍ کې خپل سفر ته دوام ورکړی و.
ښاغلي رتايو پر اېکس پوه پوسټ کې لیکلي، "زموږ حکومت د دې مافيايي ډلو پر وړاندې چې له دغو لارو بډايه کېږي مبارزه ګړندۍ کړې ده."
د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې ايوټ کوپر هم پر اېکس پوه پوسټ کې دا يوه "بوږنوونکې" پېښه بللې او ليکلي يې دي، د قاچاقبرو جنايتکارې ډلې همداسې د دې خطرناکو کښتيو تېرېدل تنظيموي."
نوموړې زیاته کړې، "دا ډلې پروا نه لري چې خلک مري او که ژوندي پاتې کېږي، دا د انسانانو له ژوند سره ناوړه سوداګري ده."

د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې ويلي، له خپل فرانسوي سيال سره يې د اوو سترو صنعتي هېوادونو په ناسته کې د دې مسئلې په اړه خبرې کړې.
د تېرې سې شنبې په ورځ د فرانسې لومړي وزير مېشل بارني وويل چې فرانسه د ګډوالۍ سختې پاليسۍ ته اړتيا لري.
نوموړي وويل، له قاچاقبرانو سره به سخت چلند وکړي، "دوی له بدبختۍ او نهيلۍ ناوړه ګټه پورته کوي" او غيرقانوني کډوال هڅوي چې له تنګي او مديترانې تېر شي.
د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر هم وړاندې ويلي وو چې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې چې له انګرېز تنګي غير قانوني تېرېدنو ته لار هواروي د مبارزې لپاره "بشپړ هوډ" لري.
د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت شمېرې ښيي چې د اکټوبر پر څلورمه نېټه ۳۹۵ تنه کډوال او د سپټمبر پر ۲۹ نېټه ۵۹ کډوال د وړو کښتيو له لارې بريتانيا ته اوښتي دي.
د روان ۲۰۲۴ کال له پيل راهيسې د سپټمبر تر ۱۵ نېټې پورې له انګرېز تنګي له ۲۳ زره ډېر کډوال تېر شوي دي.
د ملګرو ملتونو اړوند د کډوال نړيوال سازمان په وینا له ۲۰۱۸ کاله د ۲۰۲۴ تر سپټمبر پورې ۱۹۴ کډوال له انګرېز تنګې د تېرېدو پر مهال مړه شوي دي.











