د افغان کډوالو د ربړونې او ځورونې کيسې

د ویډیو تشریح، د افغان کډوالو د ربړونې او ځورونې کيسې

د بي بي سي يوې پلټنې سپړلې، چې افغان کډوال له اوږدو راهيسې د ايران او ترکیې ترمنځ د پولو سيمه کې د فديې يا پیسو لپاره تښتول کېږي او ربړول کېږي.

د تښتول شوو کسانو ويډيوګانې يې بوږنېدلو کورنيو ته استول کېږي، او د خوشي کولو لپاره يې د خورا ډېرو پيسو غوښتنې او ګواښونه ورته کېږي.

د بي بي سي خبريال سوران قرباني چې ۱۲ کاله مخکې له ايرانه بريتانيا ته قاچاق شوی و، د کړېدلو کسانو او د هغوی د کيسو څارلو کې مياشتې وخت تېر کړی او دا راپور یې چمتو کړی دی.