افغان کډوال د خوندي ژوند لپاره خطر ګالي

د ویډیو تشریح، افغان کډوال د خوندي ژوند لپاره خطر ګالي

یوه میاشت وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بیا واکمن شول، برازیل یو له هغو څو هېوادونو شو، چې له خطر سره مخ افغانانو ته یې دبشري وېزې ورکولو اعلان وکړ.

د ۲۰۲۲ کال تر ډیسمبر پورې شاوخوا ۴۰۰۰ افغانان دغه هېواد ته رسېدلي دي، خو یو شمېر نور بیا جنوبي امریکا ته د رسېدو لپاره په ناقانونه توګه له لسګونو هېواونو د تېرېدو هڅه کوي.

د افغانانو د یوې ډلې کیسه، چې امریکا ته د رسېدو لپاره له ۱۲ هېوادونو د ډېرو سختیو له ګاللو وروسته تېر شوي دی.