په کوچنیو کښتیو کې له ۹۰۰ ډېر کډوال په یوه ورځ کې بریتانیا ته رسېدلي

د عکس سرچینه، GARETH FULLER/PA WIR
بریتانوي چارواکي وايي، د انګلش چېنل له سمندري لارې دې هېواد ته پرون شنبه په کوچنیو کښتیو کې له نهه سوه زیات کډوال رسېدلي دي.
دا په روان کې کال کې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېر شمېر کډوال دي، چې له بریتانیا ته رسېږي.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا په ۱۷ کوچنیو کښتیو کې پرون ۹۷۳ تنه کډوال بریتانیا ته رسېدلي دي او له دې سره په روان کال کې له همدې لارې د ۵۰۳ کوچنیو کښتیو په وسیله ۲۶۶۱۲ کډوال بریتانیا ته رسېدلي دي.
پرون بریتانیا ته رسېدلي کسان پر داسې ورځ بریتانیا ته رسېدلي، چې فرانسوي چارواکو وویل د یوه دوه کلن ماشوم په ګډون څلور کسان هغه مهال مړه شول، چې له همدې سمندري لارې یې بریتانیا ته د رسېدو هڅه کوله.
له دې مخکې د بریتانیا کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي و، چې د انګلش چېنل له سمندري لارې یې په کوچنیو کښتیو کې د کډوالو تېرېدو مخنیوي کې پرمختګ کړی، چې د دوی په وینا '' (دانسانانو) ژوند ته یو خطر دی او زموږ د پولو امنیت ګواښي.''

د عکس سرچینه، GARETH FULLER/PA WIRE
له دې مخکې په یوه ورځ کې له دې لارې بریتانیا ته د رسېدلو کسانو تر ټولو لوی شمېر د همدې روان کال د جون پر اتلسمه ثبت شو، چې په یوه ورځ کې ۸۸۲ کسان بریتانیا ته ورسېدل.
په داسې حال کې چې د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو درېیو ورځو کې له دې لارې د چا راتګ نه دی ثبت شوی، د جمعې پر ورځ بیا ۳۹۵ کډوال له همدې لارې بریتانیا ته ورسېدل.
د سږ کال په اوږدو کې تر اوسه بریتانیا ته د رسېدلو کسانو شمېر هم اوس د پروسږکال د همدې مودې پرتله زیات دی، چې ۲۵۳۳۰ کسان رسېدلي وو.
خو د وړم ۲۰۲۲ کال پرتله بیا دا شمېر لا هم خورا لږ دی، چې په همدې موده کې ۳۳۵۸۶ کډوال د انګلش چېنل له سمندري لارې بریتانیا ته رسېدلي وو.
له دې مخکې د شنبې پر ورځ فرانسوي چارواکو وویل، هغه څلور کسان مړه شوي، چې د انګلش چېنل له لارې یې د تېرېدو هڅه کوله او کېدای شي ''د مرګ تر حده'' په هغو جلا کښتیو کې ''ځورول شوي'' چې ماشینونه یې له کاره لوېدلي وو.
د فرانسې کورنیو چارو وزیر برونو ریتایلیاو وايي، د دې پېښې جزیات د یوې ''بوږنونکې تراژیدۍ'' کیسه وه او په خبره یې ''د انسانانو قاچاقبرو لاسونه د دې کسانو په وینو ککړ دي.''
د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې یویتي کووپیر بیا وايي، دا مړینې ''وحشتناکې'' دي او په خبره یې د قاچاقبرو مجرمانو ډلې پرلپسې د کښتیو دې خطرناک سفر ته زمینه برابروي.
د بریتانیا لومړي وزیر یر کیېر سټارمر مخکې ویلي و ''بشپړ هوډ'' لري چې د قاچاقبرو له ډلو سره به مبارزه کوي.











