د غزې جګړې شپږ میاشتې؛ اسرائیل وايي د دې تراړې له سوېل یې ځواکونه ایستلي

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اسرائیلو پوځ د غزې له سویلي سیمو خپل زیاتره پوځیان ایستلي دي.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، له څلورو میاشتو جګړو وروسته یې خپل ټول ځمکني ځواکونه، چې د غزې په سویلي سیمو کې په عملیاتو کې ښکېل وو، له دغې سیمې ایستلي دي.

د اسرائيلي پوځ په وينا، هلته يوازې يوه لوا پاتې ده چې غزې ته غځېدلې لارې ساتي.

تر دې مخکې اسرائیلو ویلي و، جنګي الوتکو یې د لبنان په ختیځ کې د حزب الله مرکزونه په نښه کړي دي.

اسرائیل وايي دا ګام یې د دوی د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو په غچ کې پورته کړی دی.

په غزه کې د جګړې له شپږ میاشتو پوره کېدو سره تمه ده، چې نن د مصر پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند خبرې بیا پیل شي.

اسرائیلو مخکې ویلي و، د غزې د سوېل رفح ښار کې د ځمکنيو عملیاتو پلان لري.

په دغه ښار کې تر یو میلیون ډېرو فلسطینیانو پناه اخیستې.

ملګرو ملتونو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې په رفح کې هر ډول عملیات به د بشري ناورین لامل شي.

دا لا څرګنده نه ده چې د ځواکونو ایستل به پر دغه پلان څنګه اغېزه وکړي.

د لبنان بقاع دره کې د حزب الله پر مرکزونو د اسرائیل بریدونه

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، جنګي الوتکو یې د لبنان په ختیځ کې د حزب الله مرکزونه په نښه کړي دي.

په دې سیمه کې د ایران له ملاتړه دغه برخمنه ډله پیاوړی حضور لري.

حزب الله ته یوې نژدې سرچینې هم د لبنان په ختیځ بعلبک سیمه کې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په دغو بریدونو کې په بقاع دره کې اهداف په نښه شوي دي.

د اسرائیلو پوځ په خپل ټیلیګرام چینل کې اعلان کړی، "جنګي الوتکو په سیمه کې د حزب الله د هوايي دفاعي شبکې پر یوه پوځي کمپلکس او درې نورو ترهګرو ځایونو بریدونه کړي دي."

د اسرائیلو د پوځ په وینا، دا بریدونه تېره ورځ د دوی د پوځ د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو غبرګون کې شوې دي.

دا الوتکه له ځمکې په توغندي وېشتل شوې وه.

حزب الله هم ویلي و چې د شنبې ماښام یې د اسرائیلو یوه هرمیس ۹۰۰ ډوله بې پیلوټه الوتکه په لبنان کې ویشتلې ده.

د لبنان یوې دفاعی سرچینې په وینا، د اسرائیلو نننیو بریدونو مرګ ژوبله نه ده اړولې.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د جمعې په ورځ یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، دې ډلې تر اوسه خپل "اصلي" تجهیزات نه دي کارولي.

هغه ټینګار کړی، حزب الله به هغه مهال بریدونه ودروي چې په غزه کې جګړه پای ته ورسېږي.

حزب الله د تېر کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې چې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه پیل شوې، د لبنان په سویلي پوله کې له اسرائیلو سره نښتې کوي.

دغو نښتو د لبنان په سوېل او شمالي اسرائیلو کې په لسګونو زره کسان بې ځایه کړي دي.

حزب الله، چې د حماس ملګری دی، معمولا پولې ته نږدې د اسرائیلو پوستې په نښه کوي، خو اسرائیل بیا د لبنان په خاوره کې ژور بریدونه ترسره کړي او د دغه غورځنګ قوماندانان یې هم په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې په لبنان کې د اسرائیلو بریدونو کې د حزب الله لږترلږه ۲۵۰ کسان او شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

قاهره کې د اوربند په تړاو د خبرو نوی پړاو

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو پر سوېلي سیمو د حماس له برید پوره شپږ میاشتې وروسته، چې په غزه کې د جګړې د پیلېدو لامل شو، نن په قاهره کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د خبرو نوی پړاو پیلېږي.

ټاکل شوې په دغو خبرو کې د حماس، اسرائیلو او امریکا استازي ګډون وکړي.

په خبرو کې د دواړو خواوو دریځونه له یو بل لېرې دي او د سملاسي پرمختګ تمه هم نشته.

اسرائیلو په غزه کې د خپلو څلورو نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت ویلي، پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۳۲ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېر یې ولسي وګړي دي.