اسرائيل کې مظاهرې؛ لسګونه زره کسانو د نتنياهو استعفا او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون غوښتنه کوله

د عکس سرچینه، Getty Images
په اسرائيل کې د لومړي وزير بنيامين نتنياهو مخالفين وايي، سل زره مظاهرچيانو په تل ابيب کې لارو او سړکونو ته راوتلي وو چې د نوموړي د استعفا او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون غوښتنه يې کوله.
په تل ابيب کې وروسته له هغه مظاهرې پيل شوې چې په غزه کې د اسرائيلي پوځ له خوا د يوه يرغمل شوي وګړي د جسد موندلو خبرونه خپاره شول.
تېره ورځ د اسرائيلو پوځ د ايلاد کتزير مړی چې د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرائیل د بريد پر مهال يرغمل شوی و په غزه کې وموند.
مظاهرچيانو د حکومت د بدلون لپاره د سملاسي ټاکنو غوښتنه کوله.
د اسرائيلي يرغمل شويو کورنو هم په مظاهرو کې د دې له امله چې حکومت د ۱۳۰ يرغمل شويو کسانو په خلاصون کې بريالی نه شو خپله نهيلي څرګنده کړه.
د مظاهرو تنظيموونکي وايي د اسرائيلو په بېلابېلو برخو کې لاريونونه شوي. په تل ابيب کې يو موټر هم پر مظاهرچيانو ورختلی چې په ترڅ کې يې پنځه تنه ټپيان شوي. لا د دې پېښې تر شا علت روښانه نه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د يکشنبې پر ورځ د اپرېل پر اوومه په غزه کې د جګړې شپږ مياشتې پوره کېږي. په همدې ورځ د دواړو لوريو او د منځګړو هېوادونو استازي په قاهره کې د اوربند د هوکړې لپاره سره کېني.
د رسنيو د راپورونو له مخې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي ای اې مشر بېل برنز او د قطر لومړی وزير محمد بن عبدالرحمان ال ثانی به هم په خبرو کې ګډون ولري.
د هغه يرغمل شوي ورور چې جسد يې په غزه کې موندل شوی پر فېسبوک د خپل ورور د مړينې مسول د اسرائيلو حکومت بللی او وايي که بنيامين نتنياهو د اوربند هوکړه منلې وی اوس به يې ورور له کورنۍ سره خوندی و.
د اکټوبر په اوومه د حماس لخوا پر اسرائیلو د برید په پایله کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.
په تېرو شپږو میاشتو کې بيا په غزه کې د اسرائیلو د غچ اخیستونکو عملیاتو په پایله کې څه باندې ۳۳ زره کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.
د اسرائیلو د شمېرو له مخې د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د نورو هېوادونو د څو اتباعو تر څنګ د دغه هېواد ۲۵۳ اتباع هم یرغمل شوي دي.
۱۲۹ یرغمل لا تر اوسه لادرکه دي او لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي دي. تر اوسه د ۱۲ تنو جسدونه د اسرائیلي پوځ له خوا په غزه کې موندل شوي دي.











