د اسرائیل او حماس جګړه کوم ځای ته رسېدلې ده؟

غزه

نږدې شپږ میاشتې کېږي، چې د تېر اکتوبر په اوومه د حماس وسله وال له غزې اسرائیلو ته ننوتل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او سلګونه یې یرغمل کړل.

د حماس دې کړنې په ځواب کې اسرائیلو ژمنه وکړه، چې "حماس به له منځه یوسي" ترڅو هېڅ ګواښ نه وي، او ټول یرغمل شوي کسان به کورونه ته راستنوي.

له دې سره پیل شوې وحشتناکې جګړې تر دې دمه ۳۳ زره فلسطینیان وژلي او د غزې لویه برخه ویجاړه شوې ده، یادې شمېرې د حماس د روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې دي.

اسرائیل وايي، د حماس زرګونه جنګيالي یې وژلي او د غزې تر خاورې لاندې د تونلونو لویه شبکه چې حماس د بریدونو لپاره کاروله ویجاړه کړې.

د بي بي سي د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو (IDF) لخوا خپرې شوې خبرپاڼې او د ټولنیزو رسنیو پوسټونه او د اسرائیلو اعلانونو تر شا موخې یې ارزولې دي.

د حماس څو مشران وژل شوي؟

د رپوټونو په حواله چې د اسرائيلو د قوماندانانو له خولې په کې نقل قول شوی د اکتوبر له اوومې نېټې مخکې اټکل کېده، چې حماس په غزه کې شاوخوا ۳۰ زره جنګيالي لري.

د حماس ډېری لوړ پوړي سیاسي شخصیتونه لکه اسماعیل هنیه چې په پراخه کچه د دې ډلې عمومي مشر ګڼل کېږي، په بهر کې ژوند کوي.

خو داسې انګېرل کېږي، چې د دوی پوځي مشران په غزه کې دننه دي.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په یوه تازه بیان کې ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې یې د حماس شاوخوا ۱۳،۰۰۰ جنګیالي وژلي دي، که څه هم دا یې نه دي ویلي، چې دا شمېره یې څنګه محاسبه کړې ده.

اسرائیلو د حماس د ځینو مشرانو نومونه یو یو خپاره کړي او وايي، چې وژل شوي دي.

په دې ډول ټولټال ۱۱۳ کسانو نومونه اعلان شوي، چې د اکتوبر له میاشتې راهیسې وژل شوي او ډېری یې د جګړې په لومړیو درېیو میاشتو کې وژل شوي دي.

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

په پرتلیز ډول اسرائیلي پوځ د روان کال تر مارچ میاشتې پورې په غزه کې د حماس د کوم لوړ پوړي مشر د وژل کېدو راپور ور نه کړ.

د مارچ په ٢٦مه، اسرائيلو ويلي وو، چې د حماس د پوځي څانګې مرستيال قوماندان مروان عيسى يې وژلى دى.

نوموړی د اسرائیلو لپاره یو تر ټولو مطلوب کس ګڼل کېږي، مروان د دې ډلې ترټولو لوړ پوړی مشر دی، چې د جګړې له پیل راهیسې وژل شوی به وي خو امریکا ویلي، چې ګومان کوي هغه وژل شوی او حماس یې مړینه نه تائیدوي.

د اسرائیلو دفاعي پوڅ د هغو کسانو نومونه خپاره کړي، چې وژل شوي او وايي، د حماس لوړ پوړي مشران دي خو دا چې ایا دوی د همدې ډلې غړي‌ دي د دې تائید ممکن نه دی.

په دې ډله کې یو تن مصطفی تورایا نومېږي، چې د آزاد ژورنالست په توګه یې کار کاوه او د جنوري په میاشت کې د غزې په سویل کې يې ګاډی په نښه شو.

همدارنګه موږ په لست کې بیا ځلې لیکل شوي نومونه موندلي، چې موږ له مجموعي نوملړ څخه لرې کړي دي.

له غزې بهر د حماس سیاسي مشر صالح العاروري د جنوري په میاشت کې د بیروت په جنوبي ښار داحیه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

اسرائیل په پراخه کچه د دې برید مسؤل ګڼل کېږي.

په هر حال کارپوهانو، چې موږ ورسره خبرې وکړې وویل، په غزه کې د یحیی سنوار په ګډون د یادې ډلې ډېری مشران لاهم ژوندي دي.

د اسرائیل او فلسطین د چارو یوه لوړپوړې شنونکې مایراو زونزین وايي، "د اسرائیلو دفاعي ځواکونه نه دي توانېدلي، چې د حماس مشرتابه لوړو پوړوونو ته ورسېږي."

په غزه کې څومره یرغمل شوي کسان پاتې دي؟

د اسرائیلو د رسمي شمېرو له مخې د اکټوبر په ۷ مه ۲۵۳ تنه یرغمل شوي وو.

له دې ډلې:

  • ۱۰۹ یرغمل شوي د زندانیانو په بدل کې خلاص کړی شول.
  • ۳ تنه یې په مستقيم ډول د اسرائيلي پوځ په پوځي عملياتو کې ژغورل شوي دي.
  • ۱۲ یرغمل شوي مړه ومندل شول البته د هغو ۳ کسانو په ګډون چې د اسرائیلو د پوځ په عملیاتو کې ووژل شول.
غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

یرغمل شویو کسانو کې ترټولو ځوان ۱۸ کلن او تر ټولو په عمر پوخ کس ۸۵ کلن دی.

پاتې ۱۲۹ یرغمل شویو کسانو څخه اسرائیل وايي، چې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي.

حماس وايي، د اسرائیلو د هوايي بریدونو له کبله د وژل شویو یرغملو شمېر لوړ دی.

خو د دې ادعاو تائید شونی نه دی.

د حماس لخوا یرغمل شویو کسانو کې تر ټولو کوچني ایریل او کفیر وو چې د نیول کېدو پر وخت ۴ کلن او بل یې د نهه میاشتو و د دوی مړینه رپوټ شوې خو تائید شوې نه ده.

د حماس د تونلونو شبکه څومره ویجاړه شوې؟

د حماس د له منځه وړلو لپاره د خپلې ژمنې د یوې برخې په توګه، اسرائیل ژمنه کړې وه، چې د غزې خاورې لاندې د دې ډلې پراخه تونلي شبکه له منځه وړي، چې له دې لارې توکي لېږدوي او تګ را تګ کوي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند جاناتان کنریکوس په اکتوبر میاشت کې وویل:

"د غزې تړانګه داسې وګڼئ چې یو پوړ یې د خلکو لپاره دی او بل پوړ یې د حماس لپاره دی خو موږ هڅه کوو دا دویم پوړ ته یې ځان ورسوو. "

حماس مخکې ویلي وو، چې د تونلي شبکه یې ۵۰۰ کیلومتره (۳۱۱ میله) اوږده ده، که څه هم په خپلواکه توګه د دې تائید کولو لپاره کومه لاره نشته.

موږ د اسرائیلو له پوځ څخه وپوښتل، چې د ټولې تونلي شبکې سره په پرتله څومره تونلونه یې ویجاړ کړي دي. دوی په ځواب کې وویل، چې ځواکونو یې په غزه کې د تروریستي بنسټونو لویه برخه ویجاړه کړې".

اسرائیلو کله ناکله د حماس د تونلونو شواهد ښودلي، چې دوی کشف کړي دي.

د مثال په توګه، د نومبر په میاشت کې د اسرائیلو پوځ د غزې په ښار کې د الشفا روغتون لاندې د تونلي شبکې د یوې برخې ویډیو خپره کړه، چې ویل کېږي د قوماندې مرکز په توګه کارول کېده.

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

د دې لپاره چې د ټولې تونلي شبکې اندازه معلومه شي، چې د اسرائیلو ځواکونو لخوا کشف شوې، بي بي سي ټولنیزو رسینو کې د اسرائیلو ټول هغه پیغامونه وارزول چې د اکتوبر له ۷ مې او د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۲۶مې خپاره شوي وو.

له دې جملې څخه په ۱۹۸ هغه کې یې د تونلونو د موندلو یادونه شوې چې پوځ یې ویلي، تونل موقعیت لري یا د تونل جوړښت شته دی.

نورو ۱۴۱ پیغامو کې ادعا شوې چې تونل ویجاړ شوی.

په دې کې ډېر دقیق توضیحات یا مشخص ځایونه یاد شوي‌ نه دي، نو دا ممکنه نه ده، چې د تونلي شبکې هغه اندازه تائید شي چې د اسرائیلو پوځ د له منځه وړو ادعا کړې.

د غزې تر خاورې لاندې تونلي جوړښت څو برخې لري، تونلي لارې، د مختلفو اندازو خونې، او همدارنګه هغه نقطه چې تونل د ځمکې له سطحې سره تړي او دې جوړښت ته تونلي شفت وايي.

له هغو پیغامونو څخه چې موږ وارزول له ۴۰۰ څخه ۳۶ یې د تونل شفتونو په اړه وو.

په هرحال، له ټول تونل سره دا ډول یو محوري تونل یا تونل شفت مساوي او معادل ګڼل به یوه تېروتنه وي دا په اسرائیلو کې د رچمن پوهنتون استادې ډاکټرې ډیفني ریچمونډبارک وايي، دی تر ځمکې لاندې جګړ متخصص دی.

نوموړې وايي، د تونلو هسې برسېرن ویجاړی شبکه په خپل حال پاتې کوي. زیاتوي: "زه فکر نه کوم چې موږ په دې جګړه کې د تونلونو بشپړ ویجاړتیا لیدلې وي."

د اسرائیلو برید په لوړه بیه تمام شو

د اسرائیلو د جګړې هدفونه په غزه کې د فلسطینیانو په زیان تمام شوي دي.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا تر ۳۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

د یاد وزارت وروستۍ شمېره ښیي، چې د وژل شویو کسانو ۷۰٪ ښځې او ماشومان دي.

ډېری نور له دې وېرې بې ځایه شوي او بې کوره شوي دي، چې اسرائیلي ځواکونه لا هم هڅه کوي، د حماس بنسټونه ویجاړ کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ له ۱.۷ میلیونو ډېر خلک په کور دننه بې ځایه شوي دي.

د استوګنې سیمې ویجاړې شوې، کوڅې په ډېرانونو بدلې شوې، پوهنتونونه ویجاړ شوي او کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي.

د سپوږمکۍ د معلوماتو له مخې، د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې تر ۵۶ سلنې زیاتې ودانۍ زیانمنې شوې او یا ویجاړې شوې دي.

د جګړې له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته لا هم څرګنده نه ده، چې آیا اسرائیل په جګړه کې خپل اهداف پوره کړي که نه.