له اسرائیلو د مرستندویان وژنې پېښې ته د خپلواکې بیاکتنې غوښتنه شوې

د مرستندویانو پر یوه ګاډي ډرون برید کې اووه کسان وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د مرستندویانو پر یوه ګاډي ډرون برید کې اووه کسان وژل شوي وو.

د نړیوال مرکزي پخلنځي خیریه ادارې ویلي، په غزه کې د دوی پر مرستندویه کارکوونکو د اسرائیل بمبارۍ پېښې په تړاو دې یوه خپلواکه بیاکتنه وشي چې د اسرائیلو ځواکونو ولې او څنګه د دوی د کارکوونکو پر ګاډو بمونه وغورځول.

د دوشنبې په ورځ دغه برید کې د درې بریتانویانو په ګډون اووه مرستندویه کارکوونکي ووژل شول.

بريتانیا هم د خوړو نړیوال مرکزي پخلنځي دا غوښتنه بدرګه کړې. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کېمرون ویلي، لندن به د اسرائیل د پوځ لومړنی راپور په دقت سره وڅېړي.

هغه د لومړي ګام په توګه په پېښه کې د ښکیلو دوو لوړ پوړو اسرائیلي افسرانو د دندو ځنډېدو هرکلی کړی، خو زیاته کړې یې ده چې اسرائیل باید خپلې موندنې په بشپړه توګه خپرې کړي.

پولنډ چې وژل شویو کې یو یې ددغه هېواد وګړی دی، ویلي، د مرستندویه کارکوونکو د وژلو په اړه د جینايي پلټنې وشي.

د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو ډرون الوتکې غزه کې د خوړو نړیوال مرکزي پخلنځي د کارکوونکو پر درې ګاډو بریدونه وکړل چې د درې برتانویانو په ګډون یې اووه بهرني وګړي ووژل.

اسرائیل دا خپله یوه لویه تېروتنه بللې چې په وینا یې د لویې ناکامۍ په پایله کې رامنځته شوې. په خپل لومړي رپورټ کې دې ددې هېواد پوځ ویلي، دوی په مرستندویه کارکوونکو د وسله والو ګومان کړی و او بریدونه یې پرې کړی.

د فلسطینیانو د ملي نوښت مشر مصطفی برغوثي ویلي، دا د افسوس ځای دی چې نړۍ د اووه مرستندویه کارکوونکو د وژلو څخه وروسته د اسرائیل د ظلمونو په اړه راويښه شوه، خو د څه باندې ۳۳ زره فلسطینیانو په وژل کېدو نړۍ ویده وه.

پر مرستندویه کارکوونکو برید

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

په ورته مهال د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، اسرائيل به د ده په غوښتنه غزې ته د بشري مرستو لپاره لارې پرانیزي.

وروسته له هغه چې امریکا له اسرائیلو سره د غزې د جګړې په تړاو خپلو تګلارو بدلولو ګواښ وکړ، اسرائیل ویلي، یادې تراړې ته درې نور لارې خلاصوي.

ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ددې اعلان هرکلی کړی دی.

د یونېسیف یوه چارواکې ټېس اېنګرام وايي، دا کار باید ژر تر ژره ترسره شي. دا وايي: ''دا ښه خبر دی چې د ایرېز لار ښايي خلاصه شي چې د غزې اړمنو ته مخامخ مرستې پرې ولېږدول شي، خو دا یوازې خبر دی او په تمه یو چې په عمل کې یې ووینو. دا باید ژر تر ژره عملي شي. دې کار ته په لویه کچه او دوامداره توګه اړتیا ده.''

بل لوري ته د ملګرو ملتونو سرمنشي اتونیو ګوتېریش د هغو رپوټونو په اړه ژوره خواشیني ښودلې چې اسرائیلي ځواکونه په غزه کې د بمبارۍ پرمهال مصنوعي ځیرکتیا یا اې ای کاروي. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د خبرو پرمهال هغه وویل، غزه کې د بمبارۍ لپاره اې ای کارول هلته وضعیت لاخرابوي.

هغه ویلي، په ځانګړې توګه په ګڼ مېشتو سیمو کې چې په پایله کې په لویه کچه ملکیان وژل کېږي د مرګ او ژوند پرېکړې چې ټوله کورنۍ اغېزمنوي باید د الګوریتم سړې محاسبې ته و نه سپارل شي.