د مرستندویه کارکوونکو له وژل کېدو وروسته خیریه ټولنې په غزه کې فعالیت بند کړی

د ویډیو تشریح،

اسرائیل په غزه کې د اوو مرستندویانو د وژل کېدو پېښې د بشپړې پلټنې ژمنه کړې. دغو کسانو د ورلډ سېنټرال کېچن په نامه بنسټ ته کار کاوه. اوس دغه مرستندوی بنسټ وايي،د دوی رضاکار په غزه کې د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوي او دوی هلته خپلې چارې درولې.

د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو چې دغه وژل شوي مرستندویان يې اتباع وو، دا "وحشیانه برید" غندلی.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه له وړاندې ثبت شوې وېډیو کې په غزه کې د ورلډ سېنټرال کېچن په نامه خیریه بنسټ د اوو مرستندویانو وژل کېدل منلي.

هغه ویلي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په غزه کې د بېګناه وګړو د غیرقصدي په نښه کېدو پېښه شوې، خو زیاته کړې يې ده چې دا په جګړه کې پېښېږي او هڅه کوي بیا تکرار نشي.

د اسرائیلي پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي، د دغه بنسټ له بنسټګر او مشهور اسپانوي الاصله امریکايي خوزې اندرېس سره غږېدلي او ژور خپګان يې ورته څرګند کړی.

دی وايي: ''موږ د دغې پېښې په اړه نورې جدي پلټنې کوو. دا به په راتلونکي کې د ورته پېښو کمولو کې مرسته راسره وکړي. موږ به دا پېښه په خپلواکه او مسلکي ډول وڅېړو او موندنې به يې شریکې کړو.''

د ورلډ سېنټرال کېچن په نامه دغه خیریه بنسټ له دې مخکې په غزه کې خپل فعالیتونه درولي.

دغې پېښې ته د نړیوالو رهبرانو غبرګون هم توند دی.

د عکس سرچینه، MOHAMMED SABER/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، دغې پېښې ته د نړیوالو رهبرانو غبرګون هم توند دی.

په غزه کې دغه وژل شوي اووه مرستندویان د استرالیا، برېتانیا، پولنډ وګړي او د کاناډا او امریکا او فلسطين د غبرګونو تابعیت لرونکي وو.

استرالیا، پولنډ او اسپانیا له اسرائیل غوښتي وو چې د دغو وژنو په اړه سپیناوی وکړي.

د اسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچېز خو دا پېښه یو وحشیانه برید بللی او ویلي يې دي چې اسرائیل باید سملاسي غزې ته د عدالت د نړیوالې محکمې له غوښتنې سره سم د بشري مرستو ورتګ ته اجازه ورکړي.

دی وايي: "زه غواړم په غزه کې په یوه هوايي برید کې د ورلډ سېنټرال کېچن د کارکوونکو په مړینه ژغور خپګان څرګند کړم. زه هیله لرم چې د اسرائیل حکومت به زر د دغه وحشیانه برید اړوند سپیناوی وکړي چې د هغوو اوو مرستندویانو ژوند یې واخیست چې هلته په مرسته بوخت وو.

دا عاجله اړتیا ده چې اسرائیل غزې ته بشري مرستو ته اجازه ورکړي، هغه غوښتنه چې د عدالت د نړیوالې محکمې په ګډون نړیوالو بنسټونو هم کړې".

اسټرالیايي چارواکو تائید کړې، چې زومي فرانکوم نومې اسټرالیایۍ مرستندویه کارکوونکې هم په وژل شویو کسانو کې شامله ده.

د عکس سرچینه، WORLD FOOD KITCHEN

د عکس تشریح، اسټرالیايي چارواکو تائید کړې، چې زومي فرانکوم نومې اسټرالیایۍ مرستندویه کارکوونکې هم په وژل شویو کسانو کې شامله ده.

په جېنېوا کې د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګارېت هارېس هم یوه خبري کنفرانس ته وویل، دا برید په غزه کې مرستندویانو ته ورپېښ خطر په ډاګه کوي.

دا وايي: ''د دغه ټیم په نه جنګي والي هوکړه شوې وه، مانا دا چې دواړه لوري د دوی په ورتګ خبر وو او هوکړه يې کړې وه. په موټر هم ښې نښې شته وې او روښانه وه چې د ورډ سېنټرال کېچن موټر دی. خو بیا هم دا پېښه وشوه. په یاد مو وي چې هلته سلګونه مرستندویان د دندې پر مهال وژل شوي. د امبولانس چلوونکي هم پکې دي او البته زرګونه ملکیان چې له دیارلس زره ډېر یې ماشومان دي.''

دغې پېښې ته د نورو نړیوالو رهبرانو غبرګون هم توند دی. د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي چې د دغه هېواد د یوې وګړې د وژل کېدو پېښه باید نه وی شوې او اسرائیل باید بشپړ حساب ورکولو ته حاضر شي.

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک ویلي دغې پېښې ټکان ورکړی او خپه شوی او وايي داسې پوښتنې شته چې باید ځواب شي.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت هم د اسرائیل سفیر پوښتنو ته ورغوښتی.

سپينې ماڼۍ ویلي چې اسرائیل باید سملاسي د دغې پېښې اړوندې څېړنې وکړي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلا ون دېر لېن هم د دغې پېښې قربانیانو ته تسلیت ویلی او کورنیو او ملګرو ته يې خواخوږي ویلي.