اسرائیل له جګړې وروسته د غزې لپاره د خپل پلان بڼه څرګنده کړه

د عکس سرچینه، AFP
- Author, ویري داویس، بیت المقدس
- دنده, او الېس داویس لندن
د اسرائیل دفاع وزیر یواف ګالانت د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په غزه کې د حکومتولۍ لپاره یو پلان وړاندیز کړی دی. نوموړی وايي، په غزه کې به د فلسطینیانو واکمني محدوده وي.
د ده په وینا حماس به په غزه کې نور کنټرول نه لري او په ټول کې به د امنیت چارې اسرائیل سمبالوي.
بل لور د دې پلان د اعلان پر مهال هم په غزه کې جګړه روانه ده او د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
بل لور په پام کې ده، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو ځل بیا منځني ختیځ ته ستون شي. نوموړی به په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې له فلسطیني چارواکو او دغه راز له اسرائیلي مشرانو سره خبرې وکړي.
نوموړی داسې مهال سیمې ته سفر کوي، چې پر وړمه ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حماس مرستیال مشر صالح العاروري له وژل کېدو وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی په ډېرېدو دی.
په پراخه کچه د العاروري د وژنه کې د پړې ګوته اسرائیل ته نیول کېږي. اسرائیل بیا نه خو دا وژنه رد کړې او نه یې هم تائید کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي ګالانت د ''څلور ګوټیز'' پلان له مخې به د غزې امنیت چارې په ټول کې اسرائیل سمبالوي. د اسرائیلي بمباریو له کبله به په غزه کې د ویجاړیو بیا رغاونه یو داسې ځواک کوي، چې له څو نړیوالو هېوادونو به یو ځای کېږي.
په دې پلان کې به ګاونډی هېواد مصر هم یو نامشخص رول لري.
خو په دې اسنادو کې ویل شوي چې فلسطینیان به د غزې سیمې چارو سمبالښت مسوولیت لري. ښاغلي ګیلانت وویل: ''د غزې اوسېدونکي فلسطینیان دي، له همدې کبله به فلسطیني چارواکي منتظمین وي، شرط به پکې دا وي چې د اسرائیل دولت پر ضد به د دښمنۍ او ګواښنې فعالیتونه نه کېږي.''
بل لور په اسرائیل کې دننه هم له دې وړاندیز شوي پلان سره سخت مخالفت شته.
د لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د حکومت ځینې ښي اړخه غړي وايي، فلسطینیان باید له غزې وتلو ته وهڅول شي او په سیمه کې باید یهوادن مېشت کړل شي. خو دا څرګندونې بیا د سیمې هېوادونو او د اسرائیل یو شمېر متحدینو هم ''سخت دریځه'' بللې او په وینا یې ''ناکاره'' دي.
که څه هم د کابینې ځینو نورو غړو د پلانونو پرتله د ښاغلي ګالانت پلان په نسبي ډول د پلي کېدو وړ وبلل شي، خو داسې ډېر احتمال شته چې فلسطیني مشران به یې رد کړي، چې وايي، د دې ویجاړونکې جګړې له پای ته رسېدو وروسته باید د غزې اوسېدونکي پخپله ټولټال کنټرول په لاسونو کې ولري.
بل لور لومړي وزیر نتنیاهو بیا تر اوسه پورې په عام محضر کې داسې جزیات نه دي بیان کړي، چې دی څه فکر کوي، د غزې حکومتولي باید څنګه وي. د دې پر ځای نوموړي ویلي، چې ښايي د غزې جګړه تر راتلونکو څو میاشتو پورې دوام وکړي تر څو د حماس ځپلو اعلان شوی هدف ترلاسه شي.
د ښاغلي ګالانت په پلان کې د اسرائیلي ځواکونو د جګړې راتلونکي پړاو بڼه هم څرګنده شوې. نوموړی وايي، اسرائیلي دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) به په غزه کې هدفي عملیاتو ته پام ډېر کړي، چې چاپې، د تونلونو ورانول او هوايي او ځمکني ګوزارونه به په کې شامل وي.
په شمال کې به بیا اسرائیلي ځواکونه د حماس مشرانو لټون روان ساتي او د یرغمل شویو اسرائیلیانو ژغورنې هڅې به کوي.
له دې مخکې اسرائیلي ځواکونو پر پنجشنبه وویل، د غزې په شمال، سویل، غزه ښار او خان یونس سیمو کې یې هدفونه په نښه کړي دي.











