بیروت؛ زرګونو کسانو د حماس مرستیال مشر په جنازه کې ګډون وکړ
- Author, هوګو باچیګا
- دنده, د منځني ختیځ خبریال-بیروت

د عکس سرچینه، EPA
بیروت کې زرګونو کسانو د حماس لوړپوړي مشر صالح العاروري د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته، چې دوې ورځې مخکې د لبنان پلازمېنه کې د اسرائیل په یوه مشکوک برید کې ووژل شو.
د جنازې ګډونوال د العاروري له تصویرونو، فلسطیني او حماس بیرغونو سره په لارو، کوڅو کې روان وو او د حماس مشرانو د العاروري د وژنې غچ اخیستو خبره کړې ده. د العاروري وژل کېدل د حماس لپاره یو ستر زیان بلل کېږي، ځکه نوموړی د حماس مرستیال مشر او د دې ډلې د پوځي څانګې عزالدین القسام لوا مهم غړی و.
د نوموړي له وژل کېدو سره په سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو اندېښنې راپورته شوې دي. دا برید په لبنان کې د دوی پر اتحادي حزب الله هم یو ګوزار دی ، چې د ایران کلک ملاتړ له ځان سره لري او د بیروت څنډو په الضاحية سیمه کې کلک مرکزونه لري.
په لبنان کې اوس پام په دې ورټول دی، چې د حزب الله نفوذ لرونکی مشر حسن نصرالله څه پرېکړه کوي، چې څه به کوي. نوموړي له دې بریده نژدې ۲۴ ساعته وروسته د ایراني جنرال قاسم سلیماني د څلورم تلین په مناسبت چې د امریکا یوه ډرون برید کې وژل شوی و، خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
خو نوموړي نه شوای کولای پر هغه څه سترګې پټې کړي، چې په خپل انګړ کې یې پېښ شول. نوموړي د معمول په څېر له یوه نامعلومه ځایه وینا کوله او د العاروري وژنه یې د ''اسرائیل څرګند تېری'' وباله، چې په وینا یې بې ځوابه به پاتې نه شي. نوموړي وویل: ''که دښمن د لبنان پر ضد جګړې ته فکر کوي، زموږ جګړه به بې پولو او بې اصولو وي.''
خو د هغه په خبرو کې اسرائیل ته کوم څرګند ګواښ نه و، چې دا برید یې نه تائید کړی او نه یې هم رد کړی دی او نه یې هم داسې کومه اشاره درلوده چې حزب الله به څه ډول غبرګون ښيي.
د حزب الله یو هدف د اسرائیل تباهي ده، چې دې ډلې ته د حماس پرتله د زیات ځواکمن په نظر ګوري. حزب الله د کره نښه ویشتونکو لارښود شویو توغندیو په ګډون چې په اسرائیلي خاوره کې دننه تر ډېره ځایه ګوزار کولای شي، د وسلو پریمانه زېرمې لري او دغه راز لسګونه زره روزل شوي تجربه کار وسله وال لري.

د عکس سرچینه، Reuters
د اکتوبر پر ۷مه د حماس او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې حزب الله نژدې هره ورځ د اسرائیل په شمال کې هدفونه په نښه کوي او خپله دغه کړنه د فلسطینۍ ډلې ملاتړ بولي.
اسرائیلي ځواکونه ځوابي ګوزارونه کوي، خو تر اوسه پورې دا نښتې د اسرائیل او لبنان تر منځ د پولې په سیمو کې محدودې دي.











