ایا نور هېوادونه د غزې او اسرائیلو جګړه کې ښکېلېدلی شي؟

غزه

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د اکټوبر پر اومه د حماس د جنګیالیو له ناڅاپي برید او په غزې تړانګې له اسرائیلي بریدونو وروسته او اوس د اټکل شوي ځمکني یرغل سربېره لا هم نړۍ په څپ څپانده حالت کې ده.

بي بي سي له خپلو اورېدونکو د جګړې، د هغې د اغېزو او د هغې د پای ته رسېدو په اړه په سلګونو پوښتنې تر لاسه کړې، چې ډېری په دې فکر کې دي، نور هېوادونه به په دې جګړه کې ښکېل شي او که نه.

زموږ خبریالان، چې ډېری یې دا مهال په سیمه کې دي، دوه مهمې پوښتنې ځواب کړې چې په مکرر ډول تکرار شوې دي:

ایا موږ به د دریمې نړیوالې جګړې شاهدان واوسو؟

امریکا

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د انګلستان په سکیلمرسل کې مېشت کرېګ جانسن پوښتي: که ایران په مستقیم ډول په دې جګړه کې ښکېل شي، ایا د ابه امریکا او ټلوال یې په مستقیم ډول په جګړه کې د برخې اخیستو لامل شي؟ ایا دا د دریمې نړیوالې جګړې لامل کېدای شي؟

د نړیوالو چارو مدیر جیریمي بوین چې په جنوبي اسرائیلو کې مېشت دی، ځواب ورکوي چې:

کله چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د ایران یا د هغه د لبناني متحد حزب الله لخوا د مداخلې د احتمال په اړه وپوښتل شو، بایډن په ځواب کې وویل: "په دې جګړه کې مه ښکېلېږئ."

امریکایانو په وروستیو کې په ختیځ مدیترانې سمندر کې دوه جنګي الوتکې بېړۍ ځای ‌پر ځای کړې دي،‌ چې دا ایران ته یو ډېر ټینګ پیغام استوي: له جګړې ځان لیرې وساتئ.

امريکا وايي هر هغه لوري چې په دې جګړه کې لاسوهنه کوي له امريکايي پوځي ځواک سره به مخامخ شي، نه يوازې د اسرائيلو له پوځي ځواک سره.

په منځني ختیځ کې یوه اصلي تېروتنه د امریکا او د هغې د متحدینو او ایرانیانو او د هغوی د متحدینو تر منځ روانه ده.

دواړه خواوې له احتمالي خطرونو خبرې دي. که وضعیت له سړې جګړې ګرمې جګړې ته واوړي، دا به د منځني ختیځ سیمه د نړیوال اهمیت په توګه وسوځوي.

ولې ملګري ملتونه پر غزې د هوايي بمبارۍ په اړه مداخله نه کوي؟

غزه

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

لندن مېشتی سعد الحق پوښتي: که هرڅوک دا مني چې اسرائیل ملکي وګړي وژني او پر غزې په خپلو هوايي بمباریو سره به نور هم ووژني، نو ملګري ملتونه او نور هېوادونه ولې مداخله نه کوي؟

ډیپلوماتیک خبریال جیمز لینډیل ځواب ورکوي:

اصلي لامل یې چې ډېری هېوادونه له اسرائیلو نه غواړي چې خپل هوايي بریدونه ودروي دا دی چې دوی مني د حماس له خوا پر اسرائیل برید شوی او اسرائیل د ځان د دفاع حق لري.

لکه څنګه چې دوی د د زغم غوښتنه کوي، دا په دې پورې اړه لري چې اسرائیل څنګه له ځانه دفاع کوي.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک وویل، د دوشنبې په سهار یې د اسرائیلو له لومړي وزیر سره د "غزې په تړانګه کې پر ملکي وګړو د اغېز کمولو" د اړتیا په اړه خبرې وکړې.

ملګرو ملتونو هم له اسراظیلو غوښتي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش څو ورځې وړاندې وویل: "نړیوال بشردوستانه قانون او د بشري حقونو قانون ته باید درناوی وشي او مراعات شي؛ ملکي وګړي باید خوندي وساتل شي او هېڅکله د انساني ډال په توګه ونه کارول شي."

اسراییل ټینګار کوي چې د دوی جنګي الوتکې او توپخانې په غزه کې د حماس پر اهدافو بمباري کوي. خو تر دې وړاندې هم په دغو هوايي بريدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

فلسطینیان وايي، د ډېرو تلفاتو لامل د اسرائیلو بریدونه ډېر او بې بې هدفه دي. په داسې حال کې چې اسرائیل وايي دا کار ځکه کوي چې حماس له ملکي وګړو د انساني ډال په توګه ګټه اخلي.