غزه: د الاهلي روغتون چاودنې په اړه ویډیوګانې، عکسونه او نور شواهد څه راته وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د غزې ښار په الاهلي روغتون کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله د سلګونو کسانو د وژل کېدو وېره شته.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې فلسطیني چارواکو سملاسي پر اسرائیلو تور ولګاوه او ادعا یې وکړه چې دا یو قصدي هوايي برید و، خو اسرائیلو په دې کې لاس لرل رد کړي دي.
د ضد او نقیضو ادعاو په منځ کې، حقیقت ته رسېدل تر بل هر وخت سخت شوي دي.
بي بي سي هڅه کوي، هغه څه رابرسېره کړي چې حقیقت دی او لا نه دی پېژندل شوی.
ویډیويي تصویرونو، عکسونو او نورو شواهدو ته د کتو په ګډون د عیني شاهدانو څرګندونې. پر دې سربېره، د بي بي سي یو خبریال د چاودنې ځای ته ورغلی، چې هلته لاسرسی هم محدود دی.
د پېښې په اړه هر وخت نوي معلومات راڅرګندیږي.
دا هم مهمه ده یادونه وکړو، چې د فزیکي جګړې سربېره دا جګړي اطلاعاتي اړخ هم لري.
دا لومړی ځل نه دی چې اسرائیلو او د غزې چارواکو د چاودنو په اړه په بشپړ ډول مختلفې څرګندونې کړي. موږ په دې راپور کې د دوی مختلفې ادعاګانې او څرګندونې هم ارزوو.
چاودنه
په روغتون کې چاودنه د سه شنبې په ورځ شاوخوا اووه بجې وشوه. یوه ۲۰ ثانیې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، چې د چاودنې په تړاو د پام وړ عیني شواهدو لومړۍ برخه ده چې د پېښې ځای په اړه ده.
په دې ویډیو کې تاسو کولی شئ داسې یو غږ واورئ چې یو څه د توغېدو او حرکت په حال کې دي، وروسته بیا ستره چاودنه کېږي او اور لګېږي.
هغه عکسونه چې د الجزیرې خبري شبکې په سیمه ییز وخت د ماښام په ۶:۵۹ بجو خپاره کړي، د غزې پر سر اسمان کې یوه قوي رڼا ښيي چې روانه ده. دا رڼا دوه ځله زیاته او کمه شوه، (لکه فلش) او بیا یې په چټکۍ سره خپل لوری بدل کړ او چاودنه وشوه.

د عکس سرچینه، EPA
هلته بیا لېرې پر ځمکه یوه چاودنه لیدل کېږي، وروسته له هغې کیمرې سره نژدې چې فلم یې اخیستی، یوه لویه چاودنه کېږي، چې بي بي سي یې ځای په ګوته کړی.
ځینو څارونکو ویلي، دا د یوه توغندي له امله رامنځ ته شوې او داسې ښکاري چې چاودلی او پاشل شوی دی.
نور عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، ښیي چې ورته چاودنه له مختلفو زاویو او لېرې ښکاري.
موږ له ۲۰ فکري مرکزونو، پوهنتونونو او شرکتونو سره اړیکه ونیوله چې د وسلو په تړاو تخصص لري. له دوی څخه نهو یې تراوسه ځواب نه دی ورکړی، او پنځو یې ویلي، دوی تبصرې کولو ته چمتو نه دي. خو موږ د پاتې شپږو مرکزونو له کارپوهانو سره خبرې کړې دي.
موږ له دوی وپوښتل، ایا کولای شي د موجودو شواهد - د چاودنې شدت او هغه غږ چې مخکې اورېدل شوی، په روغتون کې د چاودنې لامل معلومولو لپاره وکارول شي.
تر دې ځایه موندنې وروستۍ نه دي او بې پایلې دي. درې کارپوهانو چې موږ خبرې ورسره وکړې ویلي، دا د هغه څه سره په ټکر کې دي چې د اسرائیلي لویو هوایي دودیزو وسلو څخه اټکل کېږي او ورته والی نه ورسره لري.
د امریکا د وانډربیلټ پوهنتون مرستیال پروفیسور جې اندرس ګانون وايي، په انځورونو کې ځمکنۍ چاودنې کوچنۍ ښکاري، په دې معنی چې تودوخه د پر ځای پاتې شوي توغندي سون توکو د لګېدو له امله وي، نه د توغندي د چاودېدو له امله.
په بریتانیا کې د رویال یونایټډ خدمتونو انسټیټیوټ مشر څېړونکی جسټین برانک له دې سره موافق دی. هغه وايي، که څه هم په دې پړاو کې ډاډمن کېدل اسانه نه دي، خو شواهد ښيي، چې چاودنه ظاهرا د یوه ناکام توغندي د یوې برخې له امله شوې، چې په یوه پارکینګ کې ولګېده او په پایله کې یې د توغندي سون توکو د چپه کېدو له امله اور لګېدلی دی.
ښاغلی ګانون وايي، د هغو انځورونو پر بنسټ چې ده لیدلي، دا معلومه نه ده چې دا توغندی په ټاکل شوي هدف لګېدلی او که نه. هغه زیاتوي په اسمان کې د رڼا کمېدل ښايي په دې معنی وي چې د توغندي توغول د توغندي ماشین د تودوخې له امله له کاره لوېدلی دی.
واریا سکوټو، د منځني ختیځ خطر ارزونې شرکت سیبیلین کې یو مشر شنونکی دی، هغه یادونه کړې، اسرائیل د دې توان لري چې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو لکه هی فایر په څېر نور هوایي بریدونو ترسره کړي.
د چاودنې ځای ویډیويي ثبوت

د عکس سرچینه، Reuters
بي بي سي توانېدلې چې د روغتون جوړښت او بڼه له سپوږمکۍ اخیستو تصویرونو سره پرتله کړي، چې ښيي د چاودنې ځای دغه روغتون و.
د شته شواهدو پر بنسټ ښکاري، چاودنه د روغتون په یوه برخه کې شوې ده. له چاودنې وروسته اخیستل شوي سیمه ییزو تصویرونو کې ښکاري چې د روغتون ودانیو ته جدي زیان نه ښيي. په دغو تصویرونو کې یوازې سوځېدلي ځایونه او موټر ښکاري.
دا روغتون له انګلیکان کلیسا سره تړاو لري او د همدې کلیسا لخوا اداره کېږي.
په بیت المقدس کې د سینټ جورج کالج مشر کانون ریچارډ سویل بي بي سي ته وویل، د چاودنې پر مهال شاوخوا ۱۰۰۰ بې ځایه شویو کسانو د روغتون په انګړ کې پناه اخیستې وه او شاوخوا ۶۰۰ ناروغان او کارکوونکي په ودانۍ کې وو.
هغه کسان چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی

د عکس سرچینه، Reuters
د بي بي سي خبريال رشدي ابوالعوف الاهلي روغتون ته ورغلی. هلته عیني شاهدانو د ویجاړۍ صحنې بیان کړي او وايي لا هم د جسدونو راټولو دوام لري.
هلته یوه سړي ورته ویلي چې د چاودنې پر مهال ښځې، ماشومان او بوډاګان په روغتون کې وو.
موږ اوس هم د دې پېښې د قربانیانو عکسونه او ویډیوګانې څېړو، چې وګورو د ټپیانو له ټپونو پوه شو، چې د چاودنې په اړه څه نښې لري.
بي بي سي د چاودنې په ځای کې د وژل شویو او ژوندي پاتې شویو کسانو زړه بوږنوونکي انځورونه لیدلي، چې د ټپیانو بد حالت ښيي.
د پتالوژۍ په یوه څانګه کې، په بریتانیا کې "د بشري حقونو لپاره د ډاکټرانو بنسټ ایښودونکی" غړی او د جګړې په ډګر کې د ټپونو متخصص، ځینې انځورونه ارزولي.
هغه وايي "د ټپونو له بڼې ښکاري چې د چاودنو له کبله چاودلي وي."
خو زیاتوي، د محدود شمېر تایید شویو عکسونو له امله د ټولو ټپیانو تشخیص ممکن نه دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، په چاودنه کې ۴۷۱ تنه وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، په دې شمېره کې په قصدي ډول مبالغه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې خپله ارزونه نه ده خپره کړې.
د خپلواکو سازمانونو لپاره سیمې ته د لاسرسي نشتوالي له امله، د مرګژوبلې تاییدول ستونزمن دي.
هغه څه چې لا یې هم په اړه نه پوهېږو

د عکس سرچینه، Reuters
د شواهدو یو له مهمو برخو د چاودنې له امله د کندې رامنځ ته کېدل دي.
د اسرایلو پوځ وايي، دا حقیقت چې دا کنده لویه نه وه یا نږدې ودانیو ته یې زیان اړولی، دا ثابتوي چې پېښه د اسراییلي وسلو له امله نه ده شوې.
په شته انځورونو کې یوه کوچنۍ کنده لیدل کېږي او موږ د نورو نښو په اړه څېړنه کوو.
د شواهدو بله مهمه برخه چې ورکه ده د توغندي ټوټې دي. توغندي اکثرا د ګولیو د پاتې شونو له لارې پېژندل کېدای شي، چې د توغندي د اصليت معلومولو لپاره کارول کېږي. خو په دې قضیه کې، موږ اړین شواهد نه دي ترلاسه کړي.
پوځ یو غږیز فایل هم خپور کړی چې د دوی په ټکو پکې ویل شوي، د حماس د دوو وسله والو تر منځ ټیلیفوني خبرې دي. او مني چې روغتون د فلسطین اسلامي جهاد پورې اړوند توغندیو کې ویشتل شوی. د فلسطین اسلامي جهاد تنظیم په غزه کې دویمه لویه وسله واله ډله ده چې د اکتوبر په اوومه یې پر اسرائیلو د حماس له خوا د برید ملاتړ وکړ.
دا ممکنه نه ده چې په خپلواکه توګه د دې غږ کره والی تایید کړي. د اسلامي جهاد تنظیم په یوه بیان کې په پېښه کې لاس لرل رد کړي او پړه یې پر اسرائیلو اچولې ده.
خبریالان: ټام سپنسر، شایان سرحدزاده، ایما پینګلي او جیمي ریان










