د فلسطین-اسرائیلو د ترینګلتیا لنډ تاریخ

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۰۰ کلنه مسله؛ شخړه څنګه پیل شوه؟
بریتانیا د منځني ختیځ پر دې سیمه چې اوس فلسطین بلل کېږي، د عثماني خلافت تر ماتېدو وروسته واکمنه شوه. د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال پر فلسطین عثمانیان واکمن وو.
په دې سیمه کې یهودان اقلیت او عربان اکثریت استوګن وو.
د دواړو ترمنځ ترینګلتیا هغه وخت په ډېرېدو شوه چې نړیوالې ټولنې بریتانیا ته فلسطین کې یهودي ولس ته د (ملي وطن) د ماموریت ترسره کولو مسؤولیت ورکړ، داسې چې یهودانو دا ځمکه د خپلو پلرونو میراث باله، عرب فلسطینیانو هم دا خپله خاوره ګڼله، همدا وو چې د بریتانیا له دې ګام سره یې مخالفت وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېرې پېړۍ ۲۰مو او ۴۰مو کلونو کې فلسطین د ورتلونکو یهودانو شمېر په ډېرېدو شو، چې ډېری یې په اروپا کې له مذهبي فشاره په تېښته او د داسې یوه وطن په لټه کې وو چې د دویمې نړیوالې جګړې د هولوکوسټ تجربه یې تکرار نه شي.
د یهودو او عربانو ترمنځ هم ترینګلتیا ډېره شوه او په سیمه کې د بریتانیا د واکمنۍ ضد پلویان په زیاتېدو شول.
په ۱۹۴۷ کال، ملګرو ملتونو پر دوو جلا دولتونو د فلسطین د وېشلو پرېکړې ته رایه ورکړه، یو یې یهودی دولت او بل عربي، داسې چې قدس به نړیوال ښار وي.
یهودي مشرانو پر دې پرېکړې موافقه وکړه خو عربانو یې مخالفت وکړ او هېڅ د تطبیق وړ ونه ګرځېده.
د اسرائیلو تاسیس او (نکبه)

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۴۸ کال، پر سیمه هغو واکمنو بریتانویانو پرته له دې چې ستونزه حل کړي، خپلې پښې سپکې کړې. یهود مشرانو د اسرائیل په نوم دولت اعلان کړ.
ګڼو فلسطینیانو یې مخالفت وکړ، جګړه ونښته چې د ګاونډیو عربي هېوادونو ځواکونو ګډون پکې وکړ.
د جګړې په لړ کې سلګونه زره فلسطینیان خپلو مېنو او کورونو پرېښودو ته اړ شول چې د (نبکه) په نامه یادېږي.
په بل کې چې جګړه په اوربند پای ته ورسېده، اسرائیلو ډېری سیمه لاندې کړې وه.
اردن چې هغه وخت په (لوېدیځه تراډه) یادېده، سیمه ونیوه، مصر هم پر غزې تړانګې خېټه واچوله.
قدس له غربي خوا نه د اسرائیلي ځواکونو او له ختیځ لوري د اردني ځواکونو ترمنځ ووېشل شو.
دا چې د سولې هوکړه نه وه (دواړو غاړو یو پر بل د ملامتۍ لاسونه پاکول) په راتلونکو لسیزو کې لا نورې جګړې پیل شوې.
اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال ختیځ قدس او لوېدیځه تړانګه لاندې کړل او سوریې د جولان لوړې او د غزې تړانګه او د مصر سیناء نیمه جزیره یې ونیوه.
فلسطیني کډوال او لمسیان یې د اردن، سوریې او لبنان په څېر ګاونډیو هېوادونو سربېره په غزه او لوېدیځه تړانګه کې پاتې شول.
اسرائیلو دوی (فلسطینیانو) او لمسیانو ته یې خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورنه کړه، اسرائیلو ویل چې بېرته راستنېدل به یې یهودي دولت ته سرخوږی او ګواښ وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
لوېدیځه تړانګه لا هم له اسرائیلو سره ده. اسرائيلو په تېرو پنځوسو کلونو کې هلته استوګنځي او مېشتځایونه جوړ کړل.
فلسطینيان وايي دا مېشتځایونه د نړیوال قانون له مخې ناقانونه دي او د سولې پر وړاندې خنډ دی، خو اسرائیل بیا برعکس وايي.
د اسرائیلو او هغو فلسطینیانو ترمنځ چې ختیځ قدس او غزه او لوېدیځه تړانګه کې اوسېږي، شخړې په ډېرېدو شوې.
غزه تړانګه د فلسطیني وسله والو ډلو لکه د فلسطین د مقاومت حرکت (حماس) په لاس کې ده، دې ډلې څو ځله له اسرائیلو سره جګړې کړې دي، اسرائیل او مصر له غزې تړانګې سره پر پولو واکمن دي او حماس ته د وسلو رسېدو مخه یې نیولې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images








