ولې منځني ختیځ ته د بایډن سفر ښايي خطرناک قمار وي؟

د عکس سرچینه، REUTERS
- Author, سارا سمېت
- دنده, د شمالي امریکا د چارو اېډېټره
د امریکایي ولسمشر لپاره د جګړې په سیمه کې راڅرګندېدل له لوی خطر یو ډک قمار ګڼل کېدای شي.
هغه داسې سیمې ته سفر وکړ چې د غزې په تراړه کې پر یوه روغتون له بمبارۍ وروسته چې د سلګونو فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شو، د لا زیاتې ګډوډۍ شاهده وه.
حماس ویلي چې اسرائیلو پر الاهلي روغتون بمبار کړی، خو اسرائیل وايي چې په روغتون کې چاودنه د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ له خوا د توغول شویو توغندیو له امله شوې ده، خو دغه غورځنګ دا خبره رد کړه او پړه یې پر اسرائیلو واچوله.
بایډن په تل ابیب کې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وکتل، بیا مصر ته ولاړ او له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې تر لیدنې وروسته او امریکا ته له ستنېدو مخکې خبریالانو ته وویل، چې مصر غزې ته د بشردوستانه مرستو د رسېدو لپاره د رفح بندر پر پرانیستلو موافقه وکړه.
په پام کې وه چې بایډن به تل ابیب کې د اسرائیلو له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته اردن ته ځي، خو له اندروز هوايي اډې څخه د الوتکې له الوتلو وروسته وویل شول چې په عمان کې له ځینو عرب مشرانو سره په غزه کې پر روغتون د بمبارۍ وروسته په ناڅاپي ډول لغوه شوه.
بایډن وروسته تر هغه نیمخوا شو چې د اردن، مصر او فلسطین مشرانو ورته وویل چې دوی د تاوتریخوالي ختمولو کې د ده پر وړتیا باورمن نه دي او دا کار یې له نړیوال قانون سرغړونه ګڼي.
ښکاري چې ولسمشر بایډن غوښتل په منځني ختیځ کې له دواړو خواوو سره چلن کولو کې د ریښتیني منځګړي په توګه ځان وښيي.
خو په دې کې شک نه شته چې د ولسمشر بایډن دریځ او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې پرمهال کوم لوري ته مایل و.
د امریکا ولسمشر د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس بریدونه چې له ۱۴۰۰ ډېر اسرائیلیان پکې ووژل شول، "مطلق شرارت" وباله او ویې ویل چې اسرائیل د ځان د دفاع حق او مسؤلیت لري.

د عکس سرچینه، AHMAD HASABALLAH/GETTY IMAGES
د بایډن له مخکې چټکه تنظیم شوې لیدنې هدف له اسرائیلو سره د متحده ایالاتو قوي پیوستون څرګندول دي.
مګر ده باید د حماس له منځه وړلو لپاره د اسرائیلو د هدف لپاره خپل ملاتړ او ددې هدف لپاره د ملکي او انساني قېمت په تړاو د ژورو اندېښنو ترمنځ انډول ساتلی وای.
په داسې حال کې چې بایډن په ښکاره خبرداری ورکړی چې د "جګړې د قوانینو " مراعاتول اړین دي، هغه پیغام چې دی یې له تړلو دروازو شا ته لېږي ممکن خورا سخت وي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، امریکا او اسرائیل "د حماس برعکس" د قانون د حاکمیت ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: "دا د هغو خبرو اترو یو اړین عنصر دی چې موږ تل له اسرائیلو سره درلودې او موږ به دوام ورکړو."
د امریکا متحده ایالات له اسرائیلو غواړي چې غزې ته د مرستو رسولو اجازه ورکړي او په غزه کې ایسارو امریکایانو ته د خوندي وتلو اجازه ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د دوشنبې په ورځ له نتنیاهو سره له نژدې اته ساعته خبرو وروسته وویل چې د دغو هدفونو په لور یې ښه پرمختګ کړی دی، خو تر اوسه په دې اړه کوم توافق نه دی شوی.
ولسمشر بایډن ښه پوهېږي چې د نړۍ عامه احساسات په چټکۍ سره بدلون موندلی شي او د اسرائیلو ملاتړ ممکن د فلسطیني قربانیانو او کړاوونو عکسونو په سیوري له منځه ولاړ شي.
داسې وېره هم شته چې پر غزې باندې هر څومره وحشیانه برید وشي، په هماغه اندازه به په سیمه کې د جګړې د پراخېدو پر لوري د نورو هېوادونو د ښکېلېدو لامل شي.
داسې امنیتي اندېښنې هم شته چې تېښته ترې ناممکنه ده.
بایډن له ۵۰ کلونو راهیسې اسرائیلو ته سفر کوي او نتنیاهو له ۴۰ کلونو راهیسې پېژني، د دوی اړیکې د "روښانه اړیکو" په توګه بیانوي.
ولسمشر بایډن د ځینو مسلو په اړه روښانه نظر لري او باور لري چې دا به د اسرائیلو لپاره یوه تېروتنه وي چې غزه اشغال کړي.

د عکس سرچینه، AHMAD HASABALLAH/GETTY IMAGES
بایډن وویل چې د څو کلونو راهیسې د فلسطیني دولت د جوړولو په برخه کې د پرمختګ له نشتوالي سره سره د فلسطیني ادارې او یوه فلسطیني دولت ته د یوې لارې جوړېدو اړتیا ده.
هغه به خامخا غواړي په اسرائیلو باندې د امکان تر حده فشار راوړي، چې په غزه کې ډیر محتاط عمل وکړي او ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.
متحده ایالات تل د اسرائیلو تر ټولو وفادار او ژمن ملګری پاتې شوی دی.
پرته له دې چې په پام کې ونیول شي، د سپینې ماڼۍ راتلونکی واکمن به څوک وي، تل سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو پراخ ملاتړ او د هغوی د وجود، امنیت او خوندیتابه د حق غوښتونکی موجود دی.
له لسیزو راهیسې، ولسمشر بایډن د اسرائیلو په ملاتړ کې یو له خورا څرګندو سیاستوالو څخه و، چې په ۱۹۸۶ کې یې ویلي وو "که اسرائیل نه وای، متحده ایالاتو به په سیمه کې زموږ د ګټو د ساتنې لپاره اسرائیل جوړ کړی وای".
اوس د دې وخت دی چې د امریکا ولسمشر له خپل ټول نفوذ او ځواک څخه په استفادې هڅه وکړي چې د وینو تویولو او مرګژوبلې د محدودولو او په ټول منځني ختیځ کې د پراخې جګړې مخه ونیسي.
د دې ټولو حرکتونو په منځ کې، د واقعیت پر ځمکه روانې پېښې تر هر بل وخت کار لا ستونزمنوي.











