متقابلې ګټې یا ستراتیژي: امریکا ولې په هر حالت کې د اسرائیلو ملاتړ او مرسته کوي؟

د اسرائیلو او امریکا بیرغ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ماریانا سانچیز
    • دنده, بي بي سي نیوز برازیل، واشنګټن

دغه متن د اېډېټوريل پاليسۍ له مخې بيا اېډېټ شوی.

"د اسرائیلو او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ اړیکي ډېر ژور دي". د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته بېلابېلې څرګندونې کړې دي، چې ښکاري د امریکا له لوري د اسرائیلو ملاتړ پکې اعلان شوی دی.

دا ملاتړ یوازې په خبرو کې محدود نه دی، بلکې په عمل کې هم ثابت شوی دی: د برید په لومړیو څلورو ورځو کې، د امریکا ولسمشر د اسرائیلو له لومړي وزیر سره درې ځله ټیلیفوني خبرې کړې دي، سیمه ته یې د امریکا تر ټولو د پرمختللیو جنګي الوتکو (جیرالډ فورډ) او همدارنګه اسرائیلو ته یې د اړتیا وړ وسلو بار بېړۍ استولو ژمنه وکړه.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په داسې حال کې اسرائیلو ته ولاړ،‌ چې د امریکا ولسمشر هم د کانګرس له لوري له اسرائیلو سره د دفاعي مرستندویه بستې د تصویب په تړاو وینا وکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا په سیاست کې دا ډول عمل کېږي. د اسرائیلو په تړاو د امریکا دا دریځ څو لسیزې مخینه لري.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اسرائیل د امریکا تر ټولو ډېر وسایل ترلاسه کوونکی دی. د امریکا د کانګرس د رپوټ له مخې،‌ چې په تېره مارچ میاشت کې خپور شو، له ۱۹۴۶ تر ۲۰۲۳ پورې امریکا له اسرائیلو سره ۲۶۰ میلیارده ډالره مرسته کړې ده، چې نیمايي هغه یې پوځي مرسته وه.

له اسرائیلو د امریکا ملاتړ پر دوه اړخیزو مسلو پورې محدود نه دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه دایمي غړي په توګه امریکا د اسرائیلو په ګته څو ځله له خپل وېټو حق ګټه اخیستې ده.

په سن‌فرانسیسکو پوهنتون کې د منځني ختیځ د څېړنیز مرکز بنسټګر پروفیسر سټیفن زونز وايي "د ملګرو ملتونو تاریخ کې امریکا له ۸۰ ډېر ځله له خپل وېټو حق ګټه اخیستې ده چې نیمايي هغه یې د اسرائیلو د ژغورلو لپاره و. امریکا هغه یوازېنی هېواد دی چې څو ځله یې د اسرائیلو په ګټه خپله رایه کارولې ده".

دی وايي: "له تاریخي اړخه، ډېری هېوادونو د اسرائیلو بریدونه او همدارنګه ملکیان په نښه کول غندلي دي؛ ځکه ګوتنیوونکي باورمن دي چې د ولسي خلکو بمبارول ناسم عمل دی." خو له بلې خوا، امریکا هېڅ د اسرائیلو نوم نه اخلي، یوازې پر فلسطینیانو نیوکه کوي.‌

د حماس له وروستیو بریدونو راپدېخوا، د امریکا ولسمشر پر اسرائیلو د هغوی د ځوابي کړنو په تړاو له مستقیمې نیوکې ډډه کړې، حال دا چې اسرائیلو پر غزه،‌ برېښنا، اوبه او خوراکي توکي بند کړي او هلته یې د سختو بمباریو لړۍ روانه ساتلې ده.

نو، د امریکا او اسرائیلو د دومره ژورو اړیکو بنسټ څه دی؟

تاریخي ریښې

د هولوکوسټ په پایله کې، د یوه اسرائیلي هېواد جوړېدو غوښتنې له نړیوال ملاتړ برخمنې شوې، چې یهودانو یې ۵۰ کاله غوښتنه او هیله درلوده،‌ ددغه هېواد جوړېدل په داسې یوه سیمه کې وو چې فلسطیني عربان هلته څو پېړۍ اوسېدلي.

د دویمې نړیوالې جګړې پای کې، د امریکا متحده ایالتونو او پخوانی شوروي اتحاد د نړۍ د داسې دوو لویو زبرځواکونو په توګه راڅرګند شول چې د نړیوال نفوذ پر سر له یو بل سره سیالي وکړي. هغه مهال اروپايي قدرتونه د جګړې له کبله کمزوري شوي وو. په دا ډول شرایطو کې چې د اسرائیلو جوړېدل اعلان شول، چې امریکا سم‌لاسي اسرائیل په نړۍ کې د ګڼ وګړیز یهودي هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.

د وروستیو اټکلونو له مخې، نژدې ۶٫۵ میلیون یهودان په اسرائیلو او ۶ میلیون نور په امریکا کې اوسېږي.

هاغه مهال پخواني شوروي اتحاد هم د اسرائیلو ملا تړلې وه. نژدې دوه لسیزې امریکا او پخواني شوروي اتحاد په ورته کچه د اسرائیلو ملاتړ وکړ- ان هغه مهال چې اسرائیل په ۱۹۵۶ کال د سویز کړکېچ پر مهال له بریتانیا او فرانسې سره پر مصر برید وکړ،‌ امریکا او شوروي اتحاد هم ددغه برید ملا وتړله.‌

یوه لسیزه وروسته، کله چې روښانه شوه اسرائیل په سیمه کې د شوروي اتحاد د ګټو پرضد رغنده رول لوبولی شي، د سړې جګړې په اوج کې د امریکا دریځ بدل شو.

بایډن

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

وروسته له هغه چې اسرائیلو د شوروي اتحاد په ملاتړ عرب ټلوالې ته - چې مصر، اردن او سوریه پکې وو- په شپږ ورځنۍ جګړه کې له ماتې سره مخ کړه،‌ له اسرائیلو سره د امریکا ډیپلوماتیکې او اقتصادي مرستې خورا ډېرې شوې، په راتلونکو لسیزو کې د اسرائیلو او امریکايي یهودي ټولنو ترمنځ همکاري هم د پام وړ وه.‌

د ۲۰۲۱ کال د یوې څېړنې له مخې، په هرو څلورو امریکايي یهودانو کې یوه یې په اسرائیل کې ژوند کړی یا څو ځله اسرائیلو ته تللی دی. د سروې له مخې، له هرو لسو امریکايي یهودانو څخه شپږ یې له اسرائیلو سره یوڅه تړاو لري.

سټیفن زونز وايي، د دوو ټولنو ترمنځ اړیکې د امریکا د ملاتړ په تشرېح کې مرسته کوي.

ګټې او تګلارې

قدس

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

څلوېښت کاله مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر الکسندر هیګ ویلي وو "اسرائیل د امریکا تر ټولو ستره نه ډوبېدونکې جنګي بېړۍ ده چې هېڅ امریکایي عسکر پکې سپور نه دی او په داسې سیمه کې موقعیت لري چې د امریکا ملي امنیت ته ډېر مهمه ده".

د بهرنیو اړیکو د شورا مشرې کالي رابینسن وویل، "منځنی ختیځ د امریکا لپاره د انرژۍ، د ایران د نفوذ او د شوروي اتحاد له کبله ډېر مهم دی او له همدې امله د اسرائیلو د امنیت تامین د امریکا د هرې ادارې لومړیتوب دی".

سړه جګړه پای ته ورسېده، خو د امریکا او اسرائیلو ترمنځ اړیکي نه دي بدل شوي. د دې یو لامل په سیمه کې پرتې لویې ستونزې دي.

ایران د خپل لانجمن اټومي پروګرام له امله په سیمه کې د امریکا لپاره یو لوی سرخوږی دی، چې پر اسرائیلو د حماس د بریدونو ملاتړ هم کوي. که څه هم اسرائیل او امریکا په وروستیو بریدونو کې د ایران رول ته اشاره کړې، خو د امریکا استخباراتي ادارې تر اوسه په دې اړه کوم کره شواهد نه دي موندلي. په وروستیو کې ایران له روسیې او چین سره اړیکې پیاوړې کړې او امریکا ته د اسرائیلو اهمیت زیات شوی دی.

پروفیسور سټیفن زونز وايي چې اسرائیل یو پیاوړی هوايي ځواک لري چې په سیمه کې هوايي کنټرول ساتي. هغه د لبنان او اردن په شمول په ډېرو هېوادونو کې د کیڼ اړخو او اسلامي انقلابي غورځنګونو په ځپلو کې مرسته وکړه.

موساد او سي‌ای‌اې نژدې همکاري کوي او اسرائیل هم هغو ګوندونو ته وسلې ورکوي چې متحده ایالتونه یې د سیاسي دلایلو لپاره مستقیم ملاتړ نه شي کولی، لکه نیکاراګوا یا ګواتیمالا یا کولمبیا.

په نوي نسل کې د اسرائیلو ملاتړ کم شوی؟

قدس

د عکس سرچینه، Getty Images

پروفیسور سټیفن زونز وايي چې اوس هم په امریکا کې دا انګېرنه شته چې اسرائیل یو داسې ملت دی چې له پېړیو جلاوطنۍ وروسته یې خپل دولت جوړ کړی چې یو ډیموکراټیک هېواد دی او له شاوخوا عرب دیکتاتورانو څخه ډېر توپیر لري.

په هر حال، دا تاثر د امریکا نوي نسل ته نه لېږدول کېږي. د ۲۰۲۲ کال د جولای د یوې سروې له مخې، ۶۷ سلنه امریکایان چې عمرونه یې له ۶۵ تر ۶۰ کلونو دي د اسرائیلو په اړه مثبت نظر درلود، خو دا سلنه د ۱۸ او ۲۹ کلونو په عمر لرونکو امریکایانو کې ۴۱ سلنې ته راښکته شوې ده.

د دې یو لامل په اسرائیلو کې د ښي اړخو حکومتونو سیاستونه او د اردن لوېدیځ کې د مېشت‌ځایونو دوام دی.

د پروفیسور سټیفن زونز په وینا، "د ځوان نفوس په منځ کې د اسرائیلو د چلن منفي تصور لا تر اوسه د امریکا په سیاست اغېزه نه ده کړې ځکه چې په سیاسي او حکومتي ډګرونو کې پرېکړه کوونکي لا هم د دې نسل میندې او پلرونه دي."