غزه کې تر ټولو مرګونې ورځ؛ د اوربند لپاره غوښتنې په ډېرېدو دي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائيلو له خوا پر غزې بمبارۍ او د اسرائيلو پر سويلي ښارونو راکټي بريدونو سره دغه جګړه دويمې اوونۍ ته وغځېده چې ويل کېږي تر دې مهاله له ۲۰۰ زيات فلسطينيان او ۱۰ اسرائيلي وګړي په کې وژل شوي دي. دا نښتې په داسې حال کې روانې دي چې د پای ته رسولو لپاره يې ډيپلوماتيکې هڅې هم ګړندۍ شوې خو لا يې کومه ګټه نه ده ورکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د تاوتريخوالي ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه کړې او په اسرائيلو او فلسطينيانو يې غږ کړی چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو د ژوند ساتنه وکړي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح سيسي او د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون هم په پاريس کې تر ليدنې وروسته د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ د نښتو سملاسي درولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي مکرون ويلي چې فرانسه دا ځل هم د دواړو غاړو تر منځ په منځګړيتوب کې د مصر د رول هرکلی کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د روغتيايي چارواکو په وينا د تاوتريخوالي د پيل راهيسې د اسرائيلو هوايي بريدونو کې د ۸۵ ماشومانو او ۳۴ مېرمنو په ګډون ۲۰۱ فلسطينيان وژل شوي دي.
له غزې تړانګې د اسراییلو پر خاوره توغندیز بریدونه هم مرګ ژوبله لري او اسراییلو ویلي چې د ۲ ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان په کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو هوايي ځواکونو د دغو نښتو پر اتمه ورځ (دوشنبه د می ۱۷مه) سهار وختي غزه کې ۸۰ هوايي بریدونه کړي دي.
دا تازه هوايي بریدونه تر هغې وروسته شوي چې فلسطیني وسله والو له غزې د اسراییلو په سویلي سیمو توغندیز بریدونه وکړل.
تر اوسه دغو تازه بریدونو کې دواړو خواو ته د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو جزیات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې یکشنبه د دغو نښتو تر ټولو مرګونې ورځ وه. په دې ورځ غزه کې د اسراییلو هوايي بریدونو ۴۲ کسان ووژل. خو اسراییل وايي غزه کې د حماس ډلې اړوندې ودانۍ او د دې ډلې مشران په نښه کوي او لسګونه وسله وال یې وژلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
بلخوا ملګرو ملتونو ویلي چې غزه کې د تیلو له کمښت سره مخامخ شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د تیلو کمښت د روغتونونو چارې ځندولی شي.
د منځني ختیځ د سولې پروسې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي مرستیالې لین هاسټېنګز بي بي سي ته ویلي، د اسراییلو له چارواکو یې غوښتي چې ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړې چې غزې ته تیل او نور اړتیا وړ توکي ولېږدوي، خو هغوی یې دا غوښتنه رد کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترڅ وضعیت ''بشپړ وحشتناک '' بللی او ټینګار یې کړی چې جګړه باید سملاسي ودرول شي.
بل لور ته 'یکشنبه ' د اسلامي همکارۍ سازمان بهرنیو چارو وزیرانو د سعودي عرب په مشرۍ انلاین غونډه کې پر غزه د اسراییل بریدونو درولو غوښنه کړې.
په یوه اعلامیه کې 'په ډېره سخته لهجه د اسراییل وحشیانه تېری ' غندل شوی، دا 'له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه ' بلل شوې او د فلسطینیانو پر وړاندې اسراییل په 'سیسټماتیک جنایت ' تورن شوي دي.
د دغه سازمان ۵۷ غړو هېوادونو د نه عملي کېدو لپار د امنیت شورا پر تګلاره هم نیوکه کړې.












