څوک د اقصی جومات څارنه او خدمت کوي؟

المسجد الأقصى

د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل اړخونه د الاقصی جومات د چارو مسئولیت لري، له اسلامي خلافتونو نیولې تر هغو واکمنو ادارو چې پر فلسطین او سیمه یې واکمني کړې ده.

که تېرو سلو کلونو ته وګورو،‌ وبه مومو چې اقصی جومات د عثمانیانو د واکمنۍ پرمهال د عثمانيانو د حج د وزارت اړوند و.

په ۱۹۲۲ کال د عثماني خلافت تر ړنګېدا او د بریتانیا تر ښکېلتیا وروسته، د قدس د عمومي مفتي شیخ امین الحسیني په مشرۍ عالي اسلامي شورا د مسلمانانو او د دیني بنسټونو چارې مخته وړلې چې اقصی جومات هم پکې شاملېږي.

د اسراییلو له راتګ سره، د قدس د اوقافو چارې اردن ته وسپارل شوې چې تر یې ننه ددغه هېواد شاهي کورنۍ پالنه کوي.

المسجد الأقصى

دا چار اردن ته ځکه سپارل شوې ده چې د نړیوال قانون له مخې، د اسراییلو تر ښکېلاک مخکې هم د سپېڅلو ځایونو پالنه او څارنه د اردن پر غاړه وه.

د ۱۹۶۷ تر جګړې وروسته،‌ اسراییلو هڅه وکړه چې د اسلامي او مسیحي مذهبي ځایونو چارې د اسراییلو د دینونو اړوند وزارت تر واک لاندې راولي، خو په دې کې بریالي نه شول.

په ۱۹۶۹ کال د اقصی جومات تر سوځېدا وروسته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۱ پرېکړې له مخې، له اسراییلو غوښتل شوي چې د اردن له لوري د سپېڅلو ځایونو د ترمیم او ساتنې په چارو او پروژو کې د خنډ او ځنډ لامل نه شي.

وروسته په ۱۹۹۴ کال د اردن او اسراییل ترمنځ د (وادي عربة) په نامه د سولې هوکړه وشوه،‌ چې اردن پکې د سپېڅلو ځایونو د ساتلو مسئولیت وګاټه.

د ۲۰۲۱ روژې میاشتې وروستیو ورځو کې اسراییلو اقصی کې پر لمونځ کوونکو بریدونه پیل کړل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ۲۰۲۱ روژې میاشتې وروستیو ورځو کې اسراییلو اقصی کې پر لمونځ کوونکو بریدونه پیل کړل

اوسمهال د اردن د اسلامي چارو او سپېڅلو ځایونو د ساتلو اړوند وزارت د اقصی جومات،‌نورو سپېڅلو اسلامي او مسیحي ځایونو د ساتلو مسئولیت او څارنه ‌پرغاړه لري.

په دې مسئولیت کې د اقصی جومات د څوارلسو دروازو څارنه او د دروازو د کیلیانو ساتلو مسئولیت هم لري، خو د (المغاربة) په نامه دروازه له ۱۹۶۹ کال راهیسې لاهم د اسراییلو په لاس کې ده.

د قدس د اوقافو اسلامي شورا دې کار ته ټاکل شوې ده، چې غړي یې د اردن د وزیرانو شورا له لوري ‌ټاکل کېږي.

ددې شورا مشري شیخ عبدالعظیم سهلب کوي او د قدس د اوقافو عمومي مسئول شیخ عزام الخطیب دی او د اقصی جومات د چارو مدیریت د شیخ عمر الکسواني پر غاړه دی.

د اردن د اوقافو وزارت د هغې شاهۍ جرګه ګۍ څارنه هم کوي چې د اقصی جومات او قبة الصخرة د رغولو چارې مخته وړي.

د جومات اوسني خطیبان څوک دي؟

شیخ عبدالعظیم سهلب (منځ کې) په ۲۰۱۷ کال د قدس د اوقافو د عالی شورا مشر و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شیخ عبدالعظیم سهلب (منځ کې) په ۲۰۱۷ کال د قدس د اوقافو د عالی شورا مشر و

د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د اوقافو وزرات شیخ یوسف عبدالوهاب ابو سنینة د اقصی د خطیبانو مشر وټاکه.

همدارنګه دوه نور شیخان ایاد العباسي او محمد مصطفی سرندح هم خطیبان وټاکل شول.

په وروستیو کلونو کې د اقصی جومات مشهورو خطیبانو کې شیخ عکرمه صبري هم و، چې له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۶ کال پورې د فلسطین مفتي و.

د کورونا وبا له پیلېدا مخکې اقصی جومات کې زرګونه او ځینې وخت لسګونه زره کسانو د جماعت لمونځ کاوه.

ځینې رپوټونه وايي چې د ۲۰۲۱ کال روژې میاشتې د وروستۍ جمعې ورځې لمانځه کې تر ۷۰ زرو ډېرو کسانو په لمانځه کې ګډون کړی و.

اسراییل د غزې او لوېدیځې تړانګې اوسېدونکي او هغه کسان چې زرغون کارت ونه لري، اقصی جومات ته ننوتلو ته نه پرېږدي.