ملګري ملتونه: د غزې شاوخوا یو میلیون اوسېدونکي بې ځایه شوي

غزه

د عکس سرچینه، EPA

ملګري ملتونه وايي، د حماس لخوا پر اسرائیل د برید غبرګون کې پر غزې تړانګه د اسرائیلو لخوا د بریدونو له پيلېدو راهیسې نژدې یو میلیون کسانو خپل کورونه پريښي دي.

هلته ددې ادارې استازولۍ انراوا (UNRWA) ویلي، د اسرائیلي ځواکونو له خبرادري وروسته له جمعې ورځې سلګونه زره فلسطینیان د غزې تراړې له شمالي برخې سویل ته تللي دي.

په اردن کې د دې ادارې یوه ویاند 'تمارا الریفای' له اسرائیلو غوښتي چې غزې ته دې د بشردوستانه مرستو د لېږد مخه نه نیسي.

هغه ویلي، د خوراکي توکو له رسېدو پرته به هلته خلک مړه شي.

د ملګرو ملتونو نورو چارواکو هم په غزه کې د سخت حالت خبرداری ورکړی او د اوربند غوښتنه یې کړې.

ملګري ملتونه وايي، د غزې په شمالي سیمو کې له خپلو مېنو تښتېدلي سلګونه زره کسانو اوس په سویلي غزه کې په ښوونځیو، روغتونونو، نورو عامه ودانیو کې او يو شمېر په لارو کوڅو کې اړولي دي.

ډاکترانو بي‌بي‌سي ته ویلي، درمل په ختمېدو دي او په روغتونونو کې د جنراتورونو چلولو لپاره ډېر لږ تېل پاتې دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د غزې په شمال کې له شلو روغتونونو د ناروغانو د ایستلو په تړاو د اسرائیلو امر خلکو ته مرګ سزا ورکولو په معنی دی.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

په غزه کې د ملګرو ملتونو دفتر انراوا له اسرائیلو غوښتي چې غزې ته دې د بشري مرستو پر لېږد لګیدلی بندیز لرې کړي.

د انراوا ویاند تمارا الریفای وايي، که هلته تېل او اوبه ونه رسیږي، فلسطینیان به له تندې مړه شي.

دی وايي "هغه څه چې موږ وینو، د غزې شمال کې زموږ همکاران لا هغو کسانو ته هم خوندیتوب او مرستې نه شي برابرولی چې زموږ په خپلو پناه ځایونو کې میشت شوي دي."

نوموړی زیاتوي "زما همکاران د یوه داسې بې ځایه کېدو په اړه خبرې کوي چې په ۱۹۴۸ کال د فلسطیانیانو اصلي بېځایه کېدو ته ورته دي. دا ډېر لوی او سخت کار دی چې یو میلیون خلکو ته وویل شي چې په څو ساعتونو کې دننه دننه له خپلو مېنو ووځئ. دا واقعا د نه منلو خبره ده."

ښاغلی الریفای وايي، همکارانو یې ورته له غزې د سختو وحشتناکو پېښو رپوټونه ورکړي.

نوموړي ویلي "هغوی د میندوارو مېرمنو، ماشومانو، معیوبو او زړو کسانو خبره کوي چې نه شي کولای خپل کورونه پرېږدي. دا یوه واقعي تمه نه ده چې څه باندې یو میلیون خلک دې خپلې سیمې پریږدي او بل ځای دې ځان ته سرپناه پیدا کړي."

اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په شمال کې شاوخوا یو اعشاریه یو میلیونه خلکو ته خبرداری ورکړی چې پر غزه د احتمالي ځمکنيو بریدونو پیلېدو مخکې له دې برخې ووځي او سویلي برخې ته ولاړ شي.

ملګرو ملتونو دا یو وحشتناک امر بللی دی.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د حماس چارواکو له وړاندې پر خلکو غږ کړی چې د اسرائیلو خبرداري ته پام ونه کړي.

پرون د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په رسنیز پیغام کې وویل، د غزې خلک به هېڅکله خپلې سیمې پرې نږدي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو مشر مارټېن ګرېفېټس وايي، په غزه کې وضعیت په چټکۍ له زغمه د وتلو په حال کې دی.

هغه زیاته کړې، د اسرائیلو له خبرداری راهیسې شاوخوا یو میلیون خلک بېځایه شوي په داسې حال کې چې برېښنا، پاکې اوبه، سونتوکي او خوراکي توکي نه لري.

د غزې لپاره د ملګرو ملتونو یوه همغږي کوونکې لېن اېلېزابیت ویلي، ملګري ملتونه د اوربند غوښتنه کوي او په وینا یې همدا یوازینی حل دی.

اغلې اېلېزابېت وايي "د اسرائیلو لخوا د غزې شمالي برخې یو میلیون اوسېدونکو ته د وتلو لپاره د ۲۴ ساعتونو ضرب الاجل ټاکل په بشپړ ډول ناممکنه خبره ده. ملګري ملتونو د اوربند غوښتنه کوي او همدا یوازینی حل دی. حل لار دا نه ده چې غزه په بشپړ ډول ویجاړه کړای شي چې ملکیان بیا بېرته راستنېدو لپاره هېڅ ونه لري."

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

حماس تېره شنبه سهار پر اسرائیلو بې ساری برید وکړ چې تر اوسه پکې د ۱۳۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی او ویل شوي چې سلګونه نور ټپیان دي.

حماس جنګیالیو لسګونه اسرائیلیان یرغمل هم نیولي.

اسرائيل د دغه برید په غبرګون کې پر غزې تړانگه هوايي بريدونه پيل کړل چې لا هم روان دي.

ملګري ملتونه وايي، له تېرې نژدې یوې اونۍ راهیسې پر غزه د اسرائیل بمبارۍ کې نژدې ۱۳۰۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي.

له بل پلوه د بي بي سي ویریفای څانګې تائید کړې، چې له غزې د تښتېدونکو خلکو د ګاډو پر یوه کاروان هوايي برید کې ښځو او کوچنيو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې.

دغه خلک له غزې وتل چې اسرائیلي ځواکونو یې د ګاډو پر کاروان برید وکړ.

اسراییل

د عکس سرچینه، Getty Images

تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې څه باندې ۲۲۶۰ فلسطینیان وژل شوي او زرګونه ټپیان دي.

اسرائيلو همدا راز پر غزې تېل، خوراکي توکي او اوبه قطع کړي او په دې توګه یې دغه تراړه په بشپړ ډول کلابنده کړې ده.

ویل شوي چې دا کلابندي به تر هغې پای ته ونه رسېږي چې اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشي شوي نه وي.