پر غزه درنه درنه بمباري: اسرائيلو خپل ځواکونه غونډ کړي
تېره شنبه (۷ اکتوبر) چې د حماس وسله والو پر اسرائيلو بريد وکړ، لږترلږه ۱۳ سوه اسرائيل وژل شوي. داسې حال کې چې د اسرائيلو غچ اخيستو بمباري په اړه تازه معلومات ښيي چې غزه کې له ۲۲ سوو ډېر خلک وژل شوي دي، او ۹ زره نور ژوبل شوي دي.
غزه کې د بي بي سي پخوانی خبريال جان ډانيسن، هلته تر کلابندۍ او پرله پسې بمباريو لاندې ژوند ته کتنه کړې. خو يوه يادونه دا چې راپور کې یې ځينې بوږنوونکي انځورونه دي.