بیروت چاودنه کې د حماس مرستیال وژل شوی دی

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلي چارواکي وايي، په بیروت کې د حماس مرستیال مشر وژنه پر لبنان د برید په مانا نه ده.
د اسرائیل یوه ویاند مارک ریګېو ویلي، صالح العاروري د حماس مشرتابه پر ضد د عملیاتي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
حماس دا برید غندلی او د حماس اتحادي حزب الله بیا دا د لبنان پر ملي حاکمیت برید بللی. د لبنان لومړي وزیر بیا پر اسرائیل تور پورې کړی، چې غواړي لبنان مخامختیا ته راکاږي.
له دې مخکې د لبناني رسنیو په رپوټونو کې ویلي شوي، چې د حماس یو مرستیال سیاسي مشر العاروري له شپږ نورو کسانو سره یو ځای د بیروت ښار سویلي برخه کې په یوه ډرون برید کې وژل شوی.
د رسنیو په وینا برید کې د حماس دوه پوځي قومندانان او څلور نور غړي وژل شوي. العاروري د حماس پوځي څانګې القاسم لوا مهم غړی او د حماس مشر اسماعیل حنیه له نژدې کسانو یو بلل کېده.
دی په لبنان کې د حزب الله او حماس تر منځ د اړیکو مسوول و.
هغسې چې د اسرائیل اصولي دریځ دی، اسرائیلي ویاند تائید نه کړه، چې دا وژنه اسرائیل کړې، خو له ایم اېس این بي سي خبري شبکې سره یې په خبرو کې وویل: ''هر چا چې دا (برید) کړی، باید څرګنده وي چې دا پر لبنان هېواد برید نه دی، ان دا پر ترهګره ډله حزب الله هم برید نه دی. هر چا چې دا کړی، د حماس پر مشرتابه یو عملیاتي برید دی، هر چا چې دا کړی، ډېره ښکاره ده، چې له حماس سره ستونزه لري.''
۵۷ کلن العاروري د حماس تر ټولو مهم کس دی، چې د اکتوبر پر ۷مه له دې ډلې سره د اسرائیل د جګړې له شدت وروسته وژل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لبنان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د اسرائیلو یوې بې پیلوټه الوتکې د بیروت په مشرفیه کې د حماس دفتر په نښه کړ او په دې برید کې "شپږ کسان وژل شوي" او "یو شمېر نور ټپیان" دي.
حماس له هغه وروسته د برید په پایله کې د سیاسي دفتر د مرستیال صالح العاروري وژل کېدل تائید کړل او دا يې "ترهګريز" بريد وباله.
د فرانسې خبري اژانس په بيروت کې د يوه لوړ پوړي امنيتي چارواکي له خولې ويلي چې د ښاغلي العاروري ساتونکی هم وژل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس ته اسرائیلي پوځ ویلي، د بهرنیو رسنیو په راپورونو تبصره نه کوي.
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي په پلازمینه بیروت کې چاودنه یو "جرم" بللی چې "دا لبنان له اسرائیلو سره د مقابلې نوي پړاو ته راکاږي".
د میقاتي په وينا چاودنه کې "ډېر" ټپیان او وژل شوي دي.
صالح العاروري څوک و؟
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې ښاغلي العاروي له ايران سره نژدې اړيکې لرلې، څو ځله يې تهران ته سفر کړی او د دغه هېواد له مذهبي مشر سره يې هم ليدلي وو.
پر اسرائيلو د حماس په مشرۍ له بريد راهیسې د لبنان او اسرائیلو تر منځ کړکېچ زيات شوی او پر پوله د دواړه هېوادونو تر منځ وخت ناوخت نښتې هم کېږي.
د تېرې مياشتې په وروستيو کې د اسرائيلو دفاع وزير ويلي وو که چېرې بريدونه دوام وکړي اسرائيلي ځواکونه به له پولې د حزب الله ډلې د لېرې کولو ګام پورته کړي.
حزب الله د لوېدیځو هېوادونو، اسرائیلو، خلیجي عربي هېوادونو او عرب لیګ له خوا د یوې "ترهګرې" ډلې په توګه پېژندل کېږي.











