د لبنان حزب الله ډله؛ څوک دي او څومره پیاوړې ده؟

حزب الله

د عکس سرچینه، EPA

د لبنان حزب الله غورځنګ یو سیاسي ګوند او شیعه وسله واله ملېشه ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا یې ملاتړ کېږي.

حسن نصرالله له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دغه غورځنګ عمومي منشي او مشر دی.

حزب الله غورځنګ د ۱۹۸۰ لسېزې په لومړیو کې د اسرائیلو له خوا د لبنان د اشغال پر مهال د ایران د حکومت په مالي او پوځي مرسته جوړ شو.

حزب الله ډله د سویلي لبنان د شیعه ګانو د دفاع لپاره د یوه ځواک په توګه راڅرګنده شوه، چې په دودیز ډول له واک څخه بهر پاتې وو.

د دې غورځنګ ایډیالوژیکې ریښې په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې په لبنان کې د شیعه اسلام له بیا راژوندي کېدو سره تړلې دي.

حزب الله په ۲۰۰۰ کال کې له لبنانه د اسرائیلي ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو ځواکونو د بې وسلې کولو اړوند فشار پر وړاندې مقاومت او 'د اسلامي مقاومت' په نوم د خپلې پوځي څانګې تجهیزولو او پیاوړي کولو ته دوام ورکړ.

دې ډلې په تدریجي ډول د لبنان په سیاسي سیستم کې هم رېښې وځغلولې او له خپلې سیاسي څانګې سره د لبنان په یوه مهم سیاسي ګوند واوښت، چې اوس ان د کابینې د پریکړو کې د ویټو کولو ځواک هم لري.

حزب الله ډله له کلونو راهیسې د یو لړ چاودنو او بریدونو په پلانولو تورنه ده، چې زیاتره یې د اسرائیلو او امریکا پر اهدافو وو.

لویدیځ هېوادونه، اسرائیل، د فارس خلیج عربي هېوادونه او عرب ټولنه دغه غورځنګ یو «ترهګر» سازمان ګڼي.

د حزب الله ډلې مشر د سوریې د ولسمشر بشارالاسد اصلي متحد و.

هغه د دې هېواد د کورنۍ جګړې پر مهال چې ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه، خپل زرګونه وسله وال سوریې ته واستول، چې د بشارالاسد له ځواکونو سره یو ځای د مخالفینو پر وړاندې جګړه وکړي.

سوریه کې د کورنۍ جګړې په سختیدو سره له یاغیانو د پوستو په بیرته نیولو کې په ځانګړې توګه د سوریې او لبنان په غرنیو سرحدي سیمو کې د دغه غورځنګ ملاتړ مهم رول درلود.

اسرائیلو په وار وار سوریه کې د ایران او د لبنان د حزب الله پر اهدافو بریدونه کړي، خو ډېر لږ یې پړه پر غاړه اخیستې ده.

په سوریه کې د حزب الله ښکیلتیا په لبنان کې توکمیز تاوتریخوالی نور هم زیات کړ.

د سوریې له ولسمشر څخه، چې علوی شیعه دی، د دغه غورځنګ ملاتړ او پر ایران تکیه، د فارس خلیج سره پر پوله د هغو عربو هېوادونو دښمنی لا پسې پیاوړې کړه، چې مشری یې په سیمه کې د ایران له اصلی سیال سعودی عرب سره ده.

له هغه وروسته چې حماس د اکتوبر پر اوومه په اسرائیلو ناڅاپه خونړی برید وکړ او لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول، د حزب الله او اسرائیلو تر منځ هم سرحدي سیمو کې په پرله پسې ډول ډزې پیل شوې.

په ورته وخت کې غزه کې د اسرائیلو په ځوابي هوايي بریدونو کې په زرګونه کسان ووژل شول او حزب الله اعلان وکړ، چې د اسرائیلو سره په جګړه کې د رول لوبولو لپاره "بشپړ چمتو" دی.

د ټولنیزو خدماتو ترڅنګ د حزب الله نظامي، امنیتي او سیاسي نفوذ دا ډله د لبنان په دولت کې دننه په یو داسې ځواک مشهوره کړې، چې له دولتي بنسټونو سره سیالي کولی شي او د خپلو سیالانو سختې نیوکې یې راپارولې دي.

په اوس وخت کې د دغه غورځنګ وړتیا له ځینو اړخونو د لبنان پوځ په پرتله لوړه ده او د پام وړ ځواک هم لري، چې له اسرائیلو سره د ۲۰۰۶ کال په ۳۳ ورځو جګړه کې څرګند شو.

د لبنان ځینې ډلې حزب الله د دې هېواد ټیکاو ته یو ګواښ ګڼي، خو دغه غورځنګ د لبنان د شیعه ګانو په منځ کې محبوبیت لري.

د اسرائیل ضد

حزب الله

د عکس سرچینه، REUTERS

د حزب الله غورځنګ د اصلي رېښې پیدا کول اسان نه دی، خو لومړنۍ نښې يې په ۱۹۸۲ کال کې د فلسطیني اورپکو د بریدونو په ځواب کې پر سویلي لبنان باندې د اسرائیلو له برید وروسته ترسترګو شوې.

نوی تنظیم چې د "امل الاسلامي" په نوم پیژندل شوی و، مرکز بقاع دره کې و.

دغه تنظیم له سپاه پاسداران ښه پوځي او سازماني ملاتړ ترلاسه کړ او ویې کولی شول، چې د شیعه اورپکو د ډلې په توګه سر را پورته کړي، چې وروسته د حزب الله په غورځنګ باندې بدل شو.

دې ډلې په هغه وخت کې پر اسرائيلي ځواکونو او متحدینو یې (د لبنان سویلي ځواک) سخت بریدونه وکړل او په لبنان کې يې د بهرنيو قدرتونو ګټې هم په نښه کړې.

ویل کېږي په ۱۹۸۳ کال کې د امریکا پر سفارت او د امریکا د سمندري ځواکونو پر اډې بمي بریدونه، چې ۲۵۸ امریکایان او ۵۸ فرانسويان په کې ووژل شول، د همدې ډلې کار و.

دا بریدونه له لبنانه د لویدیځ سوله ساتو ځواکونو د وتلو لامل شول.

په ۱۹۸۵ کال کې د حزب الله غورځنګ په رسمي توګه د یوه پرانیستي لیک په خپرولو سره خپل موجودیت اعلان کړ او امریکا او روسیه یې د اسلام اصلي دوښمنان یاد کړي وو.

په دې لیک کې حزب الله د اسرائیلو د "له منځه وړلو" غوښتنه کړې، چې د دې ډلې په وینا، د مسلمانانو ځمکې یې اشغال کړې وې.

حزب الله

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، سید حسن نصرالله - د حزب‌الله مشر

حزب الله همدا راز 'د خلکو د مستقیمې رایې له لارې د داسې اسلامي سیستم د رامنځ ته کېدو' غوښتنه وکړه، چې 'جبري او تپل شوی نه وي.'

په ۱۹۸۹ کې د طائف تړون د لبنان کورنۍ جګړه پای ته ورسوله او د اورپکو د بې وسلې کولو غوښتنه یې وکړه.

خو حزب الله خپله پوځي څانګه 'د اسلامي مقاومت' په نوم معرفي او د اسرائیلو د اشغال پای ته رسولو په نوم وساتله.

وروسته له هغه چې په ۱۹۹۰ کال کې د سوریې پوځ په لبنان کې سوله راوسته، حزب الله د لبنان په سویل کې خپلو چریکي بریدونو ته دوام ورکړ، خو په ورته وخت کې یې د لبنان په سیاسي ډګر کې هم فعال رول ولوباوه.

په ۱۹۹۲ کال کې یې په لومړي ځل ټولټاکنو کې په بریالیتوب سره ګډون وکړ.

په ۲۰۰۰ کال کې د اسرائیلي ځواکونو له وتلو سره، حزب الله د یوه داسې ځواک په توګه وپېژندل شو، چې اسرائیلیان یې شاتګ ته اړ کړل.

په ۲۰۰۶ کال کې د حزب الله یوه ډله اسرائیل ته له ننوتلو وروسته اته اسرائیلي پوځیان ووژل او دوه نور یې وتښتول.

دا ګام د اسرائیلو له سخت غبرګون سره مخامخ او د جګړې لامل شو.

د اسرائیلو جنګي الوتکو د لبنان په سویلي سیمو او د بیروت په سویلي څنډو کې د حزب الله مرکزونو بمبار کړل.

حزب الله هم پر اسرائیلو شاوخوا څلور زره توغندي وتوغول.

د ۳۳ ورځو جګړه کې تر ۱۱۲۵ ډېر لبنانیان، چې اکثریت یې ولسي وګړي وو، ووژل شول.

د اسرائیل اړخ ته هم ۱۱۹ پوځیان او ۴۵ ملکي وګړي ووژل شول.

حزب الله نه یوازې له دې جګړې روغ راووت، بلکې تر پخوا لا پیاوړی شو.

دې ډلې که څه هم له هغې ۳۳ ورځنۍ جګړې وروسته د خپلو وسلو زېرمې پراخې کړې او تازه دمي سرتېري يې استخدام کړل، خو بیا یې په سرحدي سیمو کې کومه لویه او پرېکنده جګړه نه ده کړې.

د دغو سیمو امنیت د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو او د لبنان د پوځ په لاس کې دی.

نفوذ

حزب الله

د عکس سرچینه، REUTERS

په ۲۰۰۸ کال کې چې کله په لبنان کې د لویدیځ ملاتړي حکومت د حزب الله خصوصي مخابراتي شبکه وتړله او د بیروت د هوايي ډګر د امنیت مشر یې له دې ډلې سره د اړیکو له امله له دندې ګوښه کړ، حزب الله د پلازمېنې د زیاتو برخو په نیولو او له سیالو سني ډلو سره نښتو ته د مخې کولو له لارې غبرګون وښود.

په دې توګه فرقه‌يي شخړې رامنځ ته شوې، چې ۸۱ تنه پکې ووژل شول او لبنان یې د یوې بلې کورنۍ جګړې په درشل ودراوه.

بالاخره د لبنان حکومت په شا شو او له حزب الله او متحدینو سره یې د واک شریکولو تړون لاسلیک کړ، چې د کابینې په ټولو پرېکړو کې یې د ویټو کولو واک ورکړ.

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې حزب الله د پارلمان لس څوکۍ وګټلې او د ملي یووالي په حکومت کې پاتې شو.

د همدې کال په پای کې د حزب الله د غورځنګ عمومي منشي حسن نصرالله یوه نوې سیاسي بیانیه خپره کړه، چې په هغې کې د دې ډلې سیاسي لیدلوری څرګند شوی و.

په دې اعلاميه کې د اسلامي جمهوريت د جوړولو اشاره، چې په ١٩٨٥ کال کې د دغې ډلې په منشور کې شامله شوې وه، نه وه، خو له اسرائيلو او امريکا سره د سختې دښمنۍ اعلان په کې پاتې او ويل شوي و، چې حزب الله بايد خپلې وسلې وساتي.

دغه ډله او متحدین یې په ۲۰۱۱ کال کې د لبنان د یووالي حکومت د سقوط لامل شو، چې مشري یې د سعودي په ملاتړ سني مشر سعد حریري کوله.

په هغه وخت کې حزب الله خبرداری ورکړی و، چې د دغه غورځنګ د څلورو غړو د تورنېدو پر وړاندې غلی نه پاتې کېږي.

دغه څلور کسان په ۲۰۰۵ کال کې د لبنان د هغه مهال د لومړي وزیر رفیق حریري، د سعد د پلار په وژنه کې په لاس لرلو تورن شوي وو.

د ۲۰۲۰ کال په دسمبر میاشت کې په يوه ځانګړې محکمه چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړ شوې وه د حزب الله غړی سلیم عیاش د سعد د پلار رفیق حریري په وژنه کې ګرم وګڼل شو اوپه غیاب کې په عمري بند محکوم شو.

حزب الله او متحدانو یې له هغې را وروسته هم د لبنان حکومتونو کې د پام وړ حضور او نفوذ ساتلی دی.