اسرائیلو په لبنان کې د "پوځي مداخلې" خبرداری ورکړی؛ غزه کې د وژل شویو شمېر له ۲۱ زره واوښت

غزه

د عکس سرچینه، AFP

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي،‌ د اوکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د وژل شویو شمېر له ۲۱۳۲۰ واوښت. د اسرائیلو په بمباریو کې لږ تر لږه ۵۵ زره کسان ټپیان شوي هم دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، لږ تر لږه ۵۰ کسان د غزې په شمال کې د کډوالو یوه کمپ ته نژدې وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې، په مرکزي غزه کې یو توغندی په یوې څلور پوړیزې ودانۍ لګېدلی او ګڼ کسان وژلي دي.‌

په خان یونس کې هم د ډزو پرمهال د ګڼو خلکو د وژلو رپوټونه ورکړل شوي دي.‌

په غزه کې د جګړې په دوام اسرائيل خبرداری ورکړی چې که د لبنان له پولې د حزب الله بریدونه دوام وکړي نو پر ضد به یې پوځي اقدام وکړي.

هممهاله،‌ یوه اسرائیلي وزیر بېني ګانتز ویلي، که په خپله د لبنان حکومت او نړیواله ټولنه د لبنان له جنوبه پر اسرائيل د کېدونکو بریدونو مخه ونه نیسي نو پوځي مداخله به وکړي او د لبنان پولې به د حزب الله ډلې له موجودیته پاکې کړي.

هغه زیاته کړې چې له ډېپلوماتیکو لارو جګړې ته د حل موندلو وخت په تېرېدو دی او د حزب الله د بریدونو د نه مخنیوي په حال کې به په خپله لاس په کار شي.

لبنان ته څېرمه د پولې په اوږدو کې د حزب الله او اسرائيل تر منځ د ډزو تبادله د اکتوبر له اوومې را په دېخوا پیل شوې چې حماس پر اسرائيلو برید پیل کړ او تر هغې وروسته جګړې زور واخیست.

سیمې ته د جګړې د غځېدو اندېښنې

ګانتز

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بېني ګانتز: د اسرائيل په شمالي پوله کې حالات بدلون ته اړتیا لري

دې هر څه داسې اندېښنې ډېرې کړې دي چې ګواکې د غزې جګړه به سیمې ته هم پراخه او وغځېږي.

ښاغلي ګانتز پرون چهارشنبې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، "د اسرائيل په شمالي پوله کې حالات بدلون ته اړتیا لري"

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ حزب الله ډلې توغندیز بریدونه او د وسله لرونکو ډرون کارول ډېر کړي دي چې د اسرائيلو د جنګي الوتکو له چټک غبرګون سره مخ شوي.

د لبنان دولتي رسنیو پرون چهارشنبې خبر ورکړی چې د حزب الله یو جنګیالی او د هغه دوه خپلوان د اسرائيل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

برید د بنت جبیله په نوم سیمه کې شوی چې د اسرائيل پولې ته څېرمه په دوه کیلومترۍ کې پرته ده.‌

خو حزب الله په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه برید کې د ابراهیم بازي په نوم داسې کس قرباني شوی اسټرالیایی وګړی و او د خپلې کورنۍ لیدو ته لبنان ته ورغلی و.

پر لبنان د غزې جګړې اغېز

خبریالان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دوو وژل شویو خبریالانو همکاران د بېروت په المیادین کې د ویر په حال کې دي

په غزه کې د اسرائيل او فلسطین تر منځ د اکتوبر پر اوومه پیل شوې جګړې راهیسې په لبنان کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي دي چې تر ډېره د حزب الله ډلې وسله وال دي خو د درو خبریالانو په ګډون ملکیان هم پکې شته.

له هماغه راهیسې بیا د لبنان پولې ته څېرمه اسرائيلۍ غاړه کې ویل کېږي چې لږ تر لږه څلور ملکیان او نهه سرتېري وژل شوي. له څېرمه سیمو زرګونه خلک د پوځ له لوري خوندي ځایونو ته ایستل شوي دي.

غزه

حزب الله ډله له شیعه جنګیالیو جوړه ده چې د لویدیځې نړۍ، اسرائيل او عربي هېوادونو له لوري د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.‌

د دې ډلې مشرتابه د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس له لوري پر اسرائيل د بریدونو هرکلی کړی و. په هغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ سوه کسان ووژل شول چې تر ډېره ملکیان وو او شاوخوا ۲۴۰ یرغمل ونیول شول.

د حماس ادارې روغتیا وزارت وايي چې په غزه کې له تېرو ۱۱ اوونیو روانه جګړه کې تر ۲۱ زره ډېر خلک وژل شوي چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.

په غزه کې زرګونه فلسطینۍ کورنۍ په داسې حال کې په سرپناه پسې سرګردانه دي چې اسرائيلي ځواکونو د دې سیمې په مرکز او جنوب کې خپلو ځمکنیو بریدونو ته زور ورکړی او پراخ کړي یې دي.