د اسرائیلو حکومت ویلي د الجزیرې خپرونې بندوي

وائل الدحدوح

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د الجزیرې د غزې د دفتر مشر وائل الدحدوح زوی د جنوري په میاشت کې د اسرائیلو په برید کې ووژل شو

د اسرائیلو پارلمان یو قانون تصویب کړ چې حکومت ته یې د قطري شبکې الجزیرې په ګډون د ځینو تلویزیوني چینلونو پر خپرونو د بندیز لګولو واک ورکړی.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې هغه به د یادې شبکې د سیمه‌ییز دفتر تړلو په اړه "سملاسي ګام" واخلي.

امریکا د دغه اقدام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د غزې تړانګې ته د بهرنیو خبریالانو د ننوتلو بندیز سره، په تراډه کې مېشت د الجزیرې کارمنان یوازېني خبریالان دي چې کولی شي په سیمه کې د جګړې خبري پوښښ ولري.

د اسرائیلو پارلمان "کنیست" هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې پر هغو بهرنیو شبکو د لنډ وخت لپاره بندیز ولګوي چې وملي امنیت ته یې ګواښ ګڼي.

بندیز به په یو وخت کې د ۴۵ ورځو لپاره وي، چې نوی کېدلی هم شي. دا قانون به د جولای تر میاشتې پورې یا په غزه کې د جګړې تر پایه پورې نافذ وي.

ښاغلي نتنیاهو په اېکس (ټویټر) کې لیکلي، "الجزیره به نور له اسرائیلو خپروې نه کوي" او دغه شبکه یې "ترهګر چینل" بللی.

له کلونو راهیسې، اسرائیلي چارواکو دا شبکه د اسرائیلو ضد په تعصب تورنه کړې ده. پر خپرونو د دوی انتقادونه د اکتوبر د اومې نېټې د حماس له بریدونو وروسته لا پسې زیات شوي دي. چارواکي ادعا کوي چې دا له حماس سره نژدې اړیکې لري، هغه څه چې الجزیره یې په کلکه ردوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په یوه بیان کې الجزیرې وویل: "نتنیاهو په الجزیره او د مطبوعاتو ازادۍ باندې د خپلو روانو بریدونو لپاره نړۍ ته د وړاندیز کولو لپاره هېڅ توجیه نشي موندلی پرته له دې چې د شبکې او د هغې د کارمنانو د حقونو پر وړاندې نوي درواغ او توهین وړاندې کړي.

"الجزیره د اسرائیلو لومړی وزیر په ټوله نړۍ کې د خپلو کارمندانو او د شبکې د خپرونو د ځایونو د خوندیتوب مسؤلیت په غاړه لري او د هغه دا تور ناسم او د شرم وړ دی."

دغه چینل اسرائیل تورن کړی چې په قصدي ډول یې کارکوونکي په نښه کړي دي. د غزې د الجزیرې د څانګې د مشر وائل الدحدوح زوی حمزه الدحدوح په ګډون خبریالان د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي دي. اسرائیل د خبریالانو په نښه کول ردوي.

قطر چې د الجزیرې مرکزي دفتر پکې دی، د اسرائیلو او حماس ترمنځ د نژدې شپږ میاشتنۍ جګړې په اړه د خبرو منځګړیتوب کوي. د قطر په منځګړیتوب مخکېنۍ خبرې اترې د موقتي اوربند او د ۱۰۵ اسرائیلي برمته شویو د خوشي کېدو لامل شوې.

دا لا څرګنده نه ده، چې د اسرائيلو دغه اقدام به د اوربند پر خبرو اغېز وکړي که نه.

اسرائیلو تر دې مخکې د لبنان د یوه کوچني چینل "المیادین" پر فعالیت بندیز لګولی و.

د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۲٫۸۰۰ اوښتی

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر د وړاندیز شوي بندیز په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: "که دا ریښتیا وي، نو دا ډول اقدام د اندېښنې وړ دی."

جګړه هغه مهال پیل شوه چې د حماس جنګیالیو د تېر کال د اکټوبر په اومه د اسرائیلو پر جنوبي سیمو برید وکړ، چې د اسرائیلو د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۳ یرغمل ونیول. شاوخوا ۱۳۰ یرغمل په بند کې پاتې دي، چې لږترلږه ۳۴ یې په مړو کې شمېرل شوي دي.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې تر ۳۲٫۸۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او ۷۵٫۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي په وژل شویو کې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

الجزیره په لومړي ځل په ۱۹۹۶ کال کې پیل شوه او په منځني ختیځ کې یې د سیمې پر حکومتونو او واکمنانو د انتقادونو په خپرولو سره د رسنیو فضا ولړزوله.

خو په سیمه کې ځینو حکومتونو د دې شبکې پر پوښښ نیوکه کړې ده. د سعودي عربستان، اردن او مصر په ګډون په ځینو هېوادونو کې بنده شوې یا بندیز پرې لګېدلی دی.

الجزیره وايي دا لومړی عربي چینل دی چې د اسرائیلو سیاستوال او مبصرین په خپلو ژوندیو خپرونو کې غږوي.