اسرائیل رد کړه چې په غزه کې دې یې مرستندویان په لوی لاس په نښه کړي وي

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د اسرائیل د کابینې یوه وزیر دا ادعا رد کړه چې د دغه هېواد ځواکونو دې په غزه کې د نړۍ مرکزي پخلنځي (ورلډ سېنټرل کېچن) مرستندویان په لوی لاس یا قصدآ په نښه کړي وي.‌

تر دې مخکې د ورلډ سېنټرل کېچن مشر هوسې اندرېس اسرائیل تورن کړي وو چې په غزې تراړه کې یې د دې ټولنې اړوند مرستندویان په سیستماتیک ډول په نښه کړي.

خو د اسرائیل د اقتصاد وزیر نېیر برکات بي‌بي‌سي‌ ته ویلي‌ چې د ښاغلي اندرېس څرګندونې "بې‌ځایه" دي.

هوسې اندرېس ويلي وو غزه تراډه کې د مرستندویانو ګاډي یو په یو په نښه شوي.

د دغې خیریه ټولنې اړوند ګاډي روانه داسې مهال په نښه شول چې اړمنو غزه والو ته یې مرستې لېږدولې.

پېښه کې اووه مرستندویان ووژل شول چې یو یې فلسطینی او پاتې نور د سټرالیا، پولنډ، کاناډا او بریتانیا وګړي و.

اسرائیلو دا برید یوه غمجنه تېروتنه بللې.

د ویډیو تشریح، ویډيو:‌ د اسرائيل برید کې د ورلډ سېنټرل کېچن ویجاړ شوي موټرونه

اسرائیل وايي غزه تراړه کې د اووه تنو مرستندویانو د وژنې پېښه سخته تېروتنه وه، خو د وژل شویو مرستندویو د اړوندې ادارې بڼسټوال دا اسرائیلو دا وینا نه مني او تور پورې کوي چې کارکوونکي په منظم ډول په نښه شوي.

هوسې اندرېس وویل ادارې یې اسرائیلي پوځ سره په څرګنده د خپلو خوځښتونو په تړاو مالومات شریک کړي و.

هغه ویلي''د مرستندویې ډلې اووه غړي چې په کې امنیتي کسان هم و په سیستماتیک ډول ګاډي په ګاډي په نښه شوي. هغوی پر لومړي ګاډي هم برید کړی خو موږ داسې انګېرو دوی ځکه ژوندي پاتې دي چې هغه ګاډی زغروال و.''

د نړۍ د مرکزی پخلنځي یا وورلډ سېنټرال کېچن به نامه د مرستندويې ټولنې اړوند درې ګاډي وړمه ورځ داسې مهال په نښه شول چې د غزې دیر البالا سیمه کې له یوه ګودام یا د توکو له زیرمتونه وتل.

غزه

د عکس سرچینه، @CHEFJOSEANDRES

د عکس تشریح، د ورلډ سنټرل کیچن ادارې له برید مخکې هره ورځ په غزه کې نژدې ۳۵۰ زره کسانو ته خواړه چمتو کول.

دې ادارې غزوالو ته د خوړو په برابرولو کې مهمه ونډه لرلې چې فعالیتونه یې اوس ځنډېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې غزه کې د یوه اوربند په تړاو خبرې روانې دي.

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ویلي خبرو کې اصلي ستونزمن ټکی د غزې ټولو برخو ته د بې ځایه شویو وګړو بېرته ورګرځېدل دي.

د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه ویلي غورځنګ یې په خپلو ټولو وړاندې کړو شرطونو ولاړ دی.

داسې اندېښنې وې چې ګواکې د مرستندویانو و وژنې پېښه په پر دغو خبرو سیوري وغوړوي، خو د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي داسې نه ښکاري چې دا پېښه دې د اوربند او د یرغملو د پرېښودو په تړاو پر روانو خبرو اغېز پرې باسي.