اسرائیل وايي غزې ته د بشري مرستو رسېدو لپاره نوې لارې پرانیزي

اسرائیل

د عکس سرچینه، Reuters

اسرائیل وايي غزې تراړې ته یې د لا ډېرو بشري مرستو رسېدو لپاره د دوو لارو پرانیستل کېده تصویب کړي دي.‌

په دې لړ کې به د غزې په شمال کې اېرېز دروازه "بیت حانون" د جګړې له پیل راوروسته لومړی ځل په لنډمهاله ډول پرانیستل شي.

همدا راز اشدود بندر ته هم د بشري مرستو انتقال لپاره د پرانیستل کېدو اجازه ورکول کېږي.

د دې نوې پرېکړې له مخې به له اردن هم د 'کرم ابو سالم' بندر له لارې غزې ته د بشري مرستو رسیدو ته لار پرانستل شي.

د اسرائیل حکومت دا پرېکړه د دغه هېواد له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د جو بایډن له تلیفوني خبرو وروسته کړې.

بایډن د اسرائیل لومړي وزیر ته ویلي چې له اسرائیل سره یې ملاتړ په دې پورې تړلی چې په غزه کې د ملکي مرګژوبلې مخه ونیسي او د بشري کړاو پای ته رسېدو ته لارې چارې ومومي.

دا تېره دوشنبه غزه کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د 'نړۍ مرکزي پخلنځي' مرستندویه سازمان د اوو کارکوونکو له وژل کېدو وروسته د دغو مشرانو لومړنۍ تلېفوني خبرې وې.

اسرائیل د خیریه کارکوونکو وژنه ''ستره تېروتنه'' بللې او په دې تړاو بخښنه غوښتې، خو د ډبلیو سي کې مشر جوز اندریاس وايي، د دوی کارکوونکي په سیستماتیک ډول په نښه شوي دي.

پر ښاغلي بایډن فشار ډېرېږي، چې اسرائیل ته د غیر مشروط پوځې مرستې ورکول کابو کړي.

د امریکا ولسمشر او اسرائیل لومړي وزیر تر منځ له نژدې نیم ساعت ټیلیفوني خبرو وروسته سپینې ماڼۍ په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر بایډن ''په ټینګار سره ویلي، چې د بشري مرستو پر کارکوونکو بریدونه او په ټول کې بشري وضعیت د منلو نه دی.''

بایډن-نتنیاهو

د عکس سرچینه، Reuters

اعلامیه کې زیاته شوې: ''هغه په څرګند ډول ویلي، چې اسرائیل باید داسې رغنده او ځانګړي اقدامات اعلان او پلي کړي، چې د ملکي خلکو د زیان مخنیوی وکړي او د بشري مرستو کارکوونکو خوندیتوب ته زمینه برابره شي.''

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په څرګندونو کې هم د سپینې ماڼۍ د دې اعلامیې څرک لیدل شوی، چې وايي، که امریکا د اسرائیل له لوري کوم بدلون و نه ویني، بیا به نو د امریکا په پالیسۍ کې بدلون راشي.

د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي بیا په دې هکله هغې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا دې سره به اسرائیل ته د وسلو پر لېږد اغېز ولیدل شي، وویل نه غواړي ''هغه اقدامات او پرېکړې'' چې تر اوسه لا نه دي شوي وښيي.

نوموړي زیاته کړه، له اسرائیل د امریکا تمه او توقع دا ده، چې په غزه کې ''په ساعتونو او ورځو کې'' وضعیت ښه کړي.

خو په ورته مهال نوموړي وویل، له ځانه د دفاع په برخه کې له اسرائیل سره د امریکا ملاتړ د اوسپنې په څېر کلک دی: ''د امریکا متحده ایالتونه به له اسرائیل سره له ځانه د دفاع په برخه کې اوږه، په اوږه ولاړ وي. خو له دې ویلو سره سره، اوس هم باور دا دی چې په کومه جذبه چې دوی د حماس له ګواښه ځان ساتي، باید بدله شي.''

جان کیربي

د عکس سرچینه، WHITE HOUSE

د عکس تشریح، جان کیربي

اسرائیل تر اوسه د امریکا تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د جو بایډن او بنیامن نتنیاهو له ټیلیفوني خبرو مخکې د اسرائیلي حکومت یوې ویاندې ریقویلا کارامسون ویلي و، ''راتلونکي کې به حتماً زموږ فعالیتونه داسې تنظیم شي چې بیا داسې پېښه و نه شي.''

د اسرائیل په تړاو د امریکا وروستۍ اعلامیه داسې څرګندونې بلل کېږي، چې ژبه یې د نور کله پرتله خورا زیاته زېږه بلله کېږي،

د ورلډ سنټرل کچن کارکوونکو وژل کېدو په هکله د ولسمشر بایډن ''غوسه'' ښيي او داسې اشارې څرګندوي چې د امریکا ملاتړ هم یو حد لري.

که څه هم دغه اعلامیه په مشخص ډول نه ښيي چې د امریکا پر کومه پالیسي) اغېز کولای شي، خو د یادونې ده، چې د امریکا او اسرائیل تر منځ اړیکو کې د ملا تیر حیثیت د وسلو لېږد ته ورکول کېږي.

ښاغلي بایډن داسې مهال له ښاغلي نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړې، چې په امریکا کې د هغه څه په هکله غوسه ډېرېږي، چې اسرائیلي ځواکونه یې په غزه کې کوي او دغه راز د ولسمشر بایډن په خپل ګوند کې دننه داسې غوښتنې په ډېرېدو دي، چې اسرائیل ته د وسلو ورکړه باید په شرطونو پورې غوټه شي.