د اسرائیل او حماس د جګړې شپږ میاشتې؛ د اوربند خبرې بېرته کله پیلېږي؟

د عکس سرچینه، EPA
یکشنبه پر اسرائیل د حماس د برید او په غزه کې د اسرائیلو د ځوابي عملیاتو ۶ میاشتې پورته کېږي.
ټاکلې پر همدې ورځ د مصر پلازمېنه قاهره کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ هوکړې لپاره د خبرو نوی پړاو هم پیل شي.
حماس ویلي پلاوی به یې یکشنبه قاهرې ته رسېږي، خو ټينګار یې کړی چې له خپلو اصلي غوښتنو نه تېرېږي.
د قاهرې خبرو کې د اسرائیلو، امریکا او مصر د استخباراتو مشران او د قطر لومړی وزیر محمد عبد الرحمن آل ثاني ګډون لري.
حماس ډلې وروسته له هغه قاهرې ته د پلاوي استولو خبر ورکړی چې د امریکايي سرچینو د وینا له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن د مصر له ولسمشر او د قطر له امیره غوښتي چې حماس قانع کړي چې پر اوربند هوکړې ته حاضر شي.
قاهره کې مخکې هم د حماس او اسرائیل ترمنځ خبرې شوې، خو بې پایلې پای ته رسېدلې وې.
اسرائیل د تېر دور خبرو ته استازي نه وو استولي.
دا ځل پکې د منځګړو په توګه د مصر، امریکا او اسرائیل د استخباراتي مشرانو او د قطر د لومړی وزیر ګډون یو څه هېلې پیدا کړې دي.
قاهره کې د خبرو د نوي پړاو په درشل کې حماس یوه بیان کې ویلي له هغو غوښتنو نه تیریږي چې د تېرې مارچ میاشتې پر ۱۴ یې کړي دي.
دایمي اوربند، له غزې د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتل، د کډوالو بېرته ستنېدل، د خلکو ازاد تګ راتګ او د زندانیانو معناداره تبادله د حماس بنسټیزې غوښتنې دي.
د اسرائيلو په رسنیو کې د قاهرې د خبرو د نوي پړاو په اړه خوشبیني ښودل شوې ده.
قاهره کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر ډاکتر سمیر الغطاس د امریکا د دې غوښتنې او قاهره کې د خبرو د نوي پړاو لپاره پر حماس د فشار په اړه وايي: "دا غوښتنه ډېره په ځنډ کېږي او نامتوازانه ده."
نوموړی زیاتوي "بایډن باید د یوه ځواکمن هېواد د ولسمشر په توګه پر دواړو لوریو یو شان فشار راوړي. معلومه خبره ده چې لومړی وزیر نتنیاهو وخت تېروي، که څه هم نوموړي ویلي چې د استخباراتو مشر ته به نسبتا ډېر صلاحیت ورکړي خو هغه د وخت تر لاسه کولو لټه کې دی او لا هم پوځي حل لاره غوره بولي."

د عکس سرچینه، Getty Images
قاهره کې د اوربند لپاره د خبرو نوی پړاو داسې مهال پيلېږي چې پر اسرائیلو د حماس له بریده شپږ میاشتې ووتلې.
د تېرې اکتوبر میاشتې پر اوومه حماس او څو نورو فلسطیني ډلو په ارائیلو پراخ بې ساری برید وکړ. له دې برید وروسته اسرائیلو پر غزې چې له وړاندې له ټولو خواوو کلابنده وه، پراخ هوايي او ځمکني عملیات پيل کړل چې لا هم روان دي.
غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اسرائیلو په دغو عملیاتو کې تر اوسه له ۳۳ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
د اکتوبر پر اوومه د حماس او څو نورو فلسطیني ډلو برید کې برید کې څه باندې ۱۲ سوه اسرائیلیان ووژل شول او له ۲۵۰ زیات یې یرغمل کړل چې عام خلک، ښځې ماشومان او سرتېري په کې شامل وو.











