کرېکټ؛ د پاکستان سوپر لیګ نهم پړاو له افغان ملي لوبغاړو پرته پيل شو

د عکس سرچینه، pcb
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي،لندن
د پاکستان سوداګریز کرېکټ غوره لیګ نهم پړاو پرون (شنبه د فبرورۍ ۱۷مه) لاهور کې پیل شو.
د دې لیګ لومړۍ لوبه د تېر کال اتلې لوبډلې لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ تر منځ وه چې اسلام اباد لوبډلې په اتو وېکټو وګټله.
دغې لوبډلې د لاهور قلندرز د ۱۹۵ منډو هدف یوازې د دوه لوبغاړو له اوټېدو وروسته داسې مهال پوره کړ چې لا د لوبې نږدې دوه اورونه پاتې وو.
نن دویمه ورځ پېښور زلمي د کوټې پر وړاندې لوبېږي.
په دې لیګ کې د لاهور قلندرز، اسلام اباد یونائیټېډ، کراچي کېنګز، پېښور زلمي، کوټه ګلېډیټرز او ملتان سلطان شپږ لوبډلې ګډون کوي، چې په ترکیب کې یې یو شمېر بهرني لوبغاړي هم دي.
د سوداګریزو لوبو پرانېستو ته پرون لاهور کې د امنیتي تدابیرو تر څنګ د ساز، ګډا او اورلوبو مراسم هم ترتیب شوي وو.

د عکس سرچینه، pcb
دا لوبې پاکستان کې له ټاکنو وروسته چې ښکاره د بې ثباتۍ لا امل شوې تر سره کېږي، ځکه خو یې د امنیت لپاره هم ځانګړي تدابیر نیول شوي او ان له پوځي کنډکونو د امنیت لپاره مرسته غوښتل شوې.
د پاکستان سوپر لیګ نهم پړاو رسمي لوبې د لاهور په قذافي لوبغالي کې پیل شوې خو د ملتان، راولپنډۍ او کراچۍ ښارونو کې هم لوبې پلان دي او د پېښور لوبغالی یو ځل بیا له پامه غورځول شوی.
دا لوبې یوه میاشت دوام کوي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مارچ میاشتې په ۱۸مه کراچۍ کې وشي.
د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي ولې نه دي ورغلي؟

د عکس سرچینه، ACB
د پاکستان سوپر لیګ په سږني پړاو کې له بل هر کاله د افغان لوبغاړو شمېر کم رنګه دی او ځینې هغه چې غوره شوې هم لا له خپلې لوبډلې سره نه دي یو ځای شوي.
یو شمېر افغان لوبغاړو وار له مخه د خپلو بوختیاوو او ملي دندو له کبله له دې لیګه ځانونه باسلي دي.
راشد خان چې د لاهور قلندرز لوبډلې یو مهم لوبغاړی بلل کېږي د یوې ویډیو له لارې چې دغې لوبډلې په خپلو رسمي چاینلونو خپره کړې په سږني لیګ کې د نه لوبېدو ویلي دي.
هغه ویلي "د ملا عملیاتو له کبله به د لاهور قلندرز لوبډلې سره نه وي خو لوبډلې ته ډېرې نېکې هیلې وړاندې کوي."

د عکس سرچینه، @lahoreqalandars
په تېرو پړاونو کې ګڼو نورو لوبډلو هم افغان لوبغاړي لرل او دغې لیګ ته یې ځانګړي ښکلا وربخښلي وه چې د کرېکټ ګڼ افغان مینه والو یې هم لوبې کتلې، سږ کال بیا د پېښور زلمو درې افغان لوبغاړي غوره کړي و خو د لوبې تر پیلېدو هیڅ افغان لوبغاړی نه و ورغلی.
د پېښور زلمو لخوا غوره شوي دوه لوبغاړي (نوین الحق او نور احمد لکڼوال) دا مهال په شري لنکا کې دي او د افغان لوبډلې لخوا لوبېږي.
له لومړي سره د پاکستان سوپر لیګ کې د ځينو افغان لوبغاړو نه لېوالتیا هم د ملي لوبډلې بوخت مهالوېش و.
د افغانستان ملي لوبډله له شري لنکا سره له لوبو وروسته په همدې میاشت کې له ایرلېنډ سره هم ټسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ لري.
د دغې لوبډلې لخوا بل غوره شوی افغان لوبغاړی وقار سلیمانخېل پرون (شنبه) په متحده عربي اماراتو کې و او نړیوال شل اوریز سوداګریز لیګ پای لوبه کې ولوبېده.
هغه سږ کال د دغه لیګ تر ټولو ډېرو وېکټو اخیستونکی بالر شو.
له دې لوبې یوه ورځ وروسته دی نن (یکشنبه) پاکستان ته رسیدلی، او پېښور زلمي لوبډلې یې هر کلی کړی.

د عکس سرچینه، Peshawar ZALMI
وقار سلیمانخېل د افغانستان له کرېکټ بورډ سره رسمي قرارداد نه لري خو دې وروستیو کې یې په سوداګریزو لیګونو کې ښه پام ځانته اړولی.
وقار سلیمانخېل په نړیوال شل اوریز لیګILT20 کې د اوولسو ویکټو په اخیستو سره د لیګ غوره وېکټ اخسیتونکي جایزه واخېسته او لوبډلې یې اتلولي هم خپله کړه.
د افغانستان فضل حق فاروقي هم دغې لوبډله کې و، او ښې لوبې یې کړې وې.











