د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ اتم پړاو: لوبډلو دوه افغان لوبغاړي بیا له ځان سره ساتلي

د عکس سرچینه، PSL
د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ یا پي اېس اېل"PSL" شریکو لوبډلو د خپلو هغو لوبغاړو نومونه شریک کړي چې د دې لیګ په اتم پړاو سیالیو کې به هم د دوی په ګټه لوبیږي.
په دې کې تر ټولو ډېر پام د تېر کال اتلې لوبډلې لاهور قلندرز ته دی چې افغان لوبغاړی راشد خان یې هم برخه دی.
دې لوبډلې د څو نورو لوبغاړو سره راشد خان هم بیا له ځانه سره ساتلی، نو په دې سره به هغه له بولۍ نه پرته سږ کال بیا د دې لوبډلې برخه وي. راشد خان له تېر کال راهیسې له لاهور قلندرز سره د پلاټینیوم د کتګوری په قرارداد لوبیږي. دا د لوبغاړو د اخیستو تر ټولو د لوړ نرخ کتګورۍ ده.
راشد خان تېر کال د ملي لوبډلې سره د ګډون په موخه له لاهور قلندرز سره وروستیو څو سیالیو کې نه و خو هغه مهال هم د دې لوبډلې څښتن له راشد خان غوښتي وه چې بل کال به یې هم زړه راشد خان ته خلاص وي.
دې لوبډلې د پاکستان چټک توپ اچونکو شاهین شاه افريدي او حارث رووف تر څنګ څو نور لوبغاړي هم له ځانه سره ساتلي.

د عکس سرچینه، عکس: پاکستان سوداګریز کرېکټ لېګ
د دې تر څنګ کوېټې ګلېډیېټرز افغان چټک توپ اچونکی نوین الحق له ځانه نه دی جدا کړی او لکه د تېر په څېر به یو ځل بیا د دې لوبډلې په ګټه لوبیږي.
په دې لېګ کې شپږ لوبډلې لوبیږي او د کرېکټ بورډ د شرایطو پر بنسټ هره لوبډله کولای شي تر اتو لوبغاړو له ځانه سره وساتي، نور لوبغاړي بیا د ډرافټ یا بولۍ له لارې په بېلابېلو کتګوریو کې پیري.
تېر کال دې سیالیو ته شپږ افغان لوبغاړي اخیستل شوي وو او تمه ده چې بله اونۍ د بولۍ په مراسمو کې یو ځل بیا هم څو نور افغان لوبغاړي هم رامخکې شی.
د پاکستان د کورني کرېکټ اووم کال یا سیزن سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټينيم کټګورۍ ، کراچي کېنګز محمد نبي په ډايمنډ کټګورۍ، اسلام اباد یونایټډ لوبډلې رحمان الله ګوربز او کوټه ګلډيېټرز لوبډلې نوين الحق او نور احمد پېرلي وو.
حضرت الله ځاځی له پخوا د پېښور زلمو لوبډلې په ګټه لوبیده خو دا ځل زلمو له ځانه سره نه دی ساتلی.
پېښور زلمو سږ کال مشهور لوبغاړی او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم خپل کړی ، دی پخوا د کراچۍ کېنګز لوبډلې په ګټه لوبیده.
ټاکل شوې چې د اتم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د پیر مراسم د نومبر په اتلسمه نیټه تر سره شي، دا سیالۍ بیا د راتلونکي فبرورۍ په میاشت کې پلان دي چې د مارچ تر اخره دوام کوي.











